موسیقي زموږ د ښې روغتیا لپاره څنګه کار کوي؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په تاسو کي ښايي کوم چا دغه متل اورېدلی وي، چي «موسیقي د روح غذا ده.» زموږ ورځنۍ تجربې دا مني، خو ایا دا د ناروغیو لپاره هم ګټوره ثابتېدلای سي؟

ایا ستاسو د خوښي موسیقي اورېدل ستاسو پر روغتیا او بدني فعالیت ښه اغیز کولای سي؟ په دې اړه سائنس پوهان په دوامداره توګه زموږ پر پوهه زیاتوالی راولي. 

د بېلګي په ډول په نیویارک کي مېشت «لیوئیس آرمسټرانګ سینټرفار موزیک اینډ هلیت» په ۲۰۱۳م کال کي تر زېږېدلو ۲۳ اونۍ یعني تر خپل ټاکل سوي وخت ترمخه د ۲۷۲ ماشومانو روغتیا او لومړنۍ کړني څارلي دي. 

د بېلا بېلو روغتونو د کوچنیانو په وارډونو کي د ترسره سوي یادي څېړني له مخي، هغو ماشومانو ته، چي موسیقي او د مور په ږغ کي سندري ورږغول سوې، نو نه یوازي دا ماشومان ارام ویده سول، بلکي د هغوی د زړه دربی هم لږ کړ او هغوی د نورو ماشومانو په پرتله له روغتون څخه ژر رخصت سول.

 

څېړونکی او د څېړنیزې مجلې «موزیک او درمل» مسئول مدیر جواین لوويي وايي: «دا خبره په ثبوت رسېدلې ده، چي له عملیات خوني څخه نیولې بیا تر کورنۍ درملني پوري موسیقي د ښې روغتیا په برخه کي لوی لاس لري.«

 نوموړی په دې باور دی چي «موسیقۍ د انسانان د ژوند په اوږده لار کي د ژبي په پرتله څو برابره مهم رول ادا کړی دی.« 

تر ټولو لومړی، ږغ

د پرمختګ په هنداره کي د ژوند لیدونکی لیکوال ظفر سید له دویچه ویله سره د خبرو پرمهال وویل: «نوي څېړني ښيي، چي له اویا زرو کالو انسانان له خبرو کولو سره بلد دي، خو موسیقي له څو پېړیو راهیسي زموږ په جذباتو ښکاره کولو او د ویني په منظموالي کي بنسټیز رول لري او که چیري داسي نه وای نو نن به زموږ او ستاسو د دماغ ډېره مهمه برخه، چي ریوارډ سیسټم نومیږي له منځه تللې وای.«

هغه زیاتوي «له بله پلوه موږ د مور په نس کي تر ټولو لومړی د هغې د زړه د غورځېدلو ږغ اورېدلی دی، نو ویلای سوو، چي زموږ د اورېدلو حس د تال په اورېدلو سره پياوړی سوی دی. 

له دې څخه تاسو قضاوت کولای سی، چي موسیقي زموږ په وجود کي څومره ژوري ريښې لري، له دې سره سره د موسیقۍ دایره دومره پراخه ده، چي په نړۍ کي هیڅ داسي کلتور نه سته، چي هلته دي موسیقي نه وي. همدا سبب دی چي د موزیک روغتیا پالان د بېلا بيلو ناروغیو په درملنه کي له موسیقۍ څخه ګټه اخلي.« اوس دلته دا پوښتنه راولاړیږي، چي موسیقي زموږ پر روغتیا او ذهن څه اغیز لري او موخه يې څه ده؟

