رواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى 

  

پښتو رسم، پښتو ڼګ دی پښتو پت دی

په پښتو که پښتون پوه شي پښتو وکړي

پښتو دود دی د پلرو پښتو غیرت دی

پښتانه که لږ غیرت په پلرو وکړي

 

پښتو مینه ورورولي اصل نصب دی

پښتو مینه د وطن ده آزادي ده

پښتو ده غزیزولي پښتو ادب دی

پښتو لوړ همت غرور دی آبادي ده

پښتو ځانته ښوونځی ځانته مکتب دی

چې پښتون له پښتو وځي بربادي ده

 

پښتون تل ولاړ په ڼګ او په عزت دی

څه سیالي به یې بل قام د جرګو وکړي

 

که څوک پورته یو قدم په محبت کړي

پښتانه به په جرګو باندې ورځي

ریاکاران په ځان حرام د خدای جنت کړي

پښتانه به په پښتو باندې ورځي

هر پښتون د بل پښتون ڼګ او غیرت دی

د ڼګ ځای ته په ڼګو باندې ورځي

 

د پښتون هر یو سلوک جوړ له غیرت دی

رسوا کېږي څوک چې خیال د بدو وکړي

 

پښتو زده کړه پښتو پوهه درناوی دی

پښتو حق رښتینولي د ژوند د چارو

پښتو سوله امنیت او پوهاوی دی

پښتو تل پښتون ساتي له بدو لارو

پښتونواله ماتول لوی سپکاوی دی

پښتو کلک جواب ورکړی د بد کارو

 

پښتو علم دی کولتور دی معرفت دی

پښتانه که علم خپل په پښتو وکړي

 

پښتو وايي آزادۍ او استقلال ته

پښتون ځکه غلامي نه شي منلی

درناوی کوي پتمن دغه کمال ته

پښتون بل ته سلامي نه شي کولی

که څوک وګوري خیرن پښتون جمال ته

پښتون هسې حرامي نه شي منلی

 

پښتونواله صداقت او محبت دی

غافلان که شي راويښ توجه وکړي

 

خو افسوس افسوس زمونږ په پښتونواله

پښتانه له خپله حاله خبر نه دي

وروسته پاتې دي له علمه له کماله

اولادونه یې بې کسبه بې هنر دي

کور او کلی یې تقسیم دی وطنواله

پښتانه یې راوېشلي لر او بر دي

 

هسې رنګه ژوندون مونږ ته خجالت دی

مـشران د قام دې غم د بچو وکړي

 

اوس لا ځینې ځینې نوي نوکران دي

په پیسو باندې خرڅ شوي خدمتګاره!

منکر شوي په نامه د لوی افغان دي

په ښکاره یې د پردو نیولې لاره

دښمنان د لوی پښتون پښتونستان دي

نظریات یې شیطاني او ډک له عاره

 

ستر هدف یې د افغان دښمن خدمت دی

پښتانه به يې چاره چارو وکړي

 

 

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۶ پیښاور
نن د حـــــــــــــالاتو له ناخـــوالو ژړیدلی یـمــــــه 
د زمــــــــــــــــانــــی له بی دردانو کـــړیدلی یمــه
هغه پتنـــــــــګ یم چې له کـــــور او له دیاره لری
چې د بیلتون په سرولمـــــــــــبو کې سـوځیدلی یمه
خلاص می له لو می د وسواس کړه لیونتوبه راشه
چې څلـــــــــــــــور لار کې د اوهامو دریدلی یمه 
زه هغه پاڼه په چمــــ-ـــــــــــــن د ارمانو کې یمه 
چې د خزان د راتلو مخـــــــــــکی غورځیدلی یمه
ما نه پښتنه زمــــــــــــا د حال او د احوال مه کوه
زه د خـــپل قام په درد و غم کې کړیدلی یــــــمه 
که په حضـــور کې می غلیم شرم و حیا نه کوی 
ځــــــــــــــکه چې زه له پښــتنی برم لویدلی یمه 
خلاصـــــه لا نه وي ، یو غــوټی د ارمانونو زما
چې په ګلـــشن د ارمـــــــــانو کې ، رژیدلی یمه

