{slide=غزل }
څوک بختوره په خندا ویده شي
څوک هم په تمه د آشنا ویده شي
څوک دوريښمو بالښت سرته کېږدي
څوک په وچ کاڼي د صحرا ویده شي
چې د سبا لپاره هیلې لري
هغه سر کیږدي په موسکا ویده شي
سترګه مې ستا لپاره وغړوم
سترګه مې ستا په خیال کې بیا ویده شي
خو چې په زړه باندې مې داغ پاتې دی
حصین به څنګه تر سبا ویده شي

{/slide}

 

{slide=ازاد نظم‏}
نه خو کوم غوث او نه ولی یم ربه
نه یم مادار او نه سخی یم ربه
نه غټ عالم اونه زاهد یم خدایه
نه ګناهونو نه خالی یم ربه
خو چه د خپل ملت غمونه ګورم

چه دا قتلونه او مرګونه ګورم
تنکی تنکی واړه واړه ماشومان
عمر خوړلی او زاړه انسانان
نه خو په ښار نه په کاله کی خلاص دی
نه هدیره نه جنازه کی خلاص دی
څوک یی د ځان پوری بمونه تړی
یو سل نفر د ځان سره ووژنی
څوک د بمونو او توپونو ښکار شی
دا خارجیان یی ښه پوره ووژنی
ورور په خپل ورور باندی پیسی اخلی
افغان خپل کور باندی پیسی اخلی
ستا په ښایسته ښایسته نومونو قسم
ربه دا ستا په صفتونو قسم
په هر بی وسه کس زه ډیر ځوریږم
په دغه خپل ولس زه ډیر ځوریږم
ددی مظلومو خوارو زارو یتیمانو په نوم
ددی بیوسه دی بی کسه انسانانو په نوم
دا ستا دربار نه زه عاحز دغه یوسول لرمه
ددی یو نیم میلون شهیدو انسانانو په نوم
زمونږ دا غریب زمونږ دا خواران کړه نو په خیټه ماړه
دا یتمان دا مزدوران کړه نو په خیټه ماړه
زمونږ هیواد ته سوکالی او امنیت راوله
ربه یو څو کاله خو دلته هم راحت راوله
زمونږګناهونه راته اوبښه ای ګرانه ربه
زما ګرانو خلکو ته ای ربه نو رحمت راوله
نور مو ساتنګه ده له دی توری کړۍ مو خلاص کړه
دی ګاونډیانو اچولی له زندۍ مو خلاص کړه
زمونږد خلکو دا روزی نوره په سوله کی کړه
زمونږ دا خواری او غریبی نوره په سوله کی کړه
ای پاکه ربه ازادی او خپلواکی غواړمه
په دی نړۍ خپلو خلکو ته ښادی غواړمه

{/slide}

 

{slide=غزل }
جانانه که خطاوی خطا بس ده
مین سره دی نوره جفا بس ده
کاروان دتمد ن له مونږه تللی
ملګروتصمیم نیسی غوغا بس ده
افغانه نوردی مات دغزا ډول کړه
تر څنګ د همت ډول کړه غزا بس ده
پیغام دازدۍ مو محصورښکاري
په مات وزر کی قفس کی هو ا بس ده
زما دعشق استازی ارمان وایی
وبال یمه جانانه سزا بس ده
چی لمر یی دلاسه کوی میرویسه
همدومره دګلپاڼی ژړا بس ده

{/slide}{slide=غزل }
ایله می اور د زړګي مړ شو
چی اشنا می راته پړ شو
دخیرو اثرمی ګوره
په رخسار یی اوربل جړ شو
چی دیدن ته می منشه شوه
څو مره ښه شو چی جکړ شو
چی طالع می شوی بیداری
رقیب هم په خاورو خړشو
دمیرویس مینه پخه شوه
چی یی تورباندی ککړ شو

{/slide}

 

 

{slide=هيواد}
زمـوږ وړوکی  هيواد
شو مو له لاسه برباد
په خپلــه لاسه رانه
ويران په نوم د جهاد
ډير فرصتونه موږ نه
شولـو د بل په مفاد
حکومـتدارۍ  د کرزي
څو غله ماړه کړل هم ښاد
د پوهي کـــــدر زموږ
پردي ملکونه کړل شاد
دا بــــهرني يرغلګر
بيرته روان دي ناښاد
ارمانه! ولـــې ژاړې؟
وطن مو لګي تند باد

داکتر ايمل ارمان

قصبه، جلال اباد

{/slide}

زیاتې مقالې …