با لښت کي مي سرکیږده د مزي خبری وکه
ځما سره د خپل میني تودي خبری وکه
هغه ورځی را یا د که چی یو بل مو ولید ل
ځما عذ ر و زاری د خپل نخری خبری وکه

نور په ضمیمه کې

 


موسمونه چې تل ځي راځي بدلېږي
د وخت خپل ځواکمن اغېز په کې چلیږي
د جهان دهستۍ راز پټ دی خوځښت کې
تمتیا نشته هر څه وړاندې ځي بهېږي

عبدالملک پرهیز

د ژمي د ها شپو په مجلسو کې څومره خوند ؤ
د دیو او ښاپېریو ها قصو کې څومره خوند ؤ
یادېږي ماته هغه اوږدې شپې او تورتمونه
په ټنګ او په ټګور د ها حجرو کې څومره خوند ؤ

زیاتې مقالې …