بابر اعظم: په افغانستان د لوبې بایلل دومره دردوونکي وو چې خوب مې ونه کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم په خپلې یوې نوې مرکې کې د افغانستان له لوري‌ د پاکستان د ماتولو په اړه خبرې کړي دي.

بابر اعظم تېره ورځ یکشنبه اپریل اوومه (حمل۱۹) د پاکستان د (ARY News) سره په خبرو کې ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې په افغانستان باندې د لوبې له بایللو وروسته شپه یې خوب نه دی کړی.

هغه ویلي دي چې دا ماتې دومره «دردونکې وه، چې خوب مې ونه کړ» او لږ وخت یې ونیوه چې بېرته عادي‌ حالت ته راوګرځي.

تر دغې لوبې وروسته د افغانستان لوبغاړي رحمان الله ګربز هم د پاکستان له بابر اعظم سره لیدلي وو. په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ویدیو او تصویر خپاره شوي چې بابر اعظم ورته یو بیټ ډالۍ کوي. ګربز ویلي وو چې بابر اعظم یې هېڅکله داسې خپه او خواشینی لیدلی نه و. ګربز د پاکستان په خلاف لوبې کې پنځوسیزه کړې وه.

افغانستان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۲۳ نېټه د هند د چینای په ښار کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره د پاکستان د ۲۸۲ منډو هدف پوره او تاریخي بریا یې ترلاسه کړه.

افغان لوبغاړي دا ګټه ځکه تاریخي بولي چې په لومړي ځل یې پاکستان ته په یو داسې نړیوال ټورنمنټ کې ماتې ورکړه.

د پاکستان خلاف د دغې لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ و چې ۸۷ منډې یې کړې وې. هغه خپله جایزه له پاکستان څخه ستنېدونکو او شړل کېدونکو کډوالو ته ډالۍ کړې وه.

دې کار په پاکستان کې د کرکټ د پوهانو، کارپوهانو او مینه والو غوصه پارولې وه. دوی ویل چې پاکستان میلیونونه افغانانو ته ځای ورکړی دی او ابراهیم باید دا کار نه وای کړی، خو یو شمېر افغانانو د ابراهیم دا کار ستایلی و او دا یې یو بشري خواخوږي بللې وه.

د افغانستان د کرکټ یو شمېر مینه وال په نړیوال جام کې د پاکستان ماتول د نړیوال جام ګټل بولي.