د قزاقستان او ازبکستان ترمنځ د افغان ټرانس اورګاډي پټلۍ پر پراختیا د ګډې پانګونې هوکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

قزاقستان او ازبکستان د افغان ټرانس اورګاډي پټلۍ د پراختیا لپاره پر ګډې پانګونې هوکړه کړي.

د قزاقستاني رسنیو د رپوټ له مخې، دا هوکړه قزاقۍ پلازمینې استانې ته د اوزبیک ولسمشر د سفر پر مهال شوې ده.

د افغانستان دغه شمالي ګاونډیان تمه لري چې مرکز اسیا د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره ونښلوي.

له وړاندې په دې برخه دوه اړخیزه او څو اړخیزې هوکړې هم لاس لیک شوې دي.

په افغانستان کې د طالبان حکومت د اورګاډي پټلۍ اداره وایي د مرکزي اسیا او د ځینې نورو هېوادونو له خوا دا مهال په دې برخه کې په ځینو لویو او وړو پروژو کار روان دی.

اوزبیک او قزاق سیالانو شوکت مېرزایف او قاسیم جومارت توکایوف وړمه ورځ په لیدنه کې د سیمه ییز اتصال دا لویه پروژه د سیمې هېوادونو لپاره ډېره اړینه بللې.

دوی ویلي، چې د دې پروژې کارونه باید ژر بشپړ شي.

دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو د ریل پټلۍ ادارو د هغه پلان هرکلی کړی چې له مخې به یې په افغان ټرانس ګډه پانګونه کوي.

د دوی په باور ګډه پانګونه به د دې پروژې د لا پراختیا په برخه کې ګټوره تمامه شي.

د افغانستان دغه لرې او نږدې ګاونډیانو دارنګه د بارونو تخلیې او بیا لیږد لپاره د هغه تمځای په جوړولو هم هوکړه چې له چین سره په پوله به یې جوړوي.

په ګډ بیان کې یې دا هم راغلي چې ددې پروژې په بشړیدو به د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شي.

خو په وینا یې لویې اقتصادي پروژې په امنیت پورې تړلې دي.

د ازبکستان – افغانستان – پاکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ درې اړخیزه پروژه ۷۶۰ کیلومتره اوږوالی لري او د جوړېدو لګښت یې ۴ اعشاریه میلیارده ډالره ښودل شوې ده.

د لومړنیو ارزونو له مخې، د دې پروژې د جوړېدو چارې به پنځه کاله وخت ونیسي.

کابل 
څه وخت مخکې د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې د افغانستان، ازبکستان او متحدو عربي اماراتو ترمنځ د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پېل لپاره د هوکړه‌لیک د لاسلیک کېدو خبر هم ورکړی وو.

دارنګه د رپوټونو له مخې د خلیج بل هیواد قطر هم په دې پروژه کې د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې. .

د طالبانو حکومت له هېوادونو، نړیوالو مالي بنسټونو او سوداګرو غوښتي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانګونه وکړي.

د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د پلان له مخې د اورګاډو دغه پټلۍ د ازبکستان له ترمذه د افغانستان مزار شریف، لوګر او له هغه ځایه پکتیا کې د خرلڅۍ له لارې پر ډیورنډ کرښه کورمې ته واوړي او بیا د پاکستان د اورګاډو شبکې سره وصل شي.