محمد شفيق «هېوادپال»

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=د ساز جامې}
د پورې كلي كوچۍ
نن يې هغه زړې خيرنې جامې بيا په تن وې
بيا يې د ښكلو سترګو
نظر زما په زړه كې لارې وكړې
لږه موسكۍ شوه په شا لاړه را ګوزاره شوله
خو د ښكلا ښاپېرو ونيوله پورته يې كړه
ما هم خپل ځان لكه شپونكى جوړ كړ
ګوتې مې ټينګې کړې پر خپلې شپېلۍ
او د كوچۍ د ښكلا
د خيال انځور لره مې
د ساز جامې واغوستې

د غويي ۲۰مه ۱۳۸۹لمريزكال، كابل، كليد راډيو

{/slide}