لبنان کې د ملګرو ملتونو ۳ څارونکي ټپي شوي؛ غزه کې د عرب سوله ساتي ځواک د رامنځته کېدو وړاندیز

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو اسرائیل سره پولې ته نږدې په یوه برید کې د خپلو دریو څارونکو او د هغوی د یوه ژباړن د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د لبنان دولتي خبري اژانس وايي، چاودنه د یوه اسرائیلي ډرون د برید پایله کې رامنځته شوې، خو د اسرائیل پوځ یې د مسوولیت له منلو انکار کړی.

لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو ویلي، دغه کسان رمیش سیمه کې هغې کرښې ته څېرمه پر پلې ګزمه بوخت وو، چې د لبنان سویل او اسرائیل سره جلا کوي.

په دې وروستیو کې دغلته د اسرائیل او لبنان ترمنځ پر غیر رسمي پوله د کړکېچ له ډېرېدو سره رامنځته شوې ده.

دوی زیاته کړې چې پر سوله ساتو بریدونه د منلو نه دی.

دا پېښه داسې مهال شوې، چې اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د دفاع وزارت په غزه کې د بشري مرستو د رسولو لپاره له عربو جوړ سوله ساتي ځواک د جوړولو وړاندیز کړی دي.

راپورونه وايي دغه وړاندیز د اسرائیل دفاع وزیر "یواو ګالانت" روانه اونۍ امریکا ته د سفر پر مهال کړی دی.

بلخوا امریکايي رسنیو خبر ور کړی چې متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې اسرائیل ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د بمونو او جنګي الوتکو د صادرېدو جواز ور کړی دی.

دمګړۍ غزه کې بشري مرستې تر ډېره له الوتکو غورځول کېږي

وړاندیز دا دی چې غزې لپاره نوی سوله ساتی ځواک د دریو عرب هېوادونو له اتباعو جوړ شي.

د اسرائیلي رسنیو په راپور کې د دغو هېوادونو نومونه نه دي اخیستل شوي، خو ویل شوي چې په دغه ځواک کې باید د قطر او سعودي عربستان وګړي برخه ونه لري.

د راپورونو له مخې دغه عرب سوله ساتی ځواک به د امریکا تر قوماندې لاندې فعالیت کوي، خو هېڅ امریکايي سرتېری به غزه کې حضور ونه لري.

تر اوسه کوم اسرائیلي چارواکي رسمآ د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي او دا هم لا روښانه نه ده چې عربي هېوادونه به دغه وړاندیز شوي سوله ساتي ځواک کې ونډه واخلي که څنګه؟

عربي هېوادونو مخکې په ځلونو ویلي، چې د فلسطیني دولت جوړېدل باید په غزه کې د سولې د هر پلي کېدونکي پلان برخه وي.

ورته مهال امریکايي رسنیو خبر ور کړی چې متحدو ایالتونو په دا وروستیو کې اسرائیل ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د بمونو او جنګي الوتکو د صادرېدو جواز ورکړی دی.

په دې تړاو لومړی خبر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپور کړ او رویټرز خبري اژانس هم د خپلو سرچینو په حواله تایید کړی دی.

سپینې ماڼۍ په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې ده.

اسراییلو ته د وسلو او جنګي الوتکو د لېږد جواز خبر داسې مهال دی چې په وروستیو اونیو کې امریکا په څرګنده د غزې پر رفح ښار د اسرائیل د پلان شوي پوځي یرغل مخالفت کړی دی.

رویټرز ته سرچینو ویلي، اسرائیل ته د امریکا په نوې تسلیحاتي کڅوړه کې له ۱۸۰۰ ډېر ۹۰۰ کیلويي مارک ۸۴ او د ۵۰۰ په شاوخوا کې ۲۲۰ کیلويي مارک ۸۲ ډوله بمونه شامل دي.

همدارنګه ویل شوي چې امریکا به اسراییل ته ۲۵ ایف-۳۵ جټونه هم ورکړي، چې وړاندې د کانګرس له خوا تایید شوې دي.


دمګړۍ اسراییل په غزه کې د هوايي بمباریو او د ملکیانو د پېښوونکې مرګژوبلې له امله له سختو نړیوالو نیوکو سره مخامخ دی.

په منځني ختیځ کې د بي بي سي خبریال "یولاند نل" وايي، د امریکا حکومت اسرائیل ته د وسلو د نه ور کولو یا نویو شرایطو د وضع کولو له فشار سره مخامخ دی.

هغه زیاتوي، د اسراییل دفاع وزیر امریکا ته په خپل وروستي سفر کې د یو شمېر امریکايي وسلو نوملړ له ځان سره وړی و او هر څه ژر یې د هغو د ترلاسه کولو غوښتنه کوله.

امریکا اسراییل ته په کلني ډول د ۳ اعشاریه ۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات ور کوي، خو یو شمېر عرب امریکایانو اسرائیل سره د بایډن د حکومت پر ملاتړ نیوکې کړې دي.