د طالبانو کورنیو چارو مرستیال وزیر: پاکستاني طالبان او حکومت دې په خپلو کې روغه وکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نبي عمري د پاکستان په اړه دا څرګندونې د ګډ روژه ماتي په نوم یوه ولسي غونډه کې کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري پاکستان کې د ناامنیو له ډېرېدو وروسته چې ډېر وخت یې پړه پر افغان لوري اچول کېږي، پاکستاني طالبانو ته وړاندیز کړی چې حکومت سره د سولې خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

نوموړي په خوست کې د یوې وینا پرمهال ویلي "د جګړې زیانونو ته په کتو چې هېواد ورانوي او اقتصاد خرابوي، د پاکستان حکومت او هغو 'وروڼو' ته چې له دوی سره جنګېږي مشوره ورکوي."

هغه د وړاندیز په ډول ویلي "پخپل منځ کې سره جوړ شئ، مذاکرات وکړئ او روغه جوړه سره وکړئ."

نبي عمري چې له دې مخکې د خوست او لوګر والي هم پاتې وو، د پاکستان په اړه دا څرګندونې د ګډ روژه ماتي په نوم یوه ولسي غونډه کې کړي.


خوست کې پرون ماښام سر خلاصي روژه ماتي کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو

د خوستیو ځوانانو د یووالي ګډ روژه ماتی بیګا د خوست په مرکز یوه ورزشي لوبغالي کې جوړ شوی و.

ویل کېږي په دې روژه ماتي کې تر سلګونو کسانو برخه لرله. په دې غونډه کې د عامو خلکو او ځینې طالب چارواکو تر څنګ کم عمره یو شمېر نجونو هم ګډون کړی و.

پاکستان بشام کې په چینایايي انجینرانو برید هم په طالبانو اچولی پداسې حال کې چې پاکستاني طالبانو دې برید کې هر ډول لاس درلودل رد کړي

د طالبانو دکورنیو چارو مرستیال وزیر په دې ناسته کې د پاکستان سره جنګېدونکو وسله والو ته د "وروڼو" خطاب کړی، هغه چې د پاکستان حکومت یې اورپکي بولي.

هغه ویلي "مونږ د دوی په کار کې کار نه لرو، خو مشوره مو ورته دا ده چې که سل کاله هم وجنګېږئ او وزیران هم شی، مونږ څه پروا نه لرو خو دا چې ستاسې جګړه دلته مونږ ته ستونزې جوړوي او د اور بڅرکي افغانستان ته راځي."

نبي عمري داسې مهال پاکستاني طالبانو ته د سوله ییزې لارې خپلولو وړاندیز کړی چې خپله پاکستان له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې ځنډولې او د جګړې له لارې د وسله والو د ختمولو ګواښ کوي.

له دې مخکې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ په کابل کې د افغان طالبانو په کوربه توب د سولې څو پړاوه خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې وې.

پاکستاني طالبانو دا وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو دغه چارواکی خوست کې د پاکستان په اړه غږېده، چېرې چې پاکستان تېره میاشت هوايي برید هم کړی و

پاکستان بیا لکه د تل ډېر وخت ادعا کوي چې له افغانستانه زیانمن دی او د دوی په ټکو "د افغانستان خاوره د دوی په ضد کارېږي."

دا ادعا افغانستان کې واکمنو طالبانو بیا بیا رد کړې او وايي هیچاته له افغانستان څخه کوم ګواښ نه دی متوجې.

پاکستاني طالبانو د دغه طالب چارواکي وړاندیز په اړه لا څه نه دي ویلي خو پاکستان کې یوازې طالبان په ناامنیو کې ښکیل نه بلل کېږي بلکې د بلوڅ وسله والو تر څنګ څو نورې ډلې هم شته چې وخت نا وخت بریدونه کوي.