که ویټامین ډي مو کم وي څه درسره کېږي؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

که په بدن کې مو ویتامین ډی کم وي، نو عضلې او پلې مو کمزورې کېږي.
نن سبا، ډېر خلک د ویتامین ډي له کمښته شکایت کوي. د ویتامین ډي ګولیو یا تابلیتونو تولید هم په یوه نړیواله سوداګرۍ اوښتی دی.
ځينې وايي، که د لمر له وړانګو ویتامین ډي اخیستلی شو نو ګولیو کارونې ته څه اړتیا ده؟ خو کولی شو په یوه لمریزه ورځ کې په پارک کې وګرځو او ویتامین ډي واخلو؟
د بي بي سي خبریال جستین رولیت د انګلستان د ست بارس روغتون کې له ډاکترې مارلین دروس سره خبرې کړي او لومړی یې ترې پوښتلي د ویتامین ډي کمښت بدن ته کوم تاوان رسوي؟
"که په بدن کې مو ویتامین ډی کم وي، نو عضلې او پلې مو کمزورې کېږي. په زیات عمره کسانو کې د ویتامین ډي کموالی نه یوازې د لوېدو په صورت کې د هغو د هډوکو ماتېدو سبب ګرځي بلکې دوی تر نورو کسانو ډېر لوېږي."
هغه سینګار چې روغتیا ګواښي

حمید حسن: که روغتیا مې ښه نه شي نړیوال کرېکټ پرېږدم
روغتیا: د پیچکارۍ پر ځای بې درده پټۍ
یانې د ویتامین ډي زیات کمښت کولی شي زموږ د هډوکو د خرابوالي سبب شي؟
"کله چې د ماشومانو هډوکي وده کوي دوی دې ته اړتیا لري چې هډوکي یې غښتلي او تکړه وي. که مو هډوکي کاږه یا کمزوري وي، نو د دې مانا داده چې تاسو د هډوکو د ودې لپاره پوره منرالونه نه دي تر لاسه کړي.
که کمزوري هډوکي پوره ویتامین ډي ونه لري، کږېږي. ښايي تاسو د داسې ماشومانو انځورونه لیدلي وي چې هډوکي یې کاږه او منحني شکله وي. دا ماشومان د هند په څېر تودو هېوادونو او برتانیا په څېر نسبتاً سړو هېوادونو کې لیدلی شئ. خو دا ستونزې یوازې په ماشومانو کې نه راڅرګندېږي، بلکې لویان هم چې ویتامین ډي یې کم وي د هډوکو د ماتېدو او خوږېدو له رنځونو کړېږي او هډوکي یې درز مومي. "

که کمزوري هډوکي پوره ویتامین ډي ونه لري، کږېږي.
ماښام چې تیاره وي او لمر نه وي یا د ژمي په څېر وخت کې چې بدن مو لږ ویتامین ډي اخلي، د انسانانو بدن کولی شي د ویټامین ډي کمښت په بل ډول پوره کړي؟
"جوته ده چې موږ په یوه ښه جغرافیایي سیمه کې ژوند نه کوو. ځکه زموږ هېواد (بریتانیا) کال په ډېرو فصلونو کې د لمر وړانګو ته مخامخ نه وي. همدا شان زموږ هېواد کې ورېځې زیاتې وي او وریځ ځمکې ته د لمر وړانګو د رسېدو مخه نیسي. زموږ هېواد سوړ هم دی او په سړه هوا کې ځانونه پوښو، که څه هم تیاره پوټکي د لمر وړانګې په ویتامین ډي نه بدلوي خو څېړنو ښوولې چې د لمر وړانګو اخیستلو په برخه کې سپین او تور پوټکی چې په یوه جغرافیايي ځای کې ژوند کوي، یو ډول دي.
خو د پوټکي له رنګ پرته نور لاملونه ښايي د ويتامین ډي په جذبولو کې ګټور وي. د بېلګې په ډول په فضا کې د لمرینو وړانګو شته والی او دا چې څنګه کولی شو د لمر وړانګې واخلو. لس دقیقې د لمر وړانګو ته کېناستل بس دي ځکه نو د پوټکي ډېر ډاکتران د لمر وړانګو ضد کریمونو د کارولو سپارښتنه کوي چې پوټکی مو د لمر له وړانګو خوندي وي. که له یوې خوا د لمر له وړانګو د بدن ساتل مهم دي خو له بلې خوا د لمر وړانګو ته اړتیا لرو چې د اړتیا وړ ویتامین ډي تر لاسه کړو. "

که مو په بدن کې ویتامین ډي پوره هم وي د ګولیو خوړل تاوان نه لري
خو دا تشه جبرانېدلی شي ؟ مثلا د ویتامین ډي ګولیو یا تابلېتونو کارول، فکر کوئ چې د دغو ګولیو کارول د سمندر غاړه کې لمر ته د څملاستلو او لمر وړانګو اخیستلو په کچه ګټور دي؟
"که څه هم دومره ګټه نه لري خو هغه ناروغان چې په بدن کې یې ویتامین ډي کم دي موږ هڅه کوو دا تابلیت ورکړو چې ویتامین ډي یې عادي کچې ته ورسېږي، خو د دغو تابلېتونو د کارونې له امله ناوړه اغېزې هم شونې دي. لومړی باید ووایم که دا ګولۍ زیاتې وخوړلې شي، ښايي تاوان ورسوي. خو که هغه کمې وي او د ورځې دوې ګولۍ وخورو نو ستونزه نه پېښوي. که په بدن کې مو ویتامین ډي پوره هم وي د دغو ګولیو خوړل تاوان نه لري ځکه هغوی ویتامین ډي زېرمه کوي او د اړتیا په صورت کې یې کارولی شو. که ویټامین ډي مو کم وي نو دغه ګولۍ منظمې، دوامدارې، د یوې ټاکلې کچې او وخت په چوکاټ کې وکاروئ."