موسیقي زموږ پر دماغ او روغتیا څه اغیز لري؟

د «برټیش ایسوسېشن آف موزیک تهراپیسټ» یو غړي کلیرمیډوک په دې اند دی: «موسیقي د اوریدلو پرمهال د انسان د دماغ ډېرو برخو ته د ځان رسولو وړتیا لري، هغه په لاشعوري ډول بیداروي، موسیقي د انسان په وجود کي هغو لوړو او ژورو ته ځان رسوي، چي عادي خبري هغو برخو ته د رسیدو او پوهیدو وړتیا نه لري یعني دا یوازی زموږ دماغ نه دی، چي د موسیقۍ تر اغېز لاندی راځي، بلکي د زړه پر غورځېدو اود ویني پر فشار هم موسیقي خپله اغېزه ښندي.« 

د ۲۰۲۱ م کال د مارچ میاشتي پر ۳۰مه نېټه د هارورډ میډیکل ښوونځي په مجله کي په دې اړه یوه څېړنه خپره سوې ده چي سرلیک يې دی: «موسیقي ستاسو پر زړه څه ډول اغیزه لرلای سي» چي په دې څېړنه کي د یادي څانګي تصدیق سوي نیورو میوزیک ډاکټر براین هاریس داسي وايي: «د مځکي پر مخ بېله موسیقي څخه ماسوا بل داسي شی نه سته، چي ستاسو ذهن پر حرکت راولي.«

 نوموړی د یو څو بېلګو تر وړاندي کولو وروسته لیکي: «ښايي د کوم سبب له مخي د دماغ یوه ځانګړې برخه کار پرېږدي، خو د ذهن په پېچلې نړۍ کي ځینې نورې برخې بیا فعالي وي. 

د موسیقۍ ډاکټر کولای سي، چي په یوې لږي پاملرني سره د انساني ذهني نړۍ هغي برخي ته ځان ورسولای سي، چي د عادي خبرو او اړیکو له لاري هوري ځان رسول ناشونی کار دی.«

د موسیقۍ په واسطه د کومو ناروغیو درملنه کېدای سي؟

جیسیکا ګین د لویدیځ اونټاریو په پوهنتون کې د عصبي ناروغیو ډاکټره ده. هغه د «ایا موسیقي لکه درمل کارکولای سو؟» تر پورته سرلیک خپرولو لاندي د یوشمیر حوالو ورکولو وروسته د پارکینسن یو مثال وړاندې کوي. پارکینسن یوه داسي عصبي ناروغي ده چي ناروغان خپل بدن نه سي کنټرولای.

د هغې په قول: «ان که چیري ناروغان په منظم ډول موسیقي نه اوري، دوی په حیرانتیا سره په خپل بدن باندې قوي کنټرول لري. په دې اړه موږ نورو څېړنو ته هم سترګي په لار یوو.«

دویچه ویله اردو څانګي سره په خبرو کي د لاهور روغتون ډاکټرعثمان علي وايي: «د اروايي ناروغیو درملنه په موسیقۍ یوه عامه خبره ده، د عصبي د بېلا بيلو ناروغیو او دماغي ټکرونو او هیري ناروغیو د روغوالي په خاطر په اکثرو روغتیايي مرکزونو کي ځانګړي د موسیقۍ مرکزونه سته، چي ښايي له ګټي يې هیڅوک انکار ونه کړي.« 

په یونیورسټي کالج دانارتهه کي د هنر او روغتیا علومو څیړونکی او پروفیسور ډاکټر ذوالفقار وايي: «ښکلي هنرونه په مایوس حالت کي انسان ته ډاډ ورکوي.«05:39

د دویچه ویله اردو څانګي سره د خبرو پرمهال نوموړي زیاته کړه: «دې موضوع ته له بلې زاویې کتل کېږي. خو موسیقي یا د ښکلو هنرونو هره بڼه د ټولني درملنه ده، نو څومره چي ټولنه خوشحاله وي په همهغه کچه به د انفرادي ژوند امکانات هم چمتو وي.« 

د هغه په خبره »دا یوه داسي درملنه ده، چي هیڅ لګښت او هیڅ څنګلوري ستونزي نه لري، دا درملنه له هره پلوه زموږ روغتیا ته ګټه لري بېله دي چي موږ وځوروي.«