منځني ختیځ ته د ولادیمیر پوتین کمساری بهرنی سفر

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین متحده عربي اماراتو او سعودي عرب ته په یوه کمساري بهرني سفر تللی و.

ګمان کېږي، ښاغلی پوتین د اماراتو له مشر سره د غزې او اوکرایین جګړې او همدا راز د تېلو پر تولید بحثونه کړي دي.

متحده عربي امارات اوس مهال د ملګرو ملتونو د اقلمي بدلون اته وېشتمې سرمشریزې یا کاپ ۲۹ کوربه دی.

ښاغلي پوتین د مارچ له میاشتې راهیسې کله چې د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) د هغه د نیولو امر صادر کړ، ډېر لږ له روسیې وځي. ټاکل شوی نوموړی د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د ایران له ولسمشر سره هم وګوري.

ای سي سي پر هغه په غیرقانوني ډول روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د وېستلو تور لګولی، چې جنګي جرم بلل کېږي. خو متحده عربي امارات او سعودي عرب دا محکمه په رسمیت نه پیژني.

د روسیې ولسمشر په اګست کې په سویلي افریقا کې د برېکس او په سپټمبر کې په هند کې د جي۲۰ سرمشریزې او ځینو نورو نړیوالو غونډو کې له ګډون کولو ډډه کړې.

دا سفرونه په داسې حال کې کېږي چې روسیه لېواله ده او هڅه کوي، د دغه هېواد د منزوي کولو لپاره د لویدیځ هڅې کمزورې کړي.

په متحده عربي اماراتو کې د ښاغلي پوتین تود هرکلی د سپرو سرتېرو او د ګولۍ ضد موټرو له کاروان سره وشو، په داسې حال کې چې الوتکو په اسمان کې د روسیې بیرغ په رنګین لوګي رنګ کړی و.

د روسیې مشر د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان ته ویلي، "زموږ اړیکې بې سارې کچې ته رسیدلي دي."

سوداګري او تېل په متحده اماراتو کې د بحث وړ موضوعات دي. د کرملین له خوا په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي متحده امارات "په عربي نړۍ کې د روسیې اصلي اقتصادي شریک" دی.

د روسیې ولسمشر له عربي متحده اماراتو وروسته سعودي عرب ته تللی او له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره چې د دغه هېواد اصلا واکمن دی، لیدلي دي.

له محمد بن سلمان سره د تلویزیوني خبرو په ترڅ کې ښاغلي پوتین هغه ته د لیدنې لپاره مسکو ته بلنه ورکړه.

ښاغلي پوتین ویلي "هېڅ شی زموږ تر منځ د دوستانه اړیکو د پراختیا مخه نه شي نیولای."

د سعودي ولیعهد ویلي، د دوی دوه اړخیزو اړیکو "په منځني ختیځ کې د ډیرو کړکېچونو په کمولو کې مرسته کړې ده."

د روسیې او سعودي عربستان د مشرانو ترمنځ د لیدنې پر مهال د روسیې د چیچن جمهوریت جنجالي مشر رمضان قدیروف هم لیدل شوی دی.

د کرملین چارواکو اعلان کړی، ښاغلی پوتین د پنجشنبې په ورځ د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره د غزې د جګړې په اړه خبرې کړې.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرایین له یرغل راهیسې، ولادیمیر پوتین یوازې د اوکرایین له نیول شویو سمیو، ایران او چین څخه لیدنه کړې ده.