پکتیا کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښتې؛ د مرګژوبلې رپوټونه هم ورکړل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د رپوټونو له مخې د افغانستان په سویل ختیځ پکتیا ولایت کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له تېرو څو ورځو راهیسې په وقفه‌يي نښتو کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده.

ویل کېږي دغه نښتې تېره دوشنبه تر هغې وروسته پیل شوې چې د پاکستان سرحدي ځواکونو غوښتل د پکتیا د اریوب ځاځي ولسوالۍ اړوند سپینه شګه کې پر ډیورنډ کرښه د یوې مخکینۍ فرعي لارې څارلو لپاره امنیتي کمرې ولګوي، خو طالبانو یې مخه نیولې ده.

بي بي سي هڅه وکړه‌ چې د دغو نښتو په تړاو افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو نظر واخلي، خو هغوی په دې اړه څه ونه ویل.‌

ځايي اوسېدونکي بیا وايي د پکتیا په ځاځي اریوب او ډنډ او پټان ولسوالیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وقفه‌يي نښتې دوام لري چې معمولآ د ورځې لخوا کمې خو د شپې بېرته ډېرېږي.

ویل کېږي په دغو نښتو کې له دواړو خواو درنې وسلې هم کارول شوې.

د دغو نښتو ځینې ناتایید شوې ویډیوګانې هم پر خواله رسنیو خپرې شوې دي.

د پاکستان له اړخه رپوټونه دا دي‌ چې د درنو ډزو په تبادله کې یو سرتېری وژل شوی او اته نور ټپيان دي.

همدا راز د کرښې پاکستاني لوري ته د سرحدي چارو یو کارمن او په ترې منګل سیمه کې د یوه ملکي کس د ټپي‌ کېدو خبر هم ورکړ شوی دی.‌

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال افتخار خان وايي، پاکستاني چارواکي په دغو نښتو کې طالبانو ته هم د درنې مرګژوبلې د اړولو ادعا کوي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت رسمي سرچینو او پکتیا کې د دوی ځايي چارواکو که څه هم تر اوسه د نښتو او مرګژوبلې پخلی نه دی کړی، خو د عبدالحمید خراساني په نوم د دوی د "ناصر بدري" قطعي مشر چې وايي له خپلو ملګرو سره د "پاکستان خلاف جګړې" لپاره د پکتیا سرحدي سیمو ته تللی، پر خپله اېکس پاڼه تېره شپه ځینې ویډیوګانې خپرې کړې چې د پرله پسې ډزو غږونه پکې اورېدل کېږي.

هغه همدا راز ډنډ پټان کې د یوه جومات تصویرونه هم خپاره کړي، چې ظاهرآ د پاکستاني ځواکونو د توپونو په ډزو کې زیانمن شوی دی.

ځايي خلکو افتخار خان ته ویلي چې دغو نښتو ډیورنډ کرښې ته نږدې پرتو خلکو کې ویره خپره کړې او ځینې کورنۍ ان بې ځایه شوې هم دي.

ازاد خبریال طاهر خان هم د خواله رسنۍ یوه پیغام کې د وروستیو نښتو له کبله د خرلڅۍ لار د تړل کېدو خبره کړې.

هغه د دې یادونه مې کړې چې د دواړو خواو ملکي او پوځي چارواکي پر دغو نښتو غلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان سرحدي ځواکونو لخوا مخکې هم په وار وار پکتیا، پکتیا، خوست،‌ ننګرهار، کندهار او نورو سیمو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې شوې دي.‌

پاکستاني چارواکي تور پورې کوي چې ټي‌ټي‌پي وسله وال له افغانستان ور اوړي او د دوی د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا نه مني، چې پاکستاني طالبان دې په افغانستان کې وسله وال حضور او فعالیت ولري.

د تورخم لار تړل کېدل
پکتیا کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو د طالبانو او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو له رپوټونو سره هممهاله تازه پاکستاني چارواکو ویلي، چې له ننګرهار سره پر ډیورنډ کرښه تورخم دروازه سر له ننه درېیو ورځو لپاره د پلي خلکو تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.

پاکستاني لوري ویلي دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې دوی دغلته د دوی اړخ ته د نادرا دفتر چې د سفري اسنادو او ویزو د کتلو مسوولیت لري، له اوسني ځایه بل ته لېږدوي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو ستره لار ده چې هره ورځ پرې زرګونه کسان او پر سوداګریز توکو بار موټرونه اوړي راوړي.

خو دغه لار هم وخت ناوخت د سرحدي شخړو او نورو مسایلو له کبله ورځې ورځې تړلې وي.