د شاتو پر مچیو میین ځوان وايي مچۍ یې خبرو ته غوږ نیسي

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یو ځوان له ملا پورته خپل بدن لوڅ کړی او د شاتو مچیو یې بدن پوښلی او پرې ور غونډې شوې دي.

په یوه وېډیو کې دی ښکاري چې په ټول مخ یې مچۍ ناستې دي او مخ یې هېڅ نه ښکاري.

دی وايي: "دا یوه بېله وړتیا او استعداد دی چې زه یې لرم، په تېره کله چې مچۍ پر خپل مخ ور ټولې کړم، یوازې پر خپلو شونډو او غوږونو مچۍ نه پرېږدم".

تامیرات ګیتاچو ۱۸ کلن دی. دی له سودان سره پر پوله د اېتیوپیا په شمال لوېدیځه "بنيشنګول ګوموز" سیمه کې زیږېدلی، همالته لوی شوی او اوس هم هلته اوسېږي.

په وروستیو میاشتو کې، د یوه ځوان وېډیو پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس او د خلکو د حیرانتیا لامل شوه چې سلګونه مچۍ پرې راغونډې دي مخ او سینه یې پوښلې ده.

خلکو دا نه شو زغملی چې وپوښتي "څنګه کولای شي دا کار وکړي؟" خو دی وايي له مچیو سره مینه د ده ډالۍ ده.

"له نن څخه پنځه کاله وړاندې مې له مچیو سره دا ډول چلن پیل کړ. هلته د مچیو یو فارم و."

تامیرات وايي: "کله چې لومړی ځل هلته ناڅاپه ولاړم، رنګارنګ مچۍ مې ولیدې".

وايي: "هلته تېرېدم چې مچۍ راغلې او زما پر بدن کښېناستې او زما خبرو ته غوږ وې"‍.

'له خپلې ډالۍ مې زدکړل'

تامیرات وايي، پخپله سیمه کې یې مخکې دا ډول پېښه نه لیدلې او نه یې په اړه اورېدلي وو، کورنۍ او ګاونډیان یې له مچیو سره د هغه د چلن په اړه اندېښمن وو.

دی وايي: "دوی ډېر وېرېدلي وو. ما ته یې وویل چې دا کار مه کوه، وبه دې وژني. ښايي مچۍ قاتلې وي. خو له هغه وروسته ما ته خپله وړتیا او استعداد معلوم شول".

دی وايي، په دې کار سره، مې کورنۍ او ګاونډیان پوه شول چې له مچیو سره اړیکه او نژدېوالی "هