نور علی شاه ځلبلاند

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
 

{slide=غزل}
زما په ژوند کی دی داور بله لمبه کړه نجلۍ
که زما نه ئی دبل چا يی خدای دی مړه کړه نجلۍ
ته که هر چاته دورتللو نيت په زړه کی لرۍ
زما تر خولی که وينی تلی شنډان پری سره کړه نجلۍ
په واړه جرم خو دمرګ سزا څوک نه ورکوی
زه چه ستا مينی قتلوم تا تما شه کړه نجلۍ
ته دګلونو منځ کی څومره ښائسته ښکاريږی
ما داځغو په منځ کی وسوځه ايره کړه نجلۍ
تابه ويله رانه ولاړ شه دادی ولاړمه زه
ته په رڼا شوی ما پر ځان جوړه تياره کړه نجلۍ
په ليونيو خلګ خاندی ته هم خانده پرما
څيری ګريوان او لڅی پښی می ننداره کړه نجلۍ
تاته هر وختی (ځلبلاند) ترخی ګيلی درليږی
ځان سره وائی خدای دی هر ارمان پوره کړه نجلۍ

{/slide}{slide=غزل}
ستا مينه می زړه خورې ليونی به شم
ورک به شمــه ولاړ به شم پردی به شم
ته به راته ګورې زه به نه يمـــــــــــــــــــه
غيږ کی داسمــان يو تور لوګی به شم
نور به ستا دلاس نيـــــــــــــــولو نه يمه
لار کی به در لويږمــــــــــه اځغی به شم
رابه شي يو څــــوک سر به می ونيسی
مينه به شم ژوند به شـــــم زړګی به شم
بيا به پرهــــــــــــــــــ-ارونه راته وګنډی
جوړ به شمـــــه ګل غوندی سړی به شم
وبه څښم شبنم دګل پــــــــــــــه پاڼو کی
رنګ به شمــه خوند به شم غمی به شم
هر وخت (ځلبـــــلاند)ته خزانه مه وايه
نن اوکه سبا شــــــــــــــــو پسرلی به شم

{/slide}{slide=غزل}
تاچه مـــــــــــاته راکړی ګرانۍ هغـــــــــــه تقدير نه لرم
څنـــــــــــــــګه خوب می وليدی چه زه ئی تعبير نه لرم
سترګی می کړی پټي او خپل زړه می ورته وسپاری
چــــــا دی رانه وړې زه د هغـــــــــــــــــــــه تصوير نه لرم
هرڅو چـــــــــــــــه ګيلی هرڅو وعدی می ورته وکړلی
هسی رانــــــــــــــه ولاړه ويل زه خــــــــــــــو تغير نه لرم
ما سپوږمۍ ته خواست وکړې چه نن خو رڼا ډيره که
وويله مختــــــــــــــــــــــــه دسپين لمر خو تعثير نه لرم
پريږده (ځلبلانده) اوس نو هر څــــــــه چه چپه واوړي
زه اوس لکه جنـــګ په څنګ کی خيال دتعمير نه لرم

{/slide}{slide=غزل}

 
دځان قاتل يم پر ځان اور لګوم
دژوند په هر يو ارمان اور لګوم
نصيبه اوس خوبه بيغمه ئی ته
چه زه ديار پر پيزوان اور لګوم
په ما خو ټوله په سلګو کی تير شو
دا دغمو پر زندان اور لګوم
کله می يو خوا کله بل خوا يوسی
په دا بی سره طوفان اور لګوم
ئی (ځلبلانده) نور به نه وائی څه
نن دی پر څيری ګريوان اور لګوم

دځان قاتل يم پر ځان اور لګوم 

دژوند په هر يو ارمان اور لګوم

نصيبه اوس خوبه بيغمه ئی ته

چه زه ديار پر پيزوان اور لګوم

په ما خو ټوله په سلګو کی تير شو

دا دغمو پر زندان اور لګوم

کله می يو خوا کله بل خوا يوسی

په دا بی سره طوفان اور لګوم

ئی (ځلبلانده) نور به نه وائی څه

نن دی پر څيری ګريوان اور لګوم

 

{/slide}{slide=غزل}
ازله بيا دی نن ناکام بيا دی رســـــــــــوا کړمه زه
پس له مـــــــــــدو  وم په خنـدا تا په  ژړا  کړمه زه
ما  دخوبونو اوخيــــــــــــــــــــالونو منزل   وليدلو
دزړګئ درد له خپـــــــــلی لاری څه جدا کړمه زه
نور نو بيلتــــــــــــــونه ماله مه راځه زه يار نه لرم
خپلــــــــــــو يارانو په خوښيو کی سودا کړمه زه
څوک راته مه واياست چه زه په مينه نه پوهيږم
دمينی اور په سوځيـــــــــــــدلو کی تباه کړمه زه
دورکی لاری مســــــــــــــــــــــــافر يم منزل نه لرمه
تورو تيارو دتورو شپــــــــــــو سره اشنا کړمه زه
دماتی خولی زخمي زړګی سره به څـــــــه ووايم
ظاليمه بخته نن دی څنــــــګه يک تنها کړمه زه
ما (ځلبلاند ) ته خپل غمــــــونه راکولی نه شی
وائی چه څنــــــــګه ئی يادونه نيمه خوا کړمه زه
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

{/slide}{slide=غزل}
ګلا به ستا په ښکلـــــــــو پاڼو کی اځغی ماتوی
زما د پيغلو په لاســـــــــونو کی بنګړی ماتوی
موږته بهار دجنــــــــــــــګ له ويري راکتلی نشي
داور لمبۍ نازک ګلان دپسرلی مــــــــــــــــــاتوی
دغرونو غوندی درانه کاڼی ئی لاسو کی ګوری
ټول به پښتونه ستا پر سر اوپر تنـــــــدی ماتوی
زموږ دمستو ځوانو هيلـــــــــــــو ناخبره دی دوي
د اذادی په لاره تلونکی توريالی مـــــــــــــــاتوی
ستا په هر درد باندی خــوږيږو هم ژړيږو موري
له سوزه ډکی سوي چيغی دی زړګی مـــــــــاتوی
که چا را پورته کړی بيرغ د خپلـــــــــــواکی لپاره
هغه لاسونه بند په بند داليـــــــــــــــــــــونی ماتوی
ئی (ځلبلانده)رانه ولاړی مســــــــــافری نجونۍ
وائی خالــــــــــــــــــونه مو دزنی جنګيالی ماتوی
*****
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

{/slide}{slide=غزل}
ښکلی خــــــــو زړونه له قراره باسي
سړي دژوند لــــــــــــه هره کاره باسي
دغه عادت ئی داغيــار غوندی دی
سينه سوری کړی ځانته لاره باسي
مينه ئی رسی دجنــــــــــــــون تر حده
خو ليونی له خپلـــــــــــه ښاره باسي
له تورو زلفـــــــو نه ګلونه جوړ کړی
د حسن تږي له خمــــــــــــــــاره باسي
نن به ورځم دښـــــــــائستی په لوری
خپل حجابونه لـــــــه رخساره باسي
د محبت جنـــــــګ کی ناکامه شومه
څيری ګريوان می لــــه بازاره باسي
د (ځلبلاند) ملګری څلــــــــــــه کوی
دمرګ سزا درتـــــــــه رويباره باسي
*****
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

{/slide}{slide=ګودره}
زمـوږ د وران ګودر پر لوری ماځيــــــــــګره راشه
ډير می ياديـږی دزړه سره مســـــــــــــــــــافره راشه
دپايذيب شور شرنګ دبنګړو اتڼ دپيغلو نسته
نجــــــــــــــونۍ دي ټولي يادوی ئی بختوره راشه
هغـــــــــــه دښتی هغه غرونه په هر لوري چنارونه
خالی خالی ښــــــــــــکاری دمينی سوداګره راشه
هريو ستم د تو رتمونو ماښامـــــــــــــــــونه راوړی
زموږ په ژوند کی دخوښيـــــــــــــو جادو ګره راشه
تاته معلوم دی ستا په قدر خــو بس موږ پوهيږو
له موږ نه مه ځه ئی دورځی ژيړي لمره راشــــــــــــه
دمدو وروسته ستا راتلــــــو په انتظار کی اوسو
په کمه لاړی ئی د ســــــــــــــــولی ورک اختره راشه
زه (ځلبلاند)سهــــــــــــار ماښام په دا دوعا به يمه
زما نه مــــــــــــــــــــــــه ځه ئی زما خوږه ديلبره راشه
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

{/slide}{slide=غزل}
ښکلی غوندی يار راکړه : نور علی شاه ځلبلاند
مينۍ مينۍ وار راکړه
ښکلی غوندی يار راکړه
ډير يم ناقراره نه
يو دزړه قرار راکړه
چيرته چه خوښې اوسی
هغه لورته لار راکړه
ستړی له خزان يمه
ګل غوندی بهار راکړه
بله نشه نه غواړم
سترګو کی خمار راکړه
يارته چه می رسوي
ښه مخلص رويبار راکړه
پټ می له تيارو څه که
مست رنګين سهار راکړه
مينۍ مينۍ خواست کوم
ماته يو نګار راکړه
اوسي چه پښتون په کی
خپل افغان ګلذار راکړه
ويش که د ښارو راشي
ماته کندهار راکړه
وايم (ځلبلاند ) هميش
خدايه ښه واکدار راکړه
*****
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

{/slide}{slide=غزل}
بيا دشين اسمان غيږ کې غبار وينم
لاندې تر اورونـــو کندهار وينم
چيغې فريادونه مې تر خولې خيږي
سوځي په لمبو کی خپل ګلزار وينم
زه ددا وحشیانو سره څـــــــــه وکړم
خپل کور کې افغان پر سر ددار وينم
موږ دچا درنځ دارو درمــــــــــل وکړو
هر وګړی دلتــــــــــــه نن بيمار وينم
اوس به مې دا زړه کوګل کې وچوي
وينو په رنګ سور مـخ چې ديار وينم
ځکه د خپل ژوند په سر ســودا کوم
خاوره دغيرت کې چې اغـــــيار وينم
ستا لور ته کتلی اوس زه نــه شمه
هرځل په کتلو کې پرهـــــــــار وينم
ژوند دغلامی نــــــــــــه په توبو يمه
مرګ دآزادی کې اوس قـــــرار وينم
موږ خو (ځلبلانده ) نــــــشه کيږو نه
پروت د می خانې ساقي خمار وينم

نور علي شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبۍ

{/slide}{slide=د شهيد ليک}
مورې دوعــــــــــــــــاکوه په مخــــــــــــــــکې سفرونه لرم
په تور لحــــــــــــــــد کی به تنها تنها وختــــــــــــــونه لرم
تابه زما يوی اسويلی ته خپل زړه ټول خـــــــــــــــــوړلو
نن راته ګوره په سينــــــــــــــــــه ژور زخمــــــــــــــــونه لرم
موری زما هغـــــــــــــــــــــــه ماشومې لورته پام کوه ډير
دلوئيدلــــــــــــــــــــــــــو ئی په زړه کی ارمـــــــــــانونه لرم
ماه خو تر اوسه دچا مختـــــــــــــــــــــــه لاس نيولی نه ؤ
دا ولی زه پر خپـــــــــــــــــــــــــــــل بدن دومره داغونه لرم
دا زما په وينو زمــا په غوښو به څوک څه وکړی اوس
په مړی تن اوس دژوندو څخــــــــــــــــــــــــه سوالونه لرم
څنګه اسلام څنګـــــــــــــــــه وطن څنګه قانون دی دلته
زه خو انسان يم تر کعبی لوړ عظمتـــــــــــــــــــــــــونه لرم
ئی (ځلبلانده) هر ظالم جـــــــــــــــــــــــابر ته وايه داسی
ورځ دمحشر کی به دی غاړه کی لاســـــــــــــــــــــونه لرم
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبۍ

{/slide}{slide=څنګه ستړی ښکاری}
زماد ژوند ستړی ارمــــــــــــــــانه څنګه ستړی ښکاری
ټوټه ټوټه شو لی ګريوانه څنـــــــــــــــــګه ستړی ښکاری
دوخت ستم دوخت تورتم به تل زمـــــــــــــــــــــــــا ميلمه ؤ
ځکه ئی وئيستم له توانه څنــــــــــــــــــګه ستړی ښکاری
دفانی ژوند دخيــــــــــــــــــال ټالو کی ځنګيــــــــدمه به زه
يوه شيبه وه تر سهاره څنـــــــــــــــــــــــــــګه ستړی ښکاری
زمادژوند تنــــــــــــــکی باغچـــــــــــــــــــو ګلان ئی ورژول
سلګی می نه اوری اسمــــــــــــــانه څنګه ستړی ښکاری
زما وطن دزور ورو دجنګـــــــــــــــــــــــو ډګر شــــــــــــــــــــــو
هرڅه تالا شوله افغــــــــــــــــــــــــانه څنګه ستړی ښکاری
اوس به څه کيږی ربه موږ باندی خپل فضل کــــــــــــــوی
تياره تياره له هری خــــــــــــــــــوا نه څنګه ستړی ښکاری
ما (ځلبلاند) ته دوطن غمـــــــــــــــــــــــــــــــونه ټوله راکړی
هيواد می خلاص کړی له بد حاله څنګه ستړی ښکاری
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

{/slide}{slide=له پښتونه پښتانه بيلوی}
دغه راغــــــــــــــلي له سينی څخــــــــــــه زما زړه بيلوي
اوس له تاريخـــــــــــــــــــــه دافغان ستر پښتانه بيلوي
زما په خاوره زمــــــــــــــا په کور باندی اورونه پاشی
زما له سره اوس زما هســــــــــــــــــــــــــــکه شمله بيلوی
يوته خيبر بل ته کابل او بل ته کــــــــــــــــــــــــــوټه وائی
دخپل مقصـــــــــــــــــــــــــد لپاره سترګی او باڼه بيلوی
څوک دهشت ګر شو څوک طالب څوک دکافرملګری
دا دثيثه ده له پښتــــــــــــــــــــــــــــــــــــونه پښتانه بيلوی
ئی (ځلبلانده) دښامـــــــــــــــار خوله کی لاسونه وهی
قصابان ګرځی سر له تنــــــــــــــــــــــــــــــه په چاړه بيلوی
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

{/slide}{slide=غزل}
هسې مړاوی پروت يم غوړيدوته مې زړه نه کيږي
کلي د پردو کې اوسيــــــــــــــــدوته مې زړه نه کیږي
درد دمجبورۍ يمه نيـــــــــــــولی اوس تر ستوني زه
خوله مې ده تړلي ږغيــــــــــــــــدوته مې زړه نه کیږي
زما دخړو خـــــــــــــــاورو په کورو کې رقيبان اوسي
څه وکړم پرې نور؟ونړيدوتــــــــه ته مې زړه نه کیږي
توره رانه واخيستل غرور یې زمـــــــــــا په قتل کړی
غاړه کې تړلو زولنــــــــــــــــــــــــــــوته مې زړه نه کیږي
جنګ راوړي تيارې راوړي زخمــونه جنازي راوړي
ما چې په کې ســــــــوځي دا اوروته مې زړه نه کیږي
زه او ورور به يو دبل په وينــــــــــــــــــو کې غوټې وهو
کور کې دپښتون وسرو لمبـــــــــوته مې زړه نه کیږي
تل به (ځلبلاند )دخپل ملت سره جـــــــــــــوړه درومي
لاره چې یې بيلــــــــــــــــه وي وهغوته مې زړه نه کیږي
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

{/slide}{slide=غزل}
مخې ته مې راغلـــــــــه خوروانه شوه
ښــــــــــکلی لکه ګل وه پاڼه پاڼه شوه

نه کتل و ماته نور په سترګو کې
زما په محبت باندې پښيمانه شوه

زه د عشق له کوره څه تنها ولاړم
زما خونه په دا کلي کې ورانه شوه

مه وهه خپل سر اوس د کوګل سره
هيله دې زړګيه اوس ويرانه شوه

ژوند( د ځلبلاند) دی ورنيګړی کړی
خپل پردي نن ټوله ترې فير اره شوه
***
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبۍ

{/slide}{slide=غزل}
هغـه زمــوږ دکلی ښـــکلی هغـــــــه دنګه نجلۍ
له ډيره نازه چــــــــــــــــه به تلله ړنګه بنګه نجلۍ
زموږ دکلی په کوڅوکی خواوس نه ښکاريږی
په کمه لاړه هغه ګل غوندی خوش رنګه نجلۍ
هر ماځيګر به ؤ جوړ کړی په ګود ر کی اتڼ
دپايذيبونو شورما شورکی به وه شرنګه نجلۍ
توره تياره کی رانه ورکه شــــــــــوه په کمــــه لاړه
زموږ دژونددارمـــــــــــــانونو وه ملنګـــــه نجلۍ
وختـونه زموږ سره هر وخت دا ظلم څنګه وکړی
بيل کړی نژدی زموږ له کلی اوله څنــــګه نجلۍ
پيغــــلانو خوندو دشهيد لالی پر قبر ژړل
پرون ؤ تللی خو بيا رانغلی له جنګه نجلی
ستا (ځلبلاند) خوبه خپل سر وايي ستا په غيږ کی ايښی
دا پښتانه پيغور ورنه کړی د بی ننګه نجلی
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

{/slide}{slide=وياړلی کندهار لرم}
نه يمـــــــــــه کمزوری زه پر هر غليم ګــــــــــــذار لرم
ټوله نړي واوری زه وياړلی کندهــــــــــــــــــــــار لرم
دا خاوره کی اوسی توريالی او ننـــګيالی زلمئ
دلتــــــــــــــــه په داکور کی دابدال هوتک مزارلرم
زموږ پوښتنه وکړی د تاريخ مستـــــــو څپو څخه
هرظالم جـابرته لکـــــــــــــــــــــــــه غرداسی قرار لرم
دا ياغی سرونه به همـداسی هسک هوسيږی تل
زه دې کنـدهــــــــــــــــــــــــــــاره په بچيـــو افتخارلرم
زمـاو استقــــــــــــلال ته چې په کمه نور ونه ګوري
زه ملالــــــــــــــــه پيغله د اسيادغـــــــــــــاړی هارلرم
اوسم که نن زه دسرو اورو ډکــــــــــــــو کورونو کی
بياهم کندهــــــــــــــــــاره ستاپه هريوکاڼی وياړ لرم
غيږ(د ځلبلاند ) خوبه وايي ډکه له ګلــــــــــونو تل
وائی هر يو ګل وائی له جنګــــــــــه څخـــــه ډار لرم

نورعلي شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

{/slide}{slide=غزل}
زما وطن زما دوينو په سره رنګ جوړوي
له خپله راشی خو زما په کور کی جنګ جوړوي
ورورته دورور د سر قيمت په بيا نه کی ورکړي
وائی ددوی ددواړو توري عجب شرنګ جوړوي
توري پردی ئي زموږ و سترګوته نيولی وی تل
و هغه لورته زموږ لپاره لو يي ګړنګ جوړوي
چه چيرته سپينه ځمکه ووينی پری اور بلوي
ډيری لمبی په ډيرو زړو نو کی غورځنګ جوړوي
زما په کور کی و خپل ځانته ښی ماڼي جوړوي
مابه ورور د قبر خواکی خوار ملنګ جوړوي
زهر را شندی هرڅه راته تبا برباد کی
ځان سره وائی دغه زهر به لونګ جوړوي
ئي (ځلبلانده ) دا سرونه ټيټيدلی نه شي
چه هر يو سوځی پاته بل به ځان پتنګ جوړوي

نورعلی شاه ځلبلاند
سوئيلی پښتونخوا چمن
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

{/slide}{slide=غزل}
خاوره وم د سولي خو د جنګ په اور لمبه شومه

څه سپينه شمله وم خو په وينو باندی سره شومه

کور د غيرتونو وم ټاټوبی د قومونو وم
لمر غوندی رڼا ومه اوس څنګه توره شپه شومه
ز ما غيږه به ډکه وه په رنګارنګ ګلونو تل
توره سيلئ راغله چه بيديا د تور ځنګله شومه
ما خو ځنګوله د ملت غازيان ځانګو کی خپل
بخته ستا دلا سه اوس د مړو هديره شومه
نصيب که د تقدير وه خو زما په لاس کی نه وه
مور دی وم افغانه ستا په سترګو کی ميره شومه
ته چه به د ښمن لره په سوله که په جنګ ورتلي
زه به ستا تر پښو لاندي هم ستا سره ستنه شومه
اور که بليدی ئي (ځلبلانده ) زما پر سر به ؤ
ستا رنګه هم زه په سرو اورو ټوټه ټوټه شومه

نورعلی شاه ځلبلاند
سوئيلي پښتو نخوا چمن

 

{/slide}{slide=غزل}
غزل نو ر علی شاه ځلبلا ند
هر ه تياره زموږ د کلی پسرلی را وژنی
توری بلاوی هره ورځ ما ځيګری را وژنی
لکه چه نه پريږدی ژوندی ددا وطن غيږ کی
په تيره تيره توره د کور منځ کی هر سړی راوژنی
برا يه شپه راته ابدال په خوب کی وويله
سبا به بيا ددی وطن کم تو ريالی را وژنی
سپينه سپوږمئ د اسمان غيږ کی پټه پټه تلله
عا شقان نه پريږدی و صال ته هر زلمی را وژنی
په نيمه شپه يوی مو رکی په چغو داسی و يل
دا ظاليمان ز ما وجود ز ما زړګی را وژنی
په دا وطن کی ليو نيان ټو پک په لاس کی ګرځی
زړونه ئی نه سوځی هر ځوان ښځه کوچنی را وژنی
د ( ځلبلاند ) تر خولی را ووتی بی واکه چيغی
و طنه ستا د اذا دی هر جنګيالی را وژنی
نورعلی شاه ځلبلاند

سو ئيلی پښتونخوا کوئټه

 

{/slide}{slide=غزل}

 

پښتنه خور

 

د ظلم جبر انتها په کور راګډه سوله
څه ليونی غوندی بلا په کور را ګډه سوله
د رڼا ګانو په بانه ئی سره اورونه راوړه
د جنګ تياره له کومی خوا په کور را ګډه سوله
غليمه تابه زموږ کور ته څنګه کوږ کتلی
ژړا په دی ده چه جفا په کور را ګډه سوله
مرګيه لږ صبر خو وکړه بس درځمه غيږته
پښتنه خور می په ژړا په کور راګډه سوله
زه( ځلبلاند )لاس په دوعا يم ستا و درته ربه
زموږ د عمل کمه ګناه په کور را ګډه سوله
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

 

{/slide}{slide=داخغو مزل}

 
توره تياره ده پر اځغو مزل دی
لاره اوږده ده پر دښتو مزل دی
د خپل قسمت پوښتنه چانه وکړو
زموږ نصيب کی د تيارو مزل دی
ځوانان د خاورو غيږ کی ورک شی رانه
زړونه ئي ډک د ارمانو مزل دی
چا نه ګيله چانه پوښتنه وکړم
د ګران و طن څخه د تلو مزل دی
لاسونه پورته په دوعا کړی خلګو
د ا فغانا نو پر اورو مزل دی
د جدائي اورونو و سو ځلو
سهار ما ښام د هديرو مزل دی
د ځلبلاند تر ستر ګو او ښکی څاڅی
د ژوند له غيږی څه د تلو مزل دی
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

{/slide}