مسکو؛ د موسیقۍ یوه تالار کې د ډزو پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي، له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې امنیتي ادارې وايي، د پلازمېنې مسکو په یوه مرکزي تالار کې د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.

د خواله رسنیو په هغو ویډیويي کلیپ کې چې بي بي سي تائید کړی، لیدل کېږي چې لږ تر لږه څلور داسې کسان چې کموفلاج کالي یې اغوستي د کراسنوګورسک کرکیوس ښاري تالار کې پر خلکو ډزې کوي.

د روسیې دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ځايي نندارچیان د موسیقۍ یوه کنسرت پیل ته منتظر و، چې پېښه رامنځته شو او وروسته د تالار چت هم اور واخیست.

رپوټ کې ویل شوي، اوس دا چت د نړېدو په حال کې دی. د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا ''یو ترهګریز برید'' بللی دی.

په تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د تالار له ودانۍ لوګې خېژي او لمبې پرې بلې دي. د روسي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې ځینې کسان اوس هم په تالار کې ایسار دي او د پېښې ځای ته ۷۰ امبولانسونه استول شوي دي.

د روسیې فدرالي امنیتي ځواک (ایف ایس بي) مسوولین وايي، ځانګړي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا پېښه وغندي، چې دا یې ''شیطاني جرم'' بولي. نوموړې وايي: ''د خلکو ژغورنې لپاره په ټول وس او توان سره هڅه کېږي.''

د مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې: ''زه د پېښې قربانیانو له خپل-خپلوانو سره خواخوږي څرګندوم.''

د روسیې رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، د موسیقۍ د دې کنسرت لپاره ۶۰۰ ټکټونه پلورل شوي وو. روسي چارواکو له پېښې وروسته په هوايي ډګرونو او تمځایونو کې امنیتي تدبیرونه نور هم سخت کړي دي.


بل لور د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند جان کیربي د دې پېښې د تصویرونو له لیدو وروسته ویلي، ''دا تصویرونه بوږنونکي دي او لیدل یې خورا سخته چاره ده.'' نوموړي زیاته کړه: ''څرګنده ده، زموږ خواخوږي د دې ډېر، ډېر بوږنونکي برید له قربانیانو سره دي.''

د یادونې ده، چې په مسکو کې د امریکا سفارت د روانې میاشتې په لومړیو کې خبرداری ورکړی و، چې ښايي ''سخت دریځو'' په نژدې وختونو کې مسکو کې د برید پلان درلود.

د مسکو دا برید له هغه څو شپې وروسته کېږي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د شپږ نورو کلونو لپاره د روسیې ولسمشر په توګه وټاکل شو او بل لور په اوکرایین کې د روسي ځواکونو یرغل دوام لري.

د اوکرایین د ولسمشر ولودیمر زېلینسکي یوه سلاکار ویلي، هېواد یې له دې برید سره هېڅ تړاو نه لري.