د ایران ولسمشر د الوتکې لوېدو رپوټونه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د ایران پارلمان کې د ختیځ اذربایجان استازي محمد رضا میرتاج الدیني وايي، "د ولسمشر لېږدونکې چورلکه تر اوسه نه ده موندل شوې" او دا چې د نوموړي د سلامتیا په اړه لا احوال نشته.

محسن منصوري د ابراهیم رئیسي اجرایي مرستیالImage caption: محسن منصوري د ابراهیم رئیسي اجرایي مرستیال
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي جرايي مرستیال محسن منصوري ویلي، چې تر پېښې وروسته د ولسمشر د لېږدونکې چورلکې له یوې سپرلۍ او د الوتنې کادر سره اړیکه ټینګه شوې ده.

هغه دا څرګندونې د لټون سیمه کې د ایران خبر شبکې سره مرکه کې کړې.

ښاغلي مصنوري وویل "د ولسمشر چورلکې ته له پېښې یو هیله بښونکی ټکی دا دی چې د چورلکې له یوې سپرلۍ او د الوتنې له یوه کادر سره اړیکه ټینګه شوې – او دا ښيي چې د پېښه د شدت کچه لوړه نه ده."

تر دې مخکې د کلیبر یوه استازي ویلي وو چې د چورلکې له سپرلیو یوه سره هم اړیکه نه ټینګه شوې.

ښاغلی مصنوري وايي، درې چورلکې په حرکت کې وې، چې د ولسمشر له لېږدونکې الوتکې سره د اړیکې له پرې کېدو وروسته دوو نورو چورلکو لنډه موده د هغه لټون کړی، خو د خرابې هوا له کبله اړ شوې چې سیمه پرېږدي.

هغه ویلي، د دې ځای دوه کیلو مترو پورې سیمه کې کې لټون کېږي او هیله شته چې خلک ته "د خوښۍ خبر" ورکړ شي.


سعودي عربستان او عراق له ایران سره مرستې ته چمتووالی وښود
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس اعلان کړی چې دغه هېواد له ایران سره د ولسمشر ابراهیم رئیسي د بې درکه شوې چورلکې د لټون په عملیاتو کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د دغه رپوټ له مخې د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د دې پېښې په اړه رپوټونه له اندېښنو سره تعقیبوي.

عراق هم له ایران سره د لټون عملیاتو کې مرستې ته چمتووالی ښودلی.

د عراق حکومت په یوه اعلامیه کې خپل کورنیو چارو وزارت، سرې میاشتې او نورو اړوند ادارو ته امر کړی چې له ایران سره د ابراهیم رئیسي د چورلکې د لټون او موندلو په عملیاتو کې مرسته وکړي.

هممهاله د ترکیې بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې دا پېښه په خواشینۍ سره څاري او د ایران ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ته د سلامتۍ هیله ښيي.

ترکیې دا هم ویلي چې د لټون او ژغورنې عملیاتو په ملاتړ کې یې ځینې ګامونه اخیستې دي.


وحیدي: مرستندویه ځواکونه د هوا خرابوالي له کبله تر اوسه د پېښې ځای ته نه دي ورسېدلي
د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، مرستندویه ځواکونه د خرابې هوا او سختو لوخړو له کبله تر اوسه په پام کې نیول شوي ځای ته نه دي رسېدلي.

هغه د وروستي وضعیت په اړه وویل: "په دې ځای کې ځنګل دی او د ډېرو شدیدو لوخړو له کبله لید هم ستونزمن دی. خو ځواکونه تر اوسه په سیمه کې حضور لري او هیله من یو چې پام وړ نقطې ته ورسېږي او خلک پیدا کړي."

د ایران د حکومت ویاند: هېڅ نوی خبر نه لرو
د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي چې تر اوسه د ابراهیم رئیسي د چورلکې غورځېدو په اړه "هېڅ نور خبر" نشته.

ښاغلي بهادري جهرمي زیاته کړې: "سخت او پیچلي شرایط تجربه کوو. دا د ایران د خلکو او رسنیو حق دی چې د ولسمشر د چورلکې په اړه وروستي خبرونه ورسره شریک شي، خو د پېښې د ځای ځانګړتیاو او د هوا شرایطو ته په کتو تر دې دمه هېڅ نوی خبر نشته دی."

له دې سره د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقر هم ویلي چې د پوځ، سپاه پاسداران او انتظامي قومندانۍ ټول امکانات، تجهیزات او ظرفیتونه د ابراهیم رئیسي او له هغه سره د ملو کسانو د چورلکې د موندلو او مرستې رسونې لپاره کارول شوي دي.


