کارل مارکس څوک و او څه وړاندوینې یې کړې؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال,نور محمد سعید

''د مارچ پر ۱۴مه ماسپښین پنځلس کم درې بجې د نړۍ یوه خورا ستر ذهن فکر کول پرېښودل''

دا په خپل وخت کې د نړۍ د یوه خورا مهم مفکر فریډریش اینګلز خبره ده، چې د ۱۸۸۳ کال د مارچ پر ۱۴مه یې د خپل دوست او همفکره ملګري کارل مارکس پر مړینه وکړه.

کارل مارکس څوک و او څه ډول فکرونه یې درلودل؟ ولې یې له مړینې ۱۴۱ کاله وروسته هم د مخالفت او تائید په هکله بحثونه کېږي؟ په دې لیکنه کې ورته لنډه کتنه شوې.

د نولسمې پېړۍ جرمن فیلسوف او اقتصاد پوه کارل مارکس د فکر بنسټ پر طبقاتي مبارزه ولاړ دی.

دی په خپل مشهور اثر 'داس کاپیټال' کې پر دې بحث کوي، چې د پانګوالۍ اقتصادي نظام څنګه کار کوي او څنګه به د ده له ادعا سره سم ځان پخپله ویجاړ کړي.

دی دغه راز په 'کمونیسټ منشور یا مانېفیسټو' کې پر هغو لارو چارو غږېدلی، چې څنګه به د طبقاتي شخړو پایله کې د نړۍ کارګران او بزګران له واکمن اشرافیه څخه د واکمنۍ واګې ترلاسه کوي.

که څه هم مارکس په خپل ژوند کې د خپل فکر عملي اغېز و نه لید، خو له ده پاتې لیکنې داسې څه دي، چې د عصري نړیوال کمیونیزم لپاره یې فکري بنسټ رامنځته کړ او وروسته پر همدې بنسټ د نړۍ په یوه لویه برخه کې سیاسي او اقتصادي بدلونونه رامنځته شول.

مارکس پر کاپیټلزم یا پانګوالۍ اعتراض کاوه او کمیونزم یې د اقتصادي او ټولنیز نظام په توګه بدیل ګاڼه.

ده به ویل، پانګوالۍ نظام داسې پریمانه تولیدات کوي، چې خلک ورته اړتیا نه لري، خو بیا یې هم اخلي او دې وضعیت ته یې د 'خیالي اړتیا' نوم ورکاوه.

ماهرین د نن، سبا فېشن او فېشني توکي همداسې څه بولي، چې اکثر خلک ورته هېڅ اړتیا نه لري، خو له نورو سره د سیالۍ یا عصریتوب څرګندولو په پار یې اخلي.

د پانګوالۍ په هکله د ده ځینې نورې وړاندوینې داسې وې، چې ځینې یې کټ مټ سمې وختې.

د بېلګې په توګه دا چې دی وايي، د پانګوالۍ اقتصادي نظام بې ثباته دی، لوړې، ژورې پکې رامنځته کېږي، لوی پانګوال شرکتونه کوچني هغه له منځه وړي، انحصار زیاتېږي، لږ خلک ډېرې پیسې مومي، د زیاتې ګټې ترلاسه کولو لېوالتیا به د کارګرو معاشونه په تدریجي ډول کم کړي، متوسط قشر به وار په وار کم شي او همدا چې مشتریان یې لږ شي، پانګوالۍ نظام به هم ورسره فلج شي.

له یو څو کسانو سره د پانګې یو ځای کېدو په هکله د مارکس وړاندوینه، ځکه سمه ثابته شوه، چې د وروستیو شمېرو له مخې ایله ۴۲ کسان د نړۍ د ټول نفوس پرتله ډېره شتمني لري.

په ټوله نړۍ کې د ۲۰۰۸ کال اقتصادي کړکېچ یې یوه بله بېلګه ده، او د لویو نړیوالو شرکتونو له لوري د کاروباري انحصار له کبله د کوچنیو کاروبارونو او کسب - کارو اقتصاد په ټپه درېدل یې بله بېلګه ده، چې د مارکس ځینې وړاندوینې سمې ثابتوي.

سیاسي مفکر جان ګرې د مارکس همدې وړاندوینو ته په پام سره ویلي و، ''کېدای شي مارکس د کمیونیزم په هکله سم نه پوهېده، خو د پانګوالۍ نظام په هکله یې ډېری وړاندوینې سمې وې.''

ښاغلی ګرې زیاتوي مارکس پوهېده، چې د پانګوالۍ اقتصادي نظام څنګه خپله ټولنیزه اډانه ورانوي او د متوسط قشر په ژوند کې تدریجي منفي بدلون راولي.

