ورکه مينه (لنډه کېسه)

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د عبدالملک پرهیز ژباړه

نژدې لس کاله دمخه له يوې داسې پېښې سره مخامخ شوم. ما په يو ښار کې ژوند کاوه. په اوړي کې د ښار هوا زیاته توده وه. ما غوښتل د دښتې لیدنه وکړم.  په ځنګل کې چکر وواهم او د شنو ونو سېل وکړم.

ما یو کوچنی سور موټر درلود او یوه نقشه مې هم درلوه. ټوله شپه مې په بیدیا کې موټر چلوه . زه له خپل موټر سره خوښ وم. د سږ کال اوړی ډېر ښکلي ؤ.  سهار وختی بیدیا زیاته ښکلي ښکارکېدله. لمر تود  او آسمان شين ؤ. ما له ونو د مرغانو آوازونه آورېدل.  یو ناڅاپه موټر ودرید . ما له ځان سره فکر وکړ "څه پېښه ده؟"  اوه نه، ما هېڅ پترول له ځانه سره نه ول راوړي. اوس باید پلي ولاړ شم او کوم کلی پیداکړم او څه ناڅه پترول و پېرم. خو زه چېرته یم ؟ ما نقشې ته وکتل. زه کلي ته نژدې نه وم. زه په بېديا کې وم. 

په دې وخت کې ما یوه انجلۍ ولیدله، چې د لارې په څنډه کې روانه وه او په لاس کې يې ګلان ول. هغې اوږد کميس آغوستی ؤ او وېښتان يې هم اوږده ول، د هغې اوږده او تور وېښتان تر لمر لاندې ځلېدل. هغه ډېره ښکلې او ښایسته وه. 

ما غوښتل له هغې سره خبرې وکړم ، نو له موټر څخه کوز شوم. ما وویل: سلام ! ما لاره ورکه کړې، نه پوهېږم زه چېرته یم؟ هغه وېرېدلې ښکارېدله. ما په آرامه لهجه وویل: "زما پترول خلاص شوي چېرته  یې تر لاسه کولی شم ؟"

 هغې خپلې آبي سترګې زما په لور را واړولې ، او موسکۍ شوه.  ما فکر کاوه چې هغه یوه ډېره ښکلې انجلۍ وه!!  

هغې وویل:" زه نه پوهېږم ، راځه له ماسره کلي ته لاړ شه، ګنې موږ وکولی شو تا سره مرسته وکړو"

 زه په خوښۍ له هغې سره روان شوم .موږ دواړو اوږده  لاره ووهله. په نقشه کې کوم کلی نه ښکارېده . ما فکر وکړ ممکن کوم کوچنی کلي به وي. هو هلته يو کلي ؤ ، هغه زوړ خو ښکلي ؤ. کور تور او سپين رنګ درلود او کوچنی ؤ ، هلته زیات حيوانات ول. انجلۍ د کور مخې ته ودرېده او ماته موسکۍ  شوه . ويل يې مهرباني کړئ کور ته راشئ. زه کور ته دننه شوم ، کور ډیر پاک ؤ، خو ډېر عجيبه شان ؤ، هلته په نغري کې اور بل ؤ او د خوړو کټوه پرې ايښې وه. وروسته له دې ما  احساس وکړ چې وږی یم.  فکر مې وکړ څومره  عجيبه ده، دوی خپل خواړه په نغري کې د لرګیو په اور پخوي! ممکنه  ده دوی پیسې نه لري. ما د هغې مور او پلار و لیدل، هغوی زما خوښ شول. هغوی ښه خلک ول، خو د هغوی جامې عجيبه غوندې ول. دهغې بوډا پلار وویل:"کېنه"  آیا د کار تر ستړیا د تندې احساس نه کوې؟ " ماته يې د څکلو پیاله وړاندې کړه. ما وویل:" مننه". شربت هم عجيبه غوندې ؤ، هغه تور او نصواري رنګ درلود او زيات قوی ؤ. زه په څه نه پوهېدم خو هلته خوشحال وم. 

ما د پترولو پوښتنه وکړه، خو بوډا نه پوهېده. هغې پوښتنه وکړه ' پترول' دا څه شی دی؟ ' ما فکر وکړ دا عجيبه ده . بيا ما پوښتنه وکړه:" آیا ته هر ځای ته پلی ځې؟ " بوډا موسکی شو، هغه ویل:" اوه نه، موږ له آسانو کار اخلو". له آسانو! " آسونه خو زیات ورو ځي. ولی دوی موټر نه لري؟ ما دا خبره بوډا ته ونه کړه. ما هلته د خوښۍ احساس کاوه، ما ټوله ورځ هلته تېره کړه او د شپې ډوډۍ مې هم له هغوی سره وخوړله. وروسته زه له انجلۍ سره بڼ ته ووتلم. د انجلۍ نوم مېري ؤ ، هغې ویل دا څومره ښه شو. له ليدو دې زیات خوشحال شولو.  دلته موږ دومره خلک نه وینو. موږ سره په خوښي غږېدلو. هغه ډېره ښکلې وه. خو یو ساعت وروسته هغې خپلې خبرې چټکې کړې. د هغې په څېره کې د خپګان نښې ځلېدلې. ما ترې و پوښتل ولې خپه یې؟ هغې ویل:" نه شم کولی تاته يې ووایم ، ته یوازنی څوک يې چې دلته راغلي يې. موږ باید نن شپه سره مخه ښه وکړو. ته باید لاړ شې."

