د کندهار پر فضا امریکايي ډرونونه؛ مجاهد وايي دا سرغړونه باید ودرول شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کندهار ولایت پر فضا د امریکايي ډرونونو د کتل کېدو رپوټونه ته غبرګون ښودلی دی.

تېرو ورځو کې یو شمېر کسانو پر خواله رسنیو لیکلي وو چې د کندهار پر فضا ډرونونه ګرځي.

کندهار کې د داعش ډلې د وروستي ځانمرګي برید او له ډیورنډ کرښې ورهاخوا بلوچستان کې د امنیتي پېښو له کبله د کابل او اسلام اباد ترمنځ ناندریو د دغو بې پیلوټه الوتکو په اړه اندېښنې لا ډېرې کړې وې.

اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز تلویزیون ته ویلي، "دا الوتکې له شک پرته د امریکا دي او د ځینو نږدې هېوادونو له فضا الوتنه کوي، تېرېږي او افغانستان ته راځي."

هغه زیاته کړې چې "ټول باید په دې برخه کې خپل مسوولیتونه درک کړي او دا تېری ودروي."

د طالبانو حکومت ویاند وايي، دوی په وار وار د امریکا لخوا د افغانستان د هوايي حریم پر نقضېدو نیوکه کړې ده.

د مارچ میاشتې لومړیو کې د طالبانو حکومت کې د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم ویلي وو چې د افغانستان هوايي حریم تر دې دمه د امریکا په کنټرول کې دی او دا چې وخت ناوخت یې ډرون الوتکې د افغانستان فضا کې ګرځي.

هغه زیاته کړې وه "بې پیلوټه جنګي الوتکې کله ناکله ګزمې کوي او هوايي حریم لا هم د امریکا لخوا اشغال دی... ښايي دا الوتکې د یوه ګاونډي هېواد له خاورې د افغانستان حریم ته راننوځي."

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ کال اګست کې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو تر ایستلو وروسته ټینګار کړی و چې په دغه هېواد کې به پر ترهګریزو اهدافو بریدونو ته وام ورکوي.

د یادونې ده چې متحدو ایالتونو د همدغه ۲۰۲۱ کال اګست کې د تخلیې پروګرام پر مهال داعش لخوا د کابل پر نړیوال هوايي ډګر تر مرګوني برید وروسته کابل کې پر یوه کور د ډرون الوتکې په وسیله برید وکړ او د ۷ ماشومانو په ګډون یې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي ووژل.

خو امریکايي چارواکو وروسته ومنله چې غلط هدف یې په نښه کړی دی.

د ۲۰۲۲ کال اوړی د کابل شېرپور سیمه کې د ډرون په یوه برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ شو.

د امریکا پوځ منلې چې کابل کې د ډرون په یوه برید کې یې ملکیان وژلي وو

اوس ځیني شنونکي وايي، مسکو کې پر یوه کنسرت له خونړي برید وروسته چې مسوولیت یې د داعش خراسان څانګې منلی، د دې احتمال ډېر شوی چې په افغانستان کې دې د دغې ډلې پر مشکوکو غړو هوايي بریدونه وشي.

امریکايي ځواکونو تر ۲۰۱۱ کال کې پورې د پاکستان د بلوچستان په "شمسي" هوايي اډه کې حضور درلود او د ډرون ډېرې الوتنې هم له همدې اډې کېدې.

افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي پر دې باور دي چې اوس هم د امریکا بې پیلوټه الوتکې د همدغه هېواد له خاورې د افغانستان هوايي حریم ته ورننوځي.

دوی په وار وار له پاکستان غوښتي چې دغه کار ته دې اجازه نه ورکوي.

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دغه رپوټونه ردوي.

د طالبانو حکومت ویاند زبیح الله مجاهد له طلوع نیوز سره خبرو کې دا هم منلې چې د دوو امریکایانو په ګډون یو شمېر بهرني اتباع ورسره بندیان دي.

ملا یعقوب مجاهد: د امریکا ډرون د "پاکستان له فضا" افغانستان ته راځي

نوموړی وايي، دغه بهرنیان په افغانستان کې له اصولو او قوانینو نه په سرغړونې نیول شوي او اوس مهال په توقیف کې دي.

ښاغلی مجاهد وايي "یو شمېر بهرنیانو اوس مهال په افغانستان کې په توقیف کې دي، په دې کسانو کې دوه تنه امریکایان هم دي."

نوموړی زیاتوي "څوک چې افغانستان ته په ویزې راځي، دا په دې مانا ده چې د افغانستان قوانین باید مراعت کړي او سرغړونه ترې ونه کړي."

ښاغلي مجاهد وویل د توقیف شویو امریکانو په اړه له امریکايي لوري سره خبرې شوي او ورته ویل شوي چې دوته تنه اتباع یې په افغانستان کې نیول شوي دي.