ولې ګاوندي هیوادونه له طالبانو سره اړیکو ته لیوال دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د روان عيسوي کال د جنورۍ مياشتي په پای کې کابل ته د بهرنیو ډیپلوماتانو زیات سفرونه وشول. ۱۱ هېوادونو د «افغانستان په نوښت سیمه ایزه همکاري» تر سرلیک لاندې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو بلنې ته مثبت ځواب ورکړ. په دې کتنه کې په سیمه کې د همکاریو پر فرصتونو خبرې وشوې.

د افغانستان د رسنیو او معلوماتو دفتر چې په کابل کې د طالبانو له لوري اداره کیږي په یوه راپور کې ویلې دي چې دغه کنفرانس کې د هندوستان، قزاقستان، ترکیې، روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، اندونزیا او د قرغیزستان استازو ګډون کړی وو.

تر اوسه د دې غونډې د پایلو په اړه کوم مشخص راپور نه دی خپور شوی. خو دغه کنفرانس ښيي چې طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره رغنده اړیکو ته هوډمن دي. طالبانو په دې برخه کې لومړنۍ بریاوې ترلاسه کړې دي. د جنورۍ په پای کې په چین کې د طالبانو رسمي استازي بلال کریمي په پیکنګ کې خپل باورلیک ترلاسه کړ.

سره له دې چې چین د طالبانو دغه استازي ته د باور لیک ورکولو وروسته دا څرګنده کړل چې ګواکي دا په دې معنی نه ده چې د افغانستان اوسنی واکمن حکومت په رسمیت پیژني. خو د دواړو هیوادنو اړیکي د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته مخ په نږدې کیدو دي.

په دې لړ کې د الجزیرې خبري چینل د راپور له مخې، څو چینايي شرکتونو په ۲۰۲۳م کال کې له طالبانو سره یو لړ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل. له دې جملې څخه یو یې د نفتو د استخراج ۲۵ کلن قرارداد دی، چې د پانګونې ارزښت یې په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي او په راتلونکو دریو کلونو کې به ۵۴۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شي.

ایران چې له کلنو راهیسې طالبانو ته نږدې پاته شوی دی، خپل ځانګړی استازی او سفیر یې په افغانستان کې له هغه وروسته چې طالبانو واک تر لاسه کړ يا دقيق د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې پر دغه مقام وګوماری.

که څه هم ایران په دې کار سره طالبان د حکومت په توګه په رسمیت نه پیژني، خو ښيي چې له دغه رژیم سره د اړیکو ټینګول د ټولې سیمې په ګټه دي.

د سیمې هیوادونه ولې غواړي طالبانو سره اړیکې ښې کړي؟

هند هم ورته نظر لري. په افغانستان کې د «طلوع نیوز» خبري چینل اعلان کړی دی چې په دغه هېواد کې د ایران ځانګړي استازي قومي، د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره تر لیدنې وروسته ویلي چې دواړه هېوادونه (ایران او هند) غواړي په افغانستان کې د سیاسي ثبات د ټینګښت له پاره کار وکړي.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د دغې غونډې مرکزي موضوع چې د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې جوړه شوې وه، له افغانستان سره د اړیکو له پاره د یوې سیمه ایزې ډلې جوړول وو.

د ګاونډیو هیوادونو هڅې: له داعش سره مبارزه او د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا

په سیمه کې دا ډول پرمختګونه د سیمې د هېوادونو د هڅو ښکارندويي کوي چې افغانستان ته نږدې شي او بالاخره د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي.

د "نړیوال کړکیچ ګروپ" (ICG) په وینا، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو شمیر چې د طالبانو رژیم ته د نږدې کیدو په هڅه کې دي په دوامداره توګه مخ پر ډیریدو دي. یاد راپور په سیمه کې د یوه بې نومه ډیپلوماټ له خولې ویلي: "موږ دلته په لومړۍ کرښه کې یو."

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې یو بنسټ ایښودونکي توماس روتیګ، له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له پاره له خپلو ګاونډیانو سره نږدې کېدل یوه بریا ده. د هغه په ​​وينا، په ١٩٩٠ لسيزه کې د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې طالبانو هڅه کوله چې په نړيواله کچه وپېژندل شي.

