روسیه: د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو د ډلې د نوم ایستل تر غور لاندې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې مسکو په افغانستان کې له طالب مشرانو سره په مهمو مسائیلو بحث کړی او د ترهګرو ډلو له لست څخه د طالبانو د نوم په اېستلو غوره کوي.

د وزارت ویاند دیمیتري پسکوف د سه شنبې په ورځ اپریل دویمه (حمل۱۴) په یو خبري کنفرانس کې وویل «موږ باید مهم مسائیل حل کړو او دا کار خبرې اترې غواي. موږ به په دې اړه له هغوی (طالبانو) سره خبرې کوو، هماغسې چې نور یې کوي. هغوی په افغانستان کې بالفعل مقامات دي.» نوموړي ونه ویل چې دا مسائیل کوم دي.

په مسکو کې څو ورځې مخکې په یو کانسرت کې خونړی برید وشو چې د مقاماتو په وینا ۱۴۰ تنه په کې ووژل شول او نژدې ۲۰۰ نور ژوبل شول.

د داعش ډله ادعا کوي چې برید هغوی کړی دی. خو روسیه وايي چې دا برید له اوکراین سره تړاو لري، کیف او امریکا دا ادعا رد کړې ده.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې پر اساس ویلي چې د ترهګرو له لست څخه د طالبانو د اېستلو پرېکړه به د روسیې لوړ پوړي سیاسي مشران کوي.

د یو شمیر نورو هیوادونو په څیر د طالبانو ډله د روسیې د فدراسیون له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کیږي او د تروریستي ډلو په لیست کې ورته ځای ورکړل شوی دی.

ددې دمخه افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د تاس خبرې اژانس ته ویلي وو چې د طالبانو سره د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري دوام لري. خو هغه ددغې همکارۍ د بڼې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

ضمیر کابلوف ویلي چې د طالبانو غورځنګ ته یې د روان ۲۰۲۴ کال د مۍ په میاشت کې د روسیې او اسلامي نړۍ د کازان ټولنه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

دا غونډه به چې ټاکل شوې د روان ۲۰۲۴ میلادي کال د مۍ د میاشتې د ۱۴ څخه تر ۱۹ پورې به د روسیې د کازان په ښار کې وي د روسیې د نړیوال اقتصادي فورم – اسلامي نړۍ د کازان فورم تر نامه لاندې جوړیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد د تروریستي ډلو د لیست څخه د طالبانو د ډلې د نوم د ایستلو په تړاو د غور د پیلیدو دا خبرپه داسې حال کې ورکړی چې افغانستان لپاره د ایران جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي ویلي چې د مسکو او کندهار وروستي تروریستي بریدونه ګډه ریښه لري.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د کاظمي قمي له قوله لیکلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته ددغه هیواد امنیتي بحران د اسلامي دولت د خراسان د څانګې "داعش" د فعالیتونو د زیاتیدو سبب شوی دی.

ښاغلي قمي ویلي: "د سیمې امنیت نن د افغانستان امنیت پورې تړلی دی، خو پروني اشغالګران دا نه غواړي."

په کندهار کې د مارچ ۲۱ (وري ۲) د کابل بانک ودانې سره نږدې یو ځانمرګي بریدګر د هغو خلکو په یو کتار کې چې د دغه بانک څخه یې خپل معاشونه اخیستل ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د وینا پر اساس لږ تر لږه درې تنه یې ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي. خو سیمه ییزو رسنیو د تلفات شمیر د طالبانو د رسمي شمیرنو څخه څو ځلې زیات ښودلی دی.

همداشان د کندهار د دغه برید وروسته د روسیې فدراسیون په پایتخت مسکو کې د موسیقي په یو تالار کې د مارچ ۲۲ (وري درییم) برید وشو چې په کې حد اقل ۱۴۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د امنیت شورا او نړیوالې ټولنې دا دواړه بریدونه غندلي دي.