یو ښکلی طنز

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یو ښکلی طنز

ژباړه عبدالملک پرهیز

یوې انجلۍ کتاب پلوره  چې خپل معشوق يې و ليده چې د هغې په لور راځي، په دې وخت کې د انجلۍ پلار هم هلته نژدې ولاړ ؤ.

هلک ته يې وویل:

?

« غواړې هغه کتاب چې آلماني ليکوال يورګ دنیل لیکلی  او  «پلار په کور کې دی » نومېږي ، وپېرې؟!»

هلک وویل:« نه! زه غواړم هغه کتاب چې انګلیسي لیکوال توماس مونیز لیکلی او « چيرته دې ووینم ؟» نومیږي،  وپېرم.»
انجلۍ په ځواب کې وویل:« دا کتاب نه لرم ، خو  کولی شم تاسې ته د امریکايي لیکوال پاتریس اولفر کتاب « د مڼو تر ونو لاندې» وړاندیز کړم .»

هلک په ځواب کې وویل:« سمه ده ، خو آیا کولی شې د بلجیمي لیکوال ژان برنار « پنځه دقیقې وروسته اړیکه نیسم» کتاب، سبا ته راوړې؟! »

انجلۍ په ځواب کې وویل:« هو! په ډېره مينه، خو همدارنګه سپارښتنه کوم  د فرانسوي لیکوال میشل دنیل « هېڅکله به دې یوازې پرې نه ږدم » کتاب  هم ولوله!»

وروسته له هغې....

پلار وویل:« دا خو زیات کتابونه شول، آیا داټول به لوستلی وشي؟

انجلۍ وویل: « هو پلار جانه ، هغه یو هوښیار او هڅاند ځوان دی.»

پلار وویل: « سمه ده ، زما ګرانې لورکۍ ، نو چې داسې ده زه سپارښتنه کوم د هالندي لیکوال فرانک مرتینز « زه لوده نه یم» کتاب هم ولولي ! او ته هم بده نه ده د روسي لیکوال موریس استانکویچ  « د تره زوی سره  واده ته ځان چمتو کړه » د کتاب لوستل هير نه کړې!»