بامیانو کې یو افغان او درې بهرنیان وسله‌وال برید کې وژل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړه چې ددې ولایت په مرکز کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ځینې بهرنی سیلانیان او سیمه‌ییز خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي‌بي‌سي ته په بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید خبر تایید کړی.

ښاغلي قانع پر اېکس (پخوا ټوېټر) هم چې لیکلي، نن مازدیګر د بامیانو ښار کې پر عامو خلکو ډزې شوې،‌ چې یو افغان او درې تنه بهرنیان پکې وژل شوي او درې افغانان او څلور بهرنیان ټپیان شوي دي.

ښاغلي قانع د وژل شویو بهرنیانو هویت نه دی په ډاګه کړی.

خو بي‌بي‌سي ته د رسېدلو معلوماتو پربنسټ، درې وژل شوي بهرنیان د اسپانیا دي. په ټپیانو کې یو بهرنی د اسپانیا، یو د اسټرالیا، یو د ناروې او یو د لیتوانیا دی.

عبدالمتین قانع وايي، امنیتي ځواکونو د وژونکو موندل پیل کړي او تر اوسه په دې قضیه کې د ښکېلتیا له کبله څلور کسان نیول شوي.

عبدالمتین قانع زیاتوي، د طالبانو حکومت دا جنایت په ټینګه غندي او د وژل شویو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښيي او ډاډ ورکوي چې پېښه کې ټول ښکېل مجرمان به ومومي او د خپل عمل سزا به ورکړل شي.

بي‌‌بي‌سي ته یوې سرچینې د برید انځورونه راستولي چې د تونس موټر څنګ ته دوه مړه پراته دي.

تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډ‌لې یا چا نه دی منلی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدا راهیسې په افغانستان کې پر بهرنیانو ډ‌ېر لږ وژونکي بریدونه شوي دي.

په وروستیو درېیو کلونو کې بامیان طبیعي ښکلا بهرني او افغان سیلانیان ور جذب کړي دي.