د طالبان حکومت: هیله من یو د ایران ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ملګري یې وژغورل شي
طالبان

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې، چې پر اېکس پاڼه یې خپره شوې، ویلي چې دوی د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي، بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د هغوی د نورو ملګرو د لېږدونکې چورلکې د برخلیک په اړه رپوټونه په هیله منتیا سره څاري.

په دې اعلامیه کې هیله ښودل شوې چې ژغورنکې ډلې د ایران د ولسمشر او د هغه د سفر ملګرو پر ژغورلو بریالۍ شي.

علامیه وايي "د افغانستان اسلامي امارت په دغه سخت وضعیت کې د ګاونډي ایران له حکومت او ورور ملت سره ولاړ دی.".


سپینه ماڼۍ: ولسمشر بایډن سره خبرونه شریک شوي
سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر جو بایډن ته د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي د لېږدونکې چورلکې د پېښې خبر ورکړ شوی دی.

تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د لېږدونکې چورلکې د نامالوم وضعیت په اړه د رپوټونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی په دې 


رویټرز د یوه ایراني چارواکي له خولې: د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ژوند په خطر کې دی
یوه ایراني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د چورلکې له پېښې وروسته د ولسمشر ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د رپوټ پر بنسټ دغه ایراني چارواکي ویلي: "تر اوسه هیله من یو. خو د پېښې له ځایه چې کوم مالومات راځي ډېر اندېښمنوونکي دي."


د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي لېږدونکې چورلکه تبریز ښار ته پر لاره د پېښې ښکار شوې. هغه له اذربایجان سره پر سرحدي 'ارس' سیند د رغول شوي 'قیزقعله سي' بند پرانستې ته تللی و.
د ایران د ختیځ اذربایجان ولایت د ورزقان او جلفا سیمو ترمنځ عمومي محدوده کې "دیزمار ځنګل" د پېښې اصلی ځای بلل شوی دی.
له هغه سره چورلکه کې بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د تبریز والي او امام جمعه هم سپاره وو.
د نامناسبې هوا، سختو لوخړو او د شپې را رسېدو له کبله د هوا له لارې د لټون عملیات نور ممکن نه دي.
ګڼو مرستندویه ډلو او ډرون الوتکې سیمې ته استول شوي، خو د پېښې ځای ته نه دي رسېدلي.
د ایران د اساسي قانون ۱۳۱مې مادې پر نبسټ که د دغه هېواد ولسمشر مړ کېږي، نو د ستر مذهبي مشر د هوکړې له مخې به د ولسمشر لومړی مرستیال د هغه واکونه او مسوولیتونه پر غاړه اخلي او د استازو مجلس، د قضائیه قوې د رئیس او د ولسمشر د لومړي مرستیال په غړیتوب شورا به دا ډاډمنوي چې په حد اکثر ۵۰ ورځو کې نوی ولسمشر وټاکل شي.


امریکا: خبرونه په غور څارو
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د لېږدونکې چورلکې د نامالوم وضعیت په اړه د رپوټونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی "په غور سره" دغه خبرونه څاري.

هغه زیاته کړه "دمګړۍ ویلو ته نور څه نه لرو."


د ایران د ولسمشرانو چورلکې او هوايي پېښې
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د لېږدونکې چورلکې پېښې د هغو نورو هوايي پېښو یاد هم راتازه کړی چې د ایران پخواني ولسمشران ورسره مخامخ شوي وو.

د ابوالحسن بني صدر او محمود احمدي نژاد چورلکې هم د دوی د ولسمشرۍ پر مهال له پېښو سره مخامخ شوې وې.

د ۱۳۵۹ هجري لمریز کال د زمري/اسد پر ۲۵مه د ایران د لومړني ولسمشر 'بني صدر' چورلکه له پېښې سره مخامخ شوه.

د ایران د اسلامي انقلاب مشر روح الله خمیني تر دې پېښې وروسته نوموړي ته لیکلي وو "دا معجزه ډوله عنایت پر دې دلالت کوي چې تاسې او ملګري مو د اسلامي هېواد خدمت کې رښتیني وئ او یاست به."

د ۱۳۹۲ کال د غبرګولي/جوزا پر ۱۲مه بیا د محمود احمدي نژاد لېږدونکې الوتکه د البرز غرونو لړۍ کې د پېښې ښکار شوه خو سپرلۍ ته یې زیان ونه رسېد.

هغه پر ځمکنۍ لار د یوه تونل پرانیستې لپاره دغه ځای ته روان و، خو لېږدونکې الوتکه یې د پروژې ځای ته نږدې له پېښې سره مخامخ شوه.