نوموړی وايي، کټ مټ هماغسې وشول، یانې اشرافي یا بورژوازي قشر له منځه لاړ، خو د مارکس د وړاندوینې برعکس، یانې د کمونیزم پر ځای خپله د بورژوا په لاس بورژوازي له منځه لاړه.

مارکس وايي، خلک به د پانګوالۍ پر ضد راپورته شي او له منځه به یې یوسي.

په ځینو مواردو کې داسې هم وشول، یانې د مارکس له انقلابي کمیونیستي بدیل نظام سره سم بدلونونه هم رامنځته شول، خو د فساد، جبر او ټوټالیټاریسم نیمګړتیاوو له کبله بیا کمیونیزم هم په خپل وجود کې دننه وشړېد.

مارکس څوک و؟

کارل هینریش مارکس د ۱۸۱۸ کال د مې میاشتې پر پنځمه د لوېدیځ جرمني د یوه یهودي مدافع وکیل کره وزېږد، په برلین او بون کې یې لوړې زدکړې وکړې او له فلسفې سره بلد شو.

د تحصیل پر مهال د هیګل او فیورباخ له فلسفې سره هم اشنا شو او بیا یې وروسته خپله هم په جینا پوهنتون کې د دکتورا تر حده فلسفه ولوسته.

مارکس په ۱۸۴۳ کال کې د کولن له یوې لیبرال ورځپاڼې سره د مسوول مدیر په توګه دنده پیل کړه، خو د خپل سخت دریځه فکر او سیاسي اختلافونو له کبله ژر اړ شو، چې له خپلې مېرمنې جینې سره پاریس ته لاړ شي.

پاریس بیا هغه مهال د رادیکالو د فعالیتونو یو مرکز و، چې د مارکس لپاره هم د ده د انقلابي فعالیتونو پیلامه ثابت شو.

همدا ښار و، چې کارل مارکس په کې په یوه انقلابي کمیونیست بدل شو او همدلته یې فریدریش اینګلز سره وپېژندل چې د عمر تر پایه یې ملګری او همکار پاتې شو.

کله چې مارکس له فرانسې وشړل شو، دوه کاله یې په بروکسل کې تېر کړل او همالته ده او اینګلز په شریکه هغه کتابګوټی ولیکه چې د 'کمیونیسټ منشور یا مانیفسټو' په نامه یادېږي.

دغه کتاب په ۱۸۴۸ کال کې چاپ شو او پر دې بحث کوي، چې د بشریت ټول تاریخ پر طبقاتي کشمکش راڅرخي او دا چې بالاخره به د پرولتاریا 'مزدورانو او کارګرانو' له بریا وروسته دا مبارزه پای مومي.

مارکس په ۱۸۴۹ کال کې لندن ته لاړ او پاتې عمر یې همالته تېر کړ.

مارکس خپله تر کلونو پورې په بیوزلۍ کې ژوند کاوه، خو نسبتاً شتمن ملګري یې اینګلز ورسره تر یوه بریده مالي مرسته کوله، چې لاس او خوله یې سره وچلېږي.

دی په تدریجي ډول هغه مهال له سیاسي او فکري ګوښیتوبه ووت، چې خپلې تیت او پرک لیکنې یې په خپل تر ټولو مهم اثر 'داس کاپیټال' کې یو ځای کړې.

د دې کتاب لومړی ټوک د مارکس په ژوند کې چاپ شو او پاتې ټوکونه یې بیا اینګلز د خپل ملګري له مړینې وروسته ایډیټ او چاپ کړل.

داس کاپیټال د مارکس د نژدې درې لسیزو شخصي تجربې، مشاهدې او فکر خورا پېچلی غورچاڼ دی، چې د صنعتي انقلاب د اوج په زمانه کې یې د انګلستان په کار خانو کې د مزدورانو وضعیت له لیدو وروسته ولیکه او د تاریخ، ټولنیزو معلوماتو او اقتصادیاتو یوه ټولګه ده.

فرانسس وهین چې د مارکس پر بایوګرافي یې کار کړی، داس کاپيټال له وېرې، ترهې ډک داسې ناول ته ورته بولي، چې ''اتلان یې د هماغې بلا غلامي کوي او هماغه بلا یې خوري، چې دوی پخپله رامنځته کړې.''

مارکس له مړینې وروسته د لندن های ګېټ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو او هغسې چې په ژوند کې له مخالفتونو سره مخامخ و، له مړینې وروسته هم له خپلو مخالفانو هېر نه شو.

په دا وروستیو کلونو کې څو ځله ځینې نامعلومو کسانو د لندن په شمال کې د ده د قبر شناختې ته زیان ورساوه او د مخالفت شعارونه یې پرې ولیکل.

وروستی ځل د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې په سره رنګ د مارکس د قبر پر شناخته لیکل شویو شعارونو کې کارل مارکس ''د ډله ییزې وژنې بنسټګر'' او ''د کرکې سرلاری'' بلل شوی و.