د هلمند په ترافيکي پېښه کې ۵۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې په هلمند ولایت کې د يو مسافروړونکي بس، د تېلو یو ټانکر او یو موټرسایکل په ټکر کې ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۸ تنه نور ټپیان دي. ځايي چارواکي وايي پېښه د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د مارچ ۱۷مه) سهار وختي شوې د

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان په هلمند ولایت کې د طالبانو د والي وياند، محمد قاسم رياض، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دغه ترافيکي پېښه د یکشنبې په ورځ سهار وختې شوې ده.

هغه وویل: «د هغو معلوماتو پر اساس چې موږ تر اوسه ترلاسه کړي، ۲۱ کسان مړه شوي دي.» ویاند زياته کړه چې دغه پېښه «نن سهار وختي د یو مسافروړونکي بس، د تيلو یو ټانکر او یو موټرسایکل تر منځ رامنځ ته شوې ده.»

رياض په سر کې ويلي وو چې په پېښه کې ۱۱ تنه نور ټپيان شوي خو وروسته د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړ چې د ابتدايي معلوماتو پر اساس ۳۸ تنه ټپیان شوي دي.

د هلمند د ترافيکی ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي دی چې دغه پېښه د ېکشنبې په ورځ د کابل-هرات او کابل کندهار د لويې لارې په اوږدو د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې ده. 

اسوشيېتد پریس د هلمند د ټرافيکو ادارې د يو چارواکي قدرت الله له قوله وايي چې، لومړی یو موټر سایکل له مساپر وړونکي بس سره ټکر وکړ چې ورپسې له مقابل لور څخه راتلونکی د تېلو يو ټانګر هم ورسره وجنګېد. هغه زیاته کړه چې د پېښې په تړاو تحقیقات ادامه لري.
 
د هلمند د پولیسو ویاند، حضرت الله حقاني، وويل چې د ۳۸ ټپیانو له ډلې ۱۱ تنه ېې چې شديد ژوبل شوي، روغتون ته انتقال شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ادارې ېې پر ټولنیزې رسنۍ انځورنه خپاره کړي چې پکې سوځيدلي موټر، پر سړک پرتې ايرې او د تيلو ټانکر کابين چې د ټکر له کبله چیت پيت شوی، ليدل کيږي. پر فېسبوک نورو خپرو شوو انځورونو کې بيا ښکاري چې د پېښې ځای ته ګڼ شمېر خلک راغلي دي.

په افغانستان کې ډېری وخت دا ډول خونړۍ ترافيکي پېښې رامنځ ته کېږي، چې عمده دلایل ېې د موټرچلونکو بې احتیاطي، پر ترافيکي قوانینو ته نه پاملرنه او د سړکونو خرابوالی په ګوته کیږي.

د ۲۰۲۲م کال په دسمبر میاشت کې د سالنګ په تونل کې د تیلو یو ټانکر اور اخیستی وو چې له کبله ېې د پېښې ځای ته نژدې مساپرو له ډلې ۳۱ کسان مړه او په لسونو نور ټپيان شوي ول.