د هند حکومت دېهرادون کې د پخواني افغان پاچا یعقوب خان کور قبضه کړی

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


قاسم خان مندوخیل

د هند په دېهرداون کې چارواکو ویلي، «کابل کور» چې یو وخت په ۱۹مه پېړۍ کې د افغانستان د پاچا محمد یعقوب خان ملکیت و، قبضه کړی دی. محمد یعقوب خان د ۱۹مې پېړۍ په نیمايي کې د افغان -انګلیس ترمینځ له دویمې جګړې وروسته هند ته جلاوطنه شوی و.


د یوې هندۍ ورځپاڼې انډیا ټایمز د یو راپور له مخې چې د نومبر پر درېمه خپور شوی، د پنجشنبې په ورځ ددې ښار قاضي له پولیس ځواکونو سره یوځای ودانۍ ته څېرمه ټول تجهیزات لرې کړي، او ۱۶ کورنۍ یې چې هلته اوسیدلې بې کوره کړې دي.


د حکومت له خوا ددې ودانۍ په ضبط کولو سره نږدې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پورې وګړي چې ادعا کوي د افغانستان د پخواني جلاوطنه شوي پاچا له ټبره دي، ټول یې له خپلو کورونو اېستلي دي.


د دېهرادون ولسوالۍ په محکمه کې د «کابل کور» قضیه له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې ځنډېدلې وه. په ۲۰۱۹ کال کې د ولسوالۍ چارواکو دغه جایداد د 'دښمن شتمني' نومولې وه.


هندي مقاماتو ویلي چې د «کابل کور» وګړي د هند او پاکستان د جلا کیدو پر وخت له وېش وروسته پاکستان ته کډه شوي وو.


خو په دېهرادون کې هغوی چې ادعا کوي د یعقوب خان د ټبر غړي دي، وايي چې دوی هېڅکله «کابل کور» نه دی پرېښودی. د دوی د بیان له مخې چې یعقوب خان ۱۱ زامن او ۱۱ لوڼې لرلې، په هغوی کې ځینې یې پاکستان ته کډه شوي وې، خو ډېری یې په دېهرادون کې یا هم افغانستان کې پاتې شوي وو.


د «کابل کور» ځینې اوسېدونکو چې خپل کورونه یې بایللي، انډیا ټایمز ته ویلي چې دوی له تېرو سلو کلونو راهیسې هلته اوسېدل. ځینو یې ویلي چې یواځې څو ورځې وړاندې یې امر ترلاسه کړی چې کورونه خالي کړئ.
د «کابل کور» یو هستوګن انډيا ټایمز ته ويلي چې د هغه کورنۍ له اوږدې مودې راهیسې همدلته اوسيږي. د ولسوالۍ چارواکي وايي چې دوی ته محکمې امر کړی چې دا کورونه خالي کړئ.