د هند دفاع وزیر: خپل دوښمن پسې پاکستان ته هم ځو؛ اسلام اباد دا څرګندونې پارونکې بللې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هند د دفاع وزیر هغو څرګندونو ته په اسلام اباد کې توند غبرګونونه په ډاګه شوي چې ویلي یې و "که کوم ترهګر هند کې له پېښې وروسته پاکستان ته وتښتي، نو هندي ځواکونه به ورپسې ورشي."

ګارډین ورځپاڼې د هند د دفاع وزیر راج نات سنګ له قوله ویلي "هند ډېر وخت په پاکستان کې هم ځينې ترهګر او د دوی مرکزونه په نښه کړي دي."

ورځپاڼې ادعا کړې، داسې شواهد یې موندلې چې "د هند استخباراتي اداره (را) د پاکستاني وګړو په نښه کولو کې ښکېله ده."

په دې اړه له یوې پوښتنې وروسته د هند دفاع وزیر راج نات سنګ ویلي "که کوم ترهګر زمونږ له ګاونډي هېواده د هند امنیت خرابوي، سخت ځواب به ورکړي."

هغه د خبرو په دوام ټينګار کړی، چې "که کوم څوک دلته له ترهګرۍ وروسته پاکستان ته وتښتي، مونږ به پسې پاکستان ته ولاړ شو او هلته به یې په نښه کړو."

هغه همداراز په دې مرکه کې خبرداری ورکړ، چې که څوک هند ته بد ګوري "خیر یې نشته."

له دغه بیان وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد دفاع وزیر خواجه اصف د هندي سیال څرګندونې غندلې او دا یې د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف کړنه بللې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې د هر ډول تیري خلاف چمتو دی او هندي چارواکي دې د داسې بیانونو له لارې د ټاکنو لپاره ولسي ملاتړ خپلولو هڅه نه کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د هند داسې ناسنجول شوي خبرې نه یوازې د سیمې امنیت ته زیان رسوي بلکې په اوږده مهال کې د دواړو هېوادونو اړیکې هم اغېزمنوي."

د پاکستان دفاع وزیر: "پاکستان کې د ترهګرۍ تر شا د هند لاس په اړه زمونږ ادعاووې رېښتیا دي"
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د هندي سیال له دغو څرګندونو وروسته هند ته د پيغور په ډول د ۲۰۱۹م کال فبرورۍ میاشتې پېښه یاده کړې چې د هوايي حریم له نقض وروسته پاکستاني ځواکونو د هند الوتکه ووېشته او پیلوټ یې ژوندی ونیو.

هغه ویلي "مونږ د دوی پیلوټ په خیرات کې بېرته ورکړ، دوی دې بیا داسې څه وکړي چې مونږ خپل زور ور وښیوو."

د پاکستان دفاع وزیر دا هم ویلي، "پاکستان نه غواړي حالت کړکېچن او د سیمې امنیت خرابه شي خو د هند اعتراف د دې ښکارندوي کوي چې دا هېواد اوس هم پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو تر شا دی او سرپرستي یې کوي."

پاکستان ویلي هند چې په څه ډول پاکستان کې د پېښو تر شاه د لاس لرلو اعتراف کړی، دا د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او په وینا یې "هیڅ هېواد د بل هېواد د ننه د هغوی وګړي نشي په نښه کولی."

د هند خلاف د پاکستان دا توند دریځ داسې مهال په ډګه کېږي،‌ پاکستان تېره میاشت خپله په افغانستان کې دننه هوايي بریدونه کړي وو.

پاکستان هغه مهال ادعا کړې وه چې اورپکي یې په نښه کړي‌ دي، داسې حال چې طالب چارواکو ویلي، خوست او پکتیکا کې د پاکستان هوايي‌ بریدونو ښ‍ځې او ماشومان وژلي وو.