 زه نه پوهېدم ولې. خو زه پوهېدم چې هغه پر ما ګرانه ده.  ما غوښتل له هغې سره مرسته وکړم . ولې باید  لاړ شم؟ 

خو مېري بیا په غمجن غږ وويل: " ته باید ولاړ شې، دا ځای خطرناکه دی. ما ویل :"زه نژدې کلي ته ځم ، پترول پېرم او بېرته راځم" هغې څه ونه ويل.

 مېري، زه له تا سره مينه لرم. ته زما مخه نه شې نیولی"

 هغې  ور ته نژدې ماته وویل:" خدای په امان!" د هغې له څېرې غم ورېده، زه هم ډېر غمجن وم. ما نه غوښتل ولاړ شم. لا نیمه شپه وه. شپه ډېره تیاره وه. زه ولاړم. تلم او تلم. کله چې مې د  کلي رڼا ولیده ، زیات ستړي شوي وم. ما پترول پیداکړل، او د کلي د نوم پوښتنه مې وکړه. د ګراژ تر څنګ  ولاړ سړي ماته عجيبه شانې و کتل. او پوښتنه یې وکړه"کوم کلی؟" ما د  کلي په باب مالومات ورکړل. ما ورته د زړو کورونو او د هغې د وګړو په اړوند چې عجيبه جامې يې اغوستې وې مالومات ورکړل. دغه سړي بیا ماته عجيبه شان وکتل. 

هغه فکر وکړ او بيايې وویل:" هلته يو کلي ؤ خو اوس نشته. په دې اړوند یوه کېسه شته. یوه عجيبه کېسه!" ما پوښتنه وکړه خلک په دې اړوند څه وایي؟ "

هغه نه غوښتل په دې اړوند خبرې وکړي. خو وروسته يې وويل " هلته په کلي کې لوی اور ولګېده. زیات خلک مړه شول. په کورونو کې هيڅ خلک پاتې نه شول. 

ما پوښتنه وکړه دا هرڅه څنګه پېښ شول؟ هغه وویل:"اولیور کروندویل،  هغوی ووژل. " هغه پر کلیوالو غصه ؤ ځکه هغوی په جګړه کې له شاه سره مرسته کړې وه. 

زه غلی وم. ما فکر کاوه دا رښتيا نه دي. دغه جګړه ٣٥٠ کاله دمخه پېښه شوې وه ! ماته د خلکو عجیبه جامې، اوږده وېښتان ، په نغري کې د خوړو پخول او زاړه کورونه راياد شول. همدارنګه آسونه . 

ما په لوړ غږ وویل:" زه نه پوهېږم! ما خلک او کلی ولید! ما په کلي کې له ځنې کسانو سره خبرې وکړې ! سړي په چټکۍ سره ماته وکتل او بيا يې وویل:" ددې کلي په اړوند په زړه پورې کېسې شته. ددې کلي خلک، هر لس کاله وروسته يوازې يوه ورځ ژوندي کېږي. يوازي يوه ورځ! او بیا تر راتلونکي لسو  کالونو ورک وي".

 يوازې په دغه ورځ ته کولی شې دغه کلي پيداکړې.  خو ته باید مخکې له دې چې سهار شي له دغه کلي څخه ووځې، که نه نوهېڅکله به ترې ونه وځې. ما فکر وکړ ایا دا خبره رښتيا ده؟ کېدی شي. مېری ماته ویلي ول: «ته باید ولاړ شي.». زه پر هغې ګران وم. ما فکر وکړ چې هغې ویلي ول:«موږ باید خدای په اماني وکړو ». زه اوس  بوهېږم، هغه زما له امله  ډارېدله. زه بېرته کلي ته ستون شوم.  خو هلته کلي شتون نه درلود. ما هرې خوا ته کتل او راکتل خو د کلي درک نه لګېده. ما هلته یوازې ګلان او ونې ليدل.

 ما یوازې د مرغانو او شمال غږ آورېده. دا ډېره غمجنونکې ؤه. 

زه پر ځمکه کیناستم او په کړیکو کړیکو مې و ژړل. 

زه به هېڅکله دغه ورځ هېره نه کړم. مېري به تل زما په یاد وي او تل به ورسره مينه ولرم. 

اوس باید زه  يوازې دوه میاشتې نور صبر وکړم. کلي به بیا راپيدا شي. په دغه ورځ به بیا راشم اوهغه  به بیا پیداکړم،  خپله مینه،  هغه د تورواو  اوږدو وېښتانو لرونکې پېغله به بیا پیداکړم . زه به تر سهاره هلته پاتې شم . زه به له هغې سره پاتې شم.