اوس دوی په دې پوه شوي چې په لوېدیځ کې د دوی سره د اړیکو په لاره کې لوی خنډونه شته، په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو په وړاندې د طالبانو په سیاستونو او تر ټولو دمخه د ښځو د حقونو په تر پښو لاندې کولو کې ریښې لري. له همدې امله د روټیګ په وینا، «طالبانو اوس خپله توجه د سیمې هېوادونو ته اړولې ده. ځکه چې دا له دې هیوادنو سره خبرې اترې یو څه اسانه ښکاري.»

د «کړکېچ نړېوالې ډلې» د راپور له مخې، په دغو هڅو کې یو بل ته د نږدې کېدو له پاره ایډیالوژیکي مشترکات ډېر مهم نه دي، بلکې مشخصې سیاسي ګټې لري، چې تر ټولو مهم یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ساتلو هڅې په سیمه کې دي.

له ترهګرۍ سره مبارزه

د توماس روتیګ په وینا دا مسله د افغانستان د ګاونډیانو له پاره بنسټیز اهمیت لري. نه يوازي د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو له پاره، بلکې د چین او ایران له پاره هم، د "داعش د خراسان" برخي ګواښ، چې د داعش سیمه ایزه څانګه ده، یو بنسټیز ګواښ دی.

خو د کارپوهانو په اند باید پاکستان ته په کتو دا په ډاګه شي چې له نړیوالې همکارۍ پرته له ترهګرۍ سره مبارزه څومره ستونزمنه ده.

د "دي ډيپلومات" وېبپاڼې د راپور له مخې، له هغه راهيسې چې طالبانو واک په لاس کې اخيستی، په پاکستان کې ترهګريز بريدونه په چټکۍ سره زيات شوي او په ۲۰۲۳م کال کې ۷۰ سلنه زيات شوي دي.

د نوموړي په وینا په دغو بریدونو کې ۹۷۴ کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۱۳۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

 

تر اوسه افغان طالبانو له تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي تروريستي ډلي سره کوم برخورد نه دی کړی. یا دا چې هغه وړتیا نه لري او یا دا چې غواړي پر خپل ګاونډي هیواد پاکستان فشار راوړي. خو د روتیګ په وینا د ډېرو ګاونډیو هېوادونو اصلي هدف له افغانستان سره همکاري ده.

اقتصادي همکارۍ

د طالبانو او ګاونډیو هیوادونو یو بل ته د نږدې کیدو د متقابلو هڅو بل اړخ اقتصادي ګټې دي. د کړکېچ د نړیوالې ډلې د څېړنو له مخې، په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته سوداګري په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې ورو ورو وده کوي.

په دې لړ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه د نویو پېرودونکو په لټه کې دي، په داسې حال کې چې د سیمې په جنوب کې هېوادونه هڅه کوي خپل واردات زیات کړي.

خو د سوداګریزو اړیکو په لاره کې ډیر خنډونه پراته دي. د بشري حقونو د ناورین حالت سربیره، چې له پامه غورځول کیدی نشي، په افغانستان کې د قانوني ناڅرګندتیا یادونه اړینه ده. خو په اوږدمهال کې، هیله شته چې د کوچنیو کچو سوداګرۍ به بیا راژوندی شي، ترڅو عام خلک هم له ښه اقتصاد څخه برخمن شي.

بشري حقونه تر سخت فشار لاندې دي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن، له طالبانو سره د خبرو له پاره د ګاونډیو هېوادونو د هڅو هرکلی وکړ.

نوموړي په دې وروستیو کې په ټولنیزه شبکه "ایکس" (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې له ۴۵ کلنې جګړې وروسته دا بنسټيزه ده چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې جوړې کړي. هغه زیاته کړه، د اروپايي اتحادیې له پاره، له طالبانو سره تر اړیکو مخکې، هغه مسایل دي چې باید ورته پام وشي لکه: د ښځو او نجونو د حقونو ساتنه، په ځانګړې توګه د زده کړې او کارموندنې په برخه کې باید ډیر پام وشي


البته دا لا هم څرګنده نه ده چې د دیپلوماتیکو اړیکو جوړول به د بشري حقونو پر وضعیت څه مثبت اغیز ولري. توماس روتیګ وویل: «بې له شکه د طالبانو، روسیې، چین او د سیمې د نورو هېوادونو له پاره بشري حقونه لومړیتوب نه لري. له همدې امله، د غربي هېوادونو په پرتله له طالبانو سره اړیکه نیول د هغوی له پاره اسانه دي.».