مولوي هبت الله اخوندزاده: "اقتصاد مو خپله جوړ کړئ او په اسلام معامله نه کوو"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په خپلې اختریزې وینا کې پر خلکو غږ کړئ چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي او په وینا یې خپل هېواد او اقتصاد خپله جوړ کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ده په ټکو له اسلامه نه تېرېږي او "حدود به پلې کوي."

هغه په خپله نژدې نیم ساعته وینا کې بیا بیا هڅه کوله د بشري حقونو په اړه د خپلو پرېکړو دفاع وکړي او ټینګار یې دا و چې د ده په ټکو "شریعت" پلی کوي، داسې حال کې چې ګڼ نړیوال بنسټونه یې له بشري حقونو سره په ټکر بولې.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند خلک یووالي ته وربللي او وايي چې د دوی ملاتړ دې وکړي، دغه راز پر طالبانو یې غږ کړی چې خلک خپل کړي، "دا مجاهدین دې هم خپل خلک داسې بولي، چې له دوی سره په سنګر کې شریکان دي، له دوی سره په امارت کې شریکان دي. موږ ته تاسو کافي یاست. نور چا ته ضرورت نشته، خپل ملک مو خپله جوړ کړئ، خپل نظام خپله جوړ کړئ او خپل اقتصاد مو خپله جوړ کړئ. خپله ځانونه خود کفا کړئ."

خو نوموړي دا نه دي ویلي چې له خپلو سره خبرې کوي او که نه. مخکې طالب ویاندویانو بي بي سي ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت مخالفانو سره خبرو ته اړتیا نشته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، نن د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د کوچني اختر لمونځ د مولو هبت الله اخوندزاده په امامت ادا شوی دی.

ښاغلي هبت الله پرته له دې چې کوم ځانګړي شخص ته اشاره وکړي، وویل چې په خپلو منځونو کې دې له اختلافونو څخه ډډه وکړي.

"یو بل سره نژدې شئ او مینه او محبت پیدا کړئ. خپلو منځونو کې جوړې وکړئ، سوله وکړئ او بدۍ ورکې کړئ. له زړونو مو کینې او حسد وباسئ او یو بل ته بښنه وکړئ. له یو بل سره به په اختلاف او ټکر کې راځئ، نن یې ورځ ده چې تاسو عفوه وکړئ. هر چا چې ستاسو پر حق تېری کړئ، نن بښنه ورته وکړئ."

دا وروستیو کې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار په اړه د طالب مشرانو نظرونه سره وېشلې ښکاري.

د طالبانو مشر خپل جنګیالي یو ځل بیا د جګړې لپاره تیارئ ته وروبلل او وايي، باید قربانیو ته تیار اوسي، "لکه پرون مو چې په سختي کې استشهادي کوله، فدایانې مو کولې د کامیابۍ لپاره، نن په راحت کې دغسې قربانۍ ورکړئ، شا ته نه شئ، کمربند مات نه کړئ."

هغه زیاته کړه، "افغانان پر اسلام معامله نه کوي، چې کولای یې پرون به یې کړې وه، په لکهاوو شهیدان به یې نه ورکول. کورونه یې ولې خرابول؟"

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له شریعت به یو قدم هم تېر نه شي.

مولوي هبت الله اخوندزاده د خپلو خبرو په ترڅ کې د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو او د ښځو د حقونو کومه یادونه ونه کړه.

څه باندې دوه نیم کاله کېږي چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، خو تر اوسه یې یوه هېواد هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره ځینې شرایط وړاندې کړي، چې طالبان یې منلو ته زړه نه ښه کوي.