{slide=ډکه وه}
د ژوندون لاره د اغزو ډکه وه
د عقبا لاره د سجدو ډکه وه

ماپه سجدوکې هم سجدې کولې
هره شيبه مې د توبو ډکه وه

ما رسيدو ته ډير نفلونه وکړل
د توبې لارد تاعتو ډکه وه

چې مې زاهد  سره د زړه خواله کړه
د زاهدغيږ د انديښنو ډکه وه

ما په تندي کې خپل تقدېر لټوه
د تقدېر لار د کړاوو ډکه وه

چې سرمې جګ کړميخانه کې ومه
ميکده ټوله د پردو ډکه وه

ما فريادونه او کوکارې سرکړې
ټوله نړۍ د فريادو ډکه وه

سعيده لاره د مولا لټوه
د دنيا لاره  د حيلو ډکه وه
..............................
نجم الدين سعيدي
٢٩ - ٥  -٢٠١٢
م٠ کال

{/slide}

 

{slide=ته افغان ځوان}

ته افغان يي افغانيت باندي شـــــــــــــــــــــــــــــــرمېږی
څنــــــــــــــــــــــــگه ځوان یی انسانیت باندی شرمیږی
دهندی فلمو داستان درتـــــــــــــــــــــــــــــــه معلوم دی
دقران پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه تلاوت باندی شرمیږی
دخارجـــــــــــــــــــــــــــــــــــوپه سټایلو افتخارښه کړی
دسپین ږیری پـــــــــــــــــــــلارواسکټ باندی شرمیږی
جینکوپسی دی پښـــــــــــــــــــــــــــی شوی ټول تڼاکی
دجومات په لـــــــــــــــــــــــــــورورتگ باندی شرمیږی
***
هی هی ځوانه نه امـــــــــــــــــــــی شوی نه ملا شوی
نه دپلارپه امید لوی شـــــــــــــــــــــــوی نه دادا شوی
نه دی مینه سته قلم نه دکتـــــــــــــــــــــــــــــــاب سره
نه صوفی شوی نه ملک شوی نه کاکاشـــــــــــــــــوی
***
هسی گرځی ډوډی خوره لوی لـــــــــــــــــــــــډرشوی
اینده دی ټــــــــــــــــــــــــــــول بربات شودرپه درشوی
***
بله ورځ به ډیر افسوس کـــــــــړی وخت به تیروی
دماشوم توبو افسانی به درنــــــــــــــــــــــــــه هیر وی
***
داماغزه به دی هغه وخت شـــــــــــــــــــــی در خلاصه
چه څلوردی جینکی شی دوه دپاســــــــــــــــــــــــــــــه
***
بلی خــــــــــــــــــــــــــــــــــــوانه غریبی شی زورَ وره
هغه وخت به ته شـــــــــــــــــــــــــــــــی پوه گنده سره
چه ناری درپسی شی له هـــــــــــــــــــــــــــــــــره وره
بلی خــــــــــــــــــــــــــــــــــــوانه به مریضه بی ډاکټره
***
لاری بندی به هـــــــــــــــــــــــــــــــغه وخت شی په تا
چه لیلا درکره راشی پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه خندا
په سپیره کورکـــــــــــــــــــــــــــــــی دی شی نسی پیدا
***
بدحالت دی انسانان تری پناه غــــــــــــــــــــــــــواړی
له خپل خدای نه عفوه د خطا غـــــــــــــــــــــــــــواړی
هم دکلی له ملا نه دُعـــــــــــــــــــــــــــــــــــــا غواړی
***
ته هم پلار آزاروی هــــــــــــــــــــــــــــــــم ما شومان
هم مورله تا خوابده هم توړی گـــــــــــــــــــــــــــــــان
الفت- په تا شـــــــــــــــــــــــــرمیږی هم نورځوانان
سم سړی شه چه دی بولی هـــــــــــــــــر څوک ځوان
دا نصیحت په غوږو واوره گوره نشـــــــــــی بد گمان
تا خپل حق په ما اداء کړنوره لاړم خــــــــدای( پامان)
ـــــــــــــ

{/slide}

 

{slide=غزل}
لــــــــــــــــــــــــږه وخانده مسکۍ شه را ترغاړ ې
بلــــــــــــــــه راکړه يو خولګۍ ،  شه راتر غاړې
ښاماري زلــــــــفو کې بند په بند می ګير کړې
بيا دی واړوه کمڅۍ شه راترغــــــــــــــــاړې
خزان تېر شو دسپرلي په مــــــــوسم راغلې
نورې وسپړه   غـــــــــــــــوټۍ شه را ترغاړې
دحالاتو فاصلـــــــــــــــــــې که موترمنځ دي
مونږ به يوځای کړو کېږدۍ  شه را تراغړې
زه سهـــــــــــــــــار خولاپه مينه نه پوهېږم
ته دی لـــــــرې کړه نتکۍ شه راترغاړې
سهراب سهار

