ایران کې په نښتو کې ۱۱ سرتېري او ۱۸ مشکوک وسلوال وژل شوي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

چارواکي وايي چې د ایران په جنوب ختیځ کې په نښتو کې ۱۸ مشکوک وسلوال او د ایران د امنیتي ځواکونو ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.
دولتي خبري اژانس اېرنا د اپرېل پر څلورمه وویل چې نښتې د اپرېل پر درېیمه شپې مهال په سیستان - بلوچستان ولایت کې له تهرانه شاوخوا ۱،۴۰۰ کیلوميټره لیرې جنوب ختیځ لوري ته په چابهار کې د انقلاب ساتونکي ځواک پر امنيتي پوسته او په راسک کې د ساحلي ساتونکو پر یوه مرکز د وسلوالو تر ډزو وروسته شوې دي.

امنیتي ځواکونه وايي چې نښتې شاوخوا ۱۴ ساعته روانې وې.

اژانس تر دې مخکې ویلي ول چې په پېښه کې ۱۰ سرتېري ژوبل شوي هم ول.

اژانس د بریدونو پړه پر جیش العدل وسلوالې ډلې اچولې، چې ظاهراً د بلوڅو لږکيو د حقونو لپاره جنګېږي.