"د خولې اور"

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ملک او خلکو ته خپل
امانت کار که شي
یو ايماندار که شي
یو خدمتگار که شي
ښه د باور به شي
عادل داور به شي
باتور رهبر به شي
ښه منور به شي
یو ښه افغان به شي
لکه امان به شي
که شي راپورته کوم څوک
د پرگنو هم رنگه
که ملک ژغوري له جنگه
د اشغالگر له چنگه
د ترقۍ له پاره
د خپلواکۍ له پاره

د بل په زور که راشي
لکه سور اور به راشي
نه به يې رنگ خپل وي
نه يې نیرنگ خپل وي
نه يې پیام خپل وي
نه يې کلام خپل وي
نه يې قیام خپل وي
نه يې نظام خپل وي
نه به يې سر خپل وي
نه يې سپر خپل وي
قدرت او تخت به لري
خو ډیر کم وخت به لري
د پرگنو له زوره
د خپلې خولې له اوره
که غر شي هم نړیږي
دستار يې هم غورځيږي
تاریخ یې هم توریږي
رنگ به يې هم زیړیږي
عقل بې سر ته را شي
چې مرگ يې در ته راشي
خوب کې به ویني غدار
چې يې چيچلی ښامار
نصرته پام دې نیسه
پام دې کلام ته نیسه
ځان دې ساته له اوره
د غلامۍ له توره

٢٢.١٢.٢٠٢٣
زلمی نصرت
دنمارک