شل او ړوند

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد
وايي چې يوه وچه بېد يا کې يو شل او يو ړوند يو ځاى شول. هلته اوبه نه وې، سيورى نه وه او د دواړو ژوند په خطر کې وه. ړوند لاره نه ليده او نه پوهېده چې کومې خواته ودانۍ او ابادي ده؟ شل ته لورى لودن معلوم وه، خو تللى نه شو او پښې ېې نه وې. دوى دواړه تر مفاهمې او موافقې وروسته په دې راضي شول چې شل ړانده ته بايد ور په شا شي، دى به هغه ته لاره ښيي

او هغه به ځي. په دغه ډول دواړه ودانۍ او ابادى ته ورسيدل او يخې اوبه، توده ډوډۍ يي پيدا کړه. نو که دغه شان د عمل يووالى په يوه ټولنه کې بې له کومې پلمې نه ايجاد شې او شخصي ګټې له ملي منافعو نه اوچتې ونه ګڼل شي طبيعي خبره ده چ

ې حتى ړوند او شل هم يو څه کولاى شى او د ژوندانه په ټولو برخو کې يوه بشپړ برياليتوب ته رسيږي.که نه زمونږ ولس خو ډير ستر، پيا وړي او پوره سياست پوهان لرى او په ډيره اسانۍ سره کولاى شي چې نور هيواد له تباهيو، مړينواو وژنو نه وژغوري او نور د ګا ونډيو نه لاس پريمنځي
په در ناوي