په ننګرهار کې د بازمحمد عابد د خدمتونو نازونه وشوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجینیر فضل هادي فضلیار

په ننګرهار کې د نړۍ اونيزې د ادارې لخوا د هېواد د پياوړي ليکوال، شاعر، او درانه شخصيت بازمحمد عابد د ادبي خدمتونو په وياړ يو شاعرانه او سندريز بنډار جوړ شو .

دغه بنډار چې د چهارشنبې په شپه د يون نېټ ورک په انګړ کې جوړ شوى و ، د ماښامنۍ له خوړلو وروسته پيل او د سهار تر ٣:٠٠ بجو يې دوام درلود.

په بنډار کې د ننګرهار ، لغمان ، کونړ ، کابل ، غزني ، ميدان وردګو او د هېواد د نورو سيمو له ليکوالو، شاعرانو، او فرهنګيانو سربېره ، له کوزې پښتونخوا څخه راغلو مېلمنو ډاکټر احمدشاه يوسفزي او ګوهر يوسفزي هم برخه لرله .

لومړى د نړۍ اونيزې کتونکي او په ننګرهار کې د يون نېټ ورک مسئول شريف الله ناصري مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه ، ورپسې د نړۍ اونيزې مسئول مدير انجينر فضل هادي فضليار د پرانستونکې وينا په ترڅ کې د پښتو شعر او ادب په ډګر کې د بازمحمد عابد په ترسره کړو خدمتونو رڼا واچوله.

وروسته د نجيب الله نايل لخوا په لاندې لنډۍ سره شاعرانه او سندريز بڼدار پيل شو :
د نيمې شپې سندرې خوند کړي
څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه
چې د هېواد د تکړه سندرغاړي بيدار پاچا او د هغه د هنري ډلې لخوا په کې د عابد صيب غزلې له موسيقۍ سره زمزمه شوې.

د سندريز بنډار په ترڅ کې د ګډونوالو په غوښتنه ځاى ځاى بازمحمد عابد صيب خپلې غزلې په خپل غږ کې هم اورولې.

په ناسته کې د پښتو کتابونو د چاپ په برخه کې د صميم ادبي ټولنې د مشر عطاالله حيران د خدمتونو يادونه هم وشوه او د نړۍ اونيزې د تېر خپرنيز کال کلکسيون ورته ډالۍ شو.

په دغه شاعرانه او سندريز بنډار کې د سيدعبدالله نظامي ، شفيع الله تاند ، توريالي جلالزي ، معين سهار ستانکزي ، دلدار شينواري ، ډاکټر اورنګزېب ، هجرت الله ايوبي ، ډاکټر حشمت الله نعيمي ، تميم جبارخېل او ګڼو نورو ملګرو لخوا بازمحمد عابد ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې شوې.