زمونږ په ملک کې د نتيجې بشپړه معنا:

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد
دعلم نتيجه: د ښوونځيو سوزول، د مسلکي ښوونکو نه درلودل،د تعليمي سويي معيار راکښته کيدل او په ځينو سيمو کې هيڅ ښوونځي نه لرل.
د ماموريت نتيجه: بډې اخيستل او رنګارنګ پلمې کول
دمال او ثروت نتيجه: تور مارکيت دوامداره ساتل او په تور مارکيټ کې معامله کول
د هو ښياري نتيجه: چل او فريب، سازش او ............ د ناپوهى نتيجه: دنورو پيښې کول، يو دبل وژل،فساد ته وده ورکول، تورې په تورو کې پياوړي کول

د نادارى نتيجه: د مخدره موادو سره ا عتياد او د ټولنې بر بنډول..
د قوت نتيجه: دولتي ځمکې خر څول او ددولتي منابعو شخصي ګټه اخيستل
د پاکنفسي نتيجه: بهرني خيراتونه اخيستل او اعا نې پټول
د چا لاکى نتيجه: معتبري او ځان اوچت ګڼل
د چاپلوسي نتيجه: غوړه مالي او ...............او له هوسو نو ډکې دروغجنې ژمنې کول


په درناوۍ