مولوي هبت الله خپلو طالبانو ته:

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

"خلک د بې ځایه ځورولو پر ځای په تشویق وهڅوئ او له اختلاف ځانونه وساتئ"

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په خپلو چارواکو غږ کړی چې "له اختلاف او ځان غوښتنو" ځانونه وساتي او پر چا دې ظلم نه کوي.

نوموړي طالب چارواکو ته خبرداری ورکړی چې ګواکې "دوښمن" یې د خپلمنځي اختلاف په تمه دی او باید متوجې واوسي.

ښاغلي اخوندزاده په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته د واک پر سر د مجاهدین خپلمنځیو کورنیو جګړو ته په اشاره ويلي چې هاغسې څه باید د ده په وینا تکرار نه شي.‌

مولوي هبت الله دا خبرې د کمکي اختر د رارسېدو په مناسبت یوه اوږده لیکلي پیغام کې کړې دي. روښانه نه ده چې د طالبانو مشر ولې په خپل پيغام کې له اختلافاتو پر ځان ساتلو ډېر ټینګار کړی خو دا وروستیو کې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار په اړه د طالب مشرانو نظرونه سره وېشلې ښکاري.

نوموړی په خپل لس مخیزه پيغام کې طالبانو ته د ځينو عمومي او تنظیمي سپارښتنو تر څنګ په ځينو نورو موضوعاتو هم تم شوی دی.

مولوي هبت الله د "عدالت او شرعي نظام تامین" د خپل حکومت لومړیتوب بللی او ټينګار یې کړی چې په ټولو چارو کې به شرعي حدود او تعزیرات له توپیر پرته عملي کوي.

هغه همداراز زدکړو، امنیت، اقتصاد، له سیمې او نړۍ سره پر چلند، د نشه يي توکو مخنیوي او ځینو نورو موضوعاتو ته هم لنډه اشاره کړې.

د طالبانو دا مشر چې له خلکو سره مخامخ کتنې او ولس ته وینا یې لکه د نورې نړۍ د مشرانو په ډول نه دي، ډېر کله خپلې خبرې د همدا ډول اختریزو پیغامونو له لارې په لیکلي بڼه خپروي.

نړۍ سره اړیکي

په داسې حال کې چې افغانستان کې روانه وري میاشت نوی ښوونیز کال پیل شوی، د طالبانو مشر نه د ښوونیز کال د پیل او نه هم اوس د اختر په مناسبت د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار څه یادونه کړې، او دا په ښکاره یو له هغو موضوع ګانو ده چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې مخ یې ډب کړې.

په داسې حال کې چې دا وروستیو کې د طالبانو حکومت او د پاکستان ترمنځ‌ اړیکې ترېنګلې ښکاري،‌ ښاغلي اخونزاده پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، نړۍ سره یې په دوه اړخیزه اړیکو ټینګار کړی.

نوموړي په خوست او پکتیکا کې د پاکستان وروستیو بریدونو یا د افغانستان پر فضا د امریکايي ډرون ګرځېدو یادونه نه ده کړې خو په خپل پیغام کې یې دې ته اشاره کړې چې له هېوادونو غواړي ښې اړیکې ورسره وپالي.

په دغه پیغام کې چې په پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، انګریزي، اردو او عربي ژبو خپور شوی، مولوي هبت الله ویلي،‌ چې خپل د بهرنیو چارو وزیر ته یې دنده سپارلې چې له "ټولو- بالخصوص اسلامي نړۍ سره د ښه اطمینان او ډاډ فضا رامنځته کړي."

څه باندې دوه نیم کاله کېږي چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، خو تر اوسه یې یوه هېواد هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره ځینې شرایط وړاندې کړي، چې طالبان یې منلو ته زړه نه ښه کوي.

مولوي هبت الله همداراز د اقتصاد په رغېدو او د امنیت په ټینګېدو کې د ولس همکاري مهمه بللې او په خلکو او پانګه والو یې د مرستې غږ کړی دی.

هغه خلکو او چارواکو ته ویلي "پر پردیو تکیه مه کوئ او مه د نورو په طمعه کېنئ"

په داسې حال کې چې پر طالبانو وخت نا وخت د ولس د ځورولو او وهلو ټکولو تورونه پورې کېږي، د طالبانو مشر ویلي "په سختۍ او مړو کولو امنیت نه راځي" بلکې د هغه په ټکو هېڅوک باید ناحقه ازار نشي او نه باید چاته په لږ جرم ډېر تکلیف ورسېږي.