{/slide}{slide=غزل}
تخيېل کې مې هروختې جــــــــــــــــــــــــانان ګورم
ورځ خو تېره شي بيا شپه کې ارمــــــــــــان ګورم
غــــــــــمه نور څوک شته که يو زه دې کوربه يم؟
هـــــــــــــــر ې لورې ته چې  درد او خفګان ګورم
آه!  د سترګـــــــــــــــــــــو له کاسومې لارې وکړي
اوښکې څاڅې په ژړا کې امــــــــــــــــــــان ګورم
دا به زيری د پير ۍ وی نه پوهــــــــــــــــــــــيږم
چې دسر ويښته مې سپين شو عـــــيان ګورم
هسی نه  په دی ځــــــــــــــوانۍ ددنیا ولاړ شم
هـــــــــــــــــــــــرقدم چې مې بې واکه لړزان ګورم
نوره تمـــــــــــــــــــــــــــــه به دمينې په ژوند نکړم
هـــــــــــــــــــــره خوا چې ناهيلې می دځان ګورم
سهار لـــــــــــــــوى شو تنهايۍ کې تنها مري به
څنګ کې  نشته اوس په خيال کې جانان ګورم
سهراب سهار

{/slide}{slide=غزل}
ته خـوشاله زه خفه شومه له تانه
ســتا بدرنګې مينې کړمه پرېشانه
دمـودو،مودو چې زه په انتظار وم
تاپرژوند کړمه له ژونده پښېمانه
نه ميئن وم، نه دمينې په چل پوه زه
شوم دوکه دې په ادا باندې جانانه
ستادژوندخوشحالي بيادبل په څنګ ده
زه اوس سوځم لکه شمعه له خپل ځانه
نور سهـار دخپله سيوري امان غواړي
چې دوکه شو څو،څو ځل دخپل اشنا نه
سهراب سهار

{/slide}{slide=غزل}
چې په ژوندکې دې خپل نکړم مسافر شوم
د مــــودو، مودو بهر شوم مسافر شوم
په ګيلو به دې له ژونده پښېمـان کړم
بس له کلي چې بهر شوم مسافــــر شوم
دنازونوکرشمــودې په ارمــــــان يم
زه زخمي په خپل ځيــګرشوم مسافرشوم
چې د مور دغېږ نه لرې شوم ارمان کړم
دغريب په کور اختر شوم مسافــر شوم
چې خندا مـې سم په شونډو راخوره شي
په ژړاشمــــه اوترشوم مســـافرشوم
نو به ولی خپل ژوندون په ځان حساب کړم
نه سهار نه ماذيګر شوم مسافــــرشوم
سهراب سهار

{/slide}{slide=غزل}
شېبې مې د ژوند تېرې شوې بې ياره بې ديار
چې کله پر ځان پوى شومه په لاس وم د اغيار
له نن  څخه پرون ښه و هغه نه  لا کال مخکې
پر ژوند کې نور څه نشته بس سودا ده په بازار
نه ناز، نه کرشمه شته او نه مينه په محبوب کې
له  ډېرو سره  مل دى سود ترې اخلي خريدار
په هېچا باور نشته دى زړګى دې ترېنه ساته
چې ياردســلو يارشو هسې مــه کــــــــوه ازار
سهاره! يو ځان ښه يې ټول غمونه په زړه ساته
ستا مينه  ليونۍ  ده  باور  نشته  په راز  دار
سهراب سهار

{/slide}

{slide=څنګه يې هېرکړمه}
څوک موجــــــومات څـــــــوک موقـــــــــــــران سېزي
مسلم پاڅېږي په سجده کې مسلمـــــــــانان سېزي
زان پورې وتړي بمــــــــــــونه دجنــــــــــت په تمــــــــــه
ځان ته امت دمحمد وايي ايمــــــــــــــــــــــــان سېزي
څنګه يې هېرکړمه اوڅنګه پرې کړم ســـترګې پټې
چې په زانګوکې دماشوم بچــــي ارمان سېــــــــږي
اسمان نه لرې يو په ځـــمکه موهم نه پرېږدي څوک
دالوتکو په بمونو مو مــــــــــــــــــــــــــــــــــکان سېزي
ربه له تانه فرعـــــوني لښکرې غرقـــــــــــــــې غواړو
دغيراغيارو په لمسون افغـــــــــانستــــــــان سېزي

روښان قريشی

{/slide}

زیاتې مقالې …