عبدالسلام اندړ

موږخوشبخته شوو اووطن ته مودامريکاپه لار ښوونه اوفعال ګډون دټولې دونيا ډالرونه اوتوپکونه راورسېدل نوداوغانستان سپورټ هم په دونياکې رسمي شودنړۍ دپشيانو دمنډي وهلولوبه وه په دې لوبه کې يې آوغانستاني پشی هم ور.
لوبي ته په زرګونو لېدونکي راغلي وو.دومره په زوږ، چيغي اوچکچکې وې چې غوږنه يې کڼول،همدارنګه خلکو په لاسوکې بيرغونه اورنګارنګ پلاکاټونونيولي اويوې بلې خواته يې ړپول دالاڅه کوې ډولونه ،دومبرې اوشپلاقونه يې هم ورته وهل خلکودومره تلواردرلوده چې له ډېروچيغواو دپشيانوخواته په ځيرځيرکتلو يې له سترګواوښکي بهېدې اودغاړو په برګو دسمالو يې پاکولې چې دخپل پشي ځغستل وګوري .

عبدالسلام اندړ
ددونرانو دډېروکنفرانسونوجوړول ډالربازان اواينجوبازان سم ګنکس کړي دي،اوس يې بياپه لندن کې جوړوي،چې ښه يې ګيچ کړي. ۱
داځکه چې دوی ټول خدای وهلي هسي په چټي پټي کارو لګيادي، په اصلي کاريې خدای سترګي ړندې کړې دي،ترځنګانه هم پکې خښ دي،خدای مکړه پکې ډوب نشي،موږ خوهسي هم ژوند پکې تېرکړی، ورسره عادي يو.د دوی غم راسره دی،چې پکې غرق نه شي. ۱
دوی ناحقه وخت دپروژو په پلانو،ريسرج اوسروې تېروي، ۱
ياهم له ښځوڅخه هغه نيمګړي حقونو چې يې درلودل ځيني اخلي، ۱
ياداچي کوهي اوڅاګاني کيني،کله چې قبر ځيني جوړکړي نوبياوايي په دغه ځای کې اوبه نه وې
کوهی ناکام شو . ۱

له لوستونکو سره ديونکل شريکول

انډيوال کونړی
څومياشتې مخکې بينا،اودڅلوېښت مړيزې ديموکراسۍ دخوږوپه ټولومزو،رازونواورمزونو خبراود ټوپکسالارانواو پوډرسالارانونه بې پروااوخپل اختياره ولس!!!،دوسلو اوپېسوله زور پرته؟؟؟ په پوره باور،خپل استازي انتخاب؟؟؟!!! کړل. په دی وروځوکې دملت ددغو”خوا خوږو اومنتخبو اتلانو”؟؟؟!!!

په بانډار ځای کې دسرغنه د ټاکلو له پاره د”قانونيانو”او” قانون څکو” ترمنځ انډوخر ښه به غَرب کې روان دی.دقانون په بټۍ کې دبې قانونۍ اوګډوډۍ تنوردومره توددی چې لوخړې يې تراسمانه رسي اوهرډول روټه(وربشينه)،غنمينه اوان سوکړک پکې

ليکوال : عزت الله ذکي
ملا بلال مشهوره په ملا بلالو ماما قاضي او د بازار د لوى مسجد جامع خطيب و، هره اوونۍ به د ملا بلالو ماما وعظ او نصيحت ته زيات شمېر سپين ږيري ځنګېدل. ملا بلالو به پر دين او سياست دواړو تبصرې کولې، د خبرو او تقرير لهجه يې کټ مټ د ملا بجليګر د لهجې په ډول وه. د نيوي کالو خطيب او قاضي و، خلګو به د ډېر

محبوبيت څخه د ملا بلالو ماما په نامه ياداوه. يوه ورځ د ملا بلالو ماما د زوی او مرغه سره جګړه شوه، ملا زعفران د ملا بلالو مشر زوی و، ځوان و، يوه ورځ چې له کار څخه ستړی راغلى و، کور يې د چرګ غوښه ورته پخه کړې وه، ملا

عبدالسلام اندړ

پرېکړي سرچې الله اکبرونه ويل! اياشهيدنه دی ؟
نه چندان پخواوختونوکي دګران وطن په ټولوکليوکي به دعمومي قومندان لخواداسي ظالم، بې رحمه،جاهل،مور او پلار ريټلي،چارعيب شرعي وړوکی قومندانان تعينېدل چې په کليو اومنطقه کي به يې ډېر ژردويري اوحشت فضاخپروله. هغه به بيا کمېټه،مخبيران اوپيره دارا ن له داسي خلکوڅخه ټاکل لکه ځان غوندي او عمومي قومندان ته به هم ښه داعتمادوړ وو اوهغه ټول صفتونه به يې درلودل چي دعمو مي قومندان به خوښوو.
د اړودوړپه سرکي عمومي قومندان فيصله کړي وه چې دحکومتي اويا حکومت ته دخو شبينوخلکوحلا لول غزاده، داچي غزا دهرمؤمن مسلمان فرض ده،برسېره پردې منصب ور کول کيږي اوهم به تنخوا ورته دغنيمت اوله جهاد سره دکمک له پيسو څخه چې د باند نيو اسلام دوستو هيوادوله خوا ورکړلي شوي دي، ورکوله کېږي. نوهمهغه ووچې بزکشي شروع شوه او وارترمېړني اوګړندي وو.په خوراسرعت اوعجله سره يې په ډېرليږ وخت کي ټو ل هغه خلک حلال کړل چې يوه ورځ يې هم


عبدالملک پرهيز ژباړه

په دغه تصوير ۹ تنه وګړې شته

که شپږ تنه مو پيداکړه نو عادی هوښياري لرې

که ۷ تنه مو پيداکړه نو له عادي څخه لږ زيات هوښيار ياست

که ۸ مو پيداکړه نو زيات هوښيار ياست . نو پر ځان پام کوۍ

که ۹ مو پيداکړه نو ډير زيات هوښيار يې او خلاقه فکر لرې او کولې شی د هوښيار تيا له پلوه د شرلوک هلمز سره سيالي وکړې

عبدالسلام اندړ

دافغاستان د ۱۳۸۸ل ل کال د ولسمشري دټاکونه په پايلو کي وايي ثابته شوه چې
دجمهوري رياست دچوکۍ ځينوعاشقانو،دلباخته ګانو،شوقيانو،اودهغوي مُريدانودليونۍ ميني له کبله چي لدې چوکۍ سره يې درلوده ،غالې(جعلکاري) کړيدي .ا
، يوه سينه چاک چې ټول عمريې د دې چوکۍ په فراق کې ژړلي اوهم يې ډېر ژړلولي ،کړولي وو
د مجنون په شان نارې سورې ووهلې ،آه او فرياد يې وکړ. نوددې مجنون دعشق په اورچې سړې ااوبه تويي نه شي،دا مجنون به هم په خپله اوهم به نور ددې دسوځندې ميني په اور کباب کړي . نود نړۍ ترټولو لوی مشر بانګي بانګ وکړ! چې غالېجن دي له کارو باره وايستل شي، ترڅو دسينه چاک د عشق د اور لمبې ليږ ټيټي شي !ا

زیاتې مقالې …