موږک . تلک او د کروندګر

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه د عبدالملک پرهیز

موږک د کروندې د خاوند په کور کې یو تلک و لید.

ولاړ او جرګ، پسه او غوايی يې ترې  خبر کړل.

ټولو موږک ته وویل دا ستا ستونزه ده

.

یو مار په تلک کې و نښته او د کور مېرمن يې و چیچله.

چرګ يې هلال کړ څو مېرمن ته ترې ښورا پخه  کړي. پسه يې هلال کړ څو د هغه کسانو دپاره چې د مېرمنې پوښتنې ته راتلل ،  خواړه پاخه کړي، غوايي يې هلال کړ څو د مېرمنې په اروا يې خيرات کړي. په دې ټوله موده کې موږک د دېول له سوري څخه دا هر څه لیدل او د هغه ستونزې په اړه يې فکر کاوه چې په نورو پورې يې اړه نه درلوده.