څو لنډې طنزي ټوکې

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

يو تن چې په بالون کې سپور ؤ او تر زيات مزل وروسته یوې سيمې ته ورسید چې نه پوهیده کوم ځای دی او چيرته دی. سترګې يې په یوه کرونده کې په یو تن ولګیدې او خپل بالون يې را ټيټ کړ او پر نوموړي سړي يې غږ کړ.
وروره ويلی شې چې زه چيرته يم؟
له لاندې څخه سړي ځواب ورکړ.
هو! ته لس متره پورته په بالون کې يې!
د بالون سړي په ځواب کې وويل:
داسې ښکاري چې ته هرومرو د کمپيوتر د چارو کار پوه يې؟
د ښکته له خوا سړي ځواب ورکړ:
هو! خو و دې نه ويل چې ته څنګه پوه شوې!
د بالون سړي ځواب ور کړ:

هر څه چې تا وویل له تخنيکي بلوه بیخي سم ول، خو زما په درد نه خوري!
د لاندې سړي وویل:
ته به هم باید هرومرو د کومې کمپنۍ مشر یا ریس وې؟
د بالون سړي وویل:
هو خو ته څنګه پوه شوې؟
د لاندې سړي وويل:
ته نه پوهيږې چې چیرته يې او چيرته ځې اوددې هیله هم لرې چې زه درسره مرسته وکړم، او اوس ته په هماغه حالت کې يې چې زما تر لیدو دمخه وې، او غواړې خپله ټوله ملامتيا هم پر ما و اچوې.


نصیحت

هيڅکله يو سړی په عينکو مه وهه، سړی باید په لوی او درانده څيز ووهل شي!
کله چې تر عملیات لاندې يې، پام کوه چې اخ ونه کړې!
هيڅکله داسې څوک ونه وژنې چې د ځان وژنې پريکړه يې کړې وي!



ډيرې مهمې پوښتنې

کله چې د یخچال ور بند وي نو څنګه پوهيږې چې په یخچال کې څراغ روښانه نه دی؟
ددې علت څه دی کله چې سړی یوې غلطې نمرې ته زنګ (تیلیفون کوي) وهي، تيلفون هيڅکله هم مصروف نه وي؟
آیا داسې هم کله شوي چې کب (ماهي) تږی شوی وي؟
که په خپل موټر کې د رڼا يا نور په چټکتيا سره په حرکت کې اوسې، څه به پيښ شی که د موټر مخکني څراغونه روښانه کړې؟
که د زيتون غوړي له زيتونو جوړيږي نو د ماشوم غوړي له څه جوړيږي؟
هغه دکان چې څلورویشت ساعته باید پرانیستی وي ولې قفل او زنجیر لري؟
په پرمخ تللو هيوادو کې ولې کله چې پوليس يو تن نيسې ورته وايې دا ستا حق دی چې د څه ويلو ډه ډه وکړې؟

ولې پوزه بهیږي او پښې بوی ورکوي؟
ولې قاتل اعداموي څو وښيې چې قتل یا وژل بد کار دی؟
دې کار ته څه وايې کله چې يو څوک د خودکار قلم پر دکمه فشار راوړي څو د قلم نوکه د لیکلو دپاره را بهر کړي؟