 

 

سید عبیدالله نادر

کال۱۳۷۷پیښاور

سوله ده مونږ ته ضرور

راځئ تیارو کې مه ځئ

کاڼو اغزو کـــې مه ځئ

خپی به مــو ژوبلـي شي

په سنــــګرو کې مه ځئ

لږ په ځان ورحمـــــیږئ

په تورتمــــو کې مه ځئ

ډغری خورئ به تر څـو 

شاړو میرو کې مــــه ځئ

د تورتمــــــــــونو شپه ده

په ادیرو کې مــــــــه ځئ

لاره آوره ګــــــــــــورئ

په کنډوالو کــــــې مه ځئ

د لــــــــــیونو په شان یي

په سر د غرو کې مه ځئ

عصر دی دعلم او عرفان

نو په ځنکلو کې مه ځئ

علم نه خوند پورته کړئ

په مــــغارو کې مه ځئ

په خپــــله طرخه وکړئ

پردي نقشـــو کې مه ځئ

لاره د حــــــــل وګورئ

په ویرانو کـــــــې مه ځئ

اغیار کمین کې دي ناست

په اشــــــــارو کې مه ځئ

مـــدنی ژوند کړئ اختیار

قطار د خرو کې مه ځئ

ژر شئ بدلـــــــون راولئ

ناز و نـــــخرو کې مه ځئ

ســـوله ده مونږ ته ضرور

په مـــــــورچلو کې مه ځئ

 

 

 

 

 

 

 

اور دی
اور دی
د زړه اور دی
د عشق زور دی
په گوگل کې، چې تاویږي، را تاويږي
نه مړ کیږي
نه سړیږي
نه ودریږي
لا گرمیږي
لا خوټیږي
لا پخیږي
هټکرۍ په کې ماتیږي
ویلې کیږي
سرې لمبې ترې پورته کیږي
د پنجرو نه یې مرغان لکه سپرغۍ په هوا کیږي
هوااخلئ، هوا نیسي
جگو غرو په لور خوځیږي
هلته،هلته د خپل خیل سره یو کیږي
هلته، هلته سنگر کیږي
 په لوړ غږ بیا داسې وایې
" د ډهلي تخت هیرومه، چې را ياد شي
زما د ښکلی پښتونخوا د غرو سرونه"

 بیا هغه وختی ارام شي
دلارام شي
 چې، ازاد پښتونستان شي
چې، ازاد بلوچستان شي.

۱۵.۱۲.۲۰۲۳
زلمی نصرت
دنمارک

یو خيال دی
خورا سپیڅلی او زلال دی
د لمر او د سپوږمۍ پر لور
د پرواز یو خیال دی
داسې خیال دی
چې، کله را ياد شي
جذباتي شم
غرور را کې پیدا شي
د نیکمرغۍ احساس وکړم
 او په فضا کې سپينې کوترې راته په نڅا شي
روح مې هم خوشاله او هوسا شي

بې له هغه،هر څه را ته
بې مانا شي
بې لاس او بې پا شي
بې صدا شي
بې هوا شي
بې ښکلا شي
بې رڼا شي
ارامتیا او هوش مې، هم رانه کډه وکړي
بې کسه شم
نا هیلې شم
تنها شم
بې پنا شم
غریب شم
بې نصیب شم او
ایمان مې هم نيمگړی شي
که څه هم خورا گران دی
 خو تر لاسه به شي
لیکن،
سر ښندنه غواړي
قرباني غواړي
ودریدل غواړي
برید غواړي
لکه تندر
لکه طوفان
لکه سیلاب
لکه بریښنا
قوي ایمان او باور غواړي
جنگیدل غواړي
ساتل غواړي
حفاظت غواړي
حراست غواړي
د بد خواهانو له ناپاکو لاسو څخه
د غلام ابن غلامه څخه
د هغه چا نه، چې درناوی یې نه کوي او مرگ يې غواړي
د ژوند تر پایه به ورته جنگیږم
تا ته وایم
"ای د ازاد خاورې"

٠٩.١٢.٢٠٢٣
زلمی نصرت
دنمارک

زیاتې مقالې …