طــنــز (شغال زمري ته شرم ور واړاوو)

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اندړ
شغال  دځنګله  له ټولواک ، خپلواک او زبرځواک زمري سره  دخپلې هوښيارۍ ،چاپلوسۍاو مکارۍ له کبله ډېر نږدې وو  او هم يې  له ځنګل څخه دخرس په شړلو کې له زمري سره مرسته کړې وه . زمري هم  شغال ته  ناز ورکاوو او سرې سرې بوټۍ به يې ورته تحفه کولې .
ددې لپاره  چې شغال ځان  ټولواک  ته  لا  وفادار او فرمانبردار  وښيي، نو د ګاونډي ځنګله  له اوسېدونکو څخه  يې ښه قوي،وفادار چاکران اونوکران  دټولواک دربار ته ور وستل چې دټو لواک لخواپه لوړو رتبو هم ونازول شول .
د شغال شيطانت، دغلبازي، مکر او حيله تر کلي  پوري ورسېده . دکلي  دخرو ،غويو اوپسو ګلې به يې  دځنګله باچا ته ور  وستلې ،  باچا به  هم ښه چاغ چاغ  پکې خوښول  او مزې به يې پرې کولې .  
د شغال دجادوګرۍ  اثر  آن دکلي په چرګانو هم پرېوت ، چرګانو بلا وهلوته خو هسي هم يوازي شعور ور په برخه شوی دی  او شغال چې به څه ورته ويل هغه به يې منل اوپه مينځ  کې يې داسي دبي اتفاقۍ نفاق  او دوښمنۍ سوراوربل کړ چې ببرو

او لغړوچرګانو يودبل ويني وچښلې  اوهم به  يې په خپلو مينځو کې ببر و  ببر  او لغړو  لغړ  وژل   او د شغال دقوم نسونه به  تر ابده غوړ وي .
شغال دځنګله پاچا ته  دهغه دباچاهۍ دپراخېدو زيری  ورکاوو  او دهغه اعتماديې پر ځان ښه ټينګ کړ.  دې صورت  الحال ډېر عمر دوام وکړ ،نور  نو دکليو  او ځنګلو ځناوران  دوينو په ډنډ کې اوسېدل .
شغال دومره غښتلی  او مغرور شو چې د پاچا دماڼۍ پر بام  يې ټوپونه او اتڼونه اچول اودهغه په لوښي کې به يې تل خاوري  ورتويو لې . د پاچا دصبر کاسه هم لبريزشوي وه ، له ډېر ه غضبه يې په سترګو دوينو  موجونه ور  واوښتل .  چاکرانو او نوکرانو ته يې امر وکړ چې دا سپين سترګی هرڅه عاجل حاضرکړي!چاکران او نوکران چې د شغال دشرارت له لاسه  نور تر دوو سپوږمو رسېدلي وو،   نو يې دپاچا غوږونه څه ور خلاص کړل شغال يې ور په ګوته کړ اوپه پسي ولاړل .
شغال يې د زمري حضور ته حاضر کړ، چې دزمري له وينو ډکو سترګو ته يې وکتل ، په بېړه  يې په پښو کې  په  څلورو ځان ور واچاوو ،دعمر د اوږ د والي  او دبا چاهي  د دوام  دوعايې ورته وکړه  . زمری  په قهر ورته وغورېده  اود بي احترامي علت يې ترې  وپوښتل . شغال ورته وويل:  دټولواک عمر دي  اوږد وي ، په ځنګله کې يو بل څوک  پيدا شوی او ځان د ځنګله پاچا بولي او ستا له پاچهۍ لا ولاکه خبر هم وي، ما خو په دې ډول تاسي عالي جناب  ته خبر درکاوو ! دزمري قهر يو پر دوه شو ، ورته ويې ويل : داسپين سترګی چيري دی ؟  په قهر  راولاړ شو، شغال ته يې وويل :دمخه شه  اودا ناولی راته وښيه چې چاره يې ور وکړم! ګيدړ دمخه  پاچا او هغه  دګاونډي  ځنګله وفادار چاکران اونوکران ورپسې شول .
شغال چې لادمخه ستراتېژي  ورته جوړ ه کړې وه،نو دغره په لور  روان شو.  دغره په لمن کې يې  يوه لوی غار ته اشاره وکړه، ټولواک دي ژوندی وي ! هغه دلته اوسي . مغرور زمري دناقصي ستراتېژ ي  له کبله په عجله په غار  ورننوت ، شغال ور پسي  شو، زمری چې ښه وړاندي ولاړ  غار تنګ شو او دبیرته راګر زېدو امکان يې نه  رلود . شغال ښه مطمين شوچې  د زمري  سر نور په غار کې ونښت ،نو دشا له خوا پرې ورسپور شو، شرم يې ور  واړاوو او خوند يې ځيني  واخيست .
سلام اندړ نارام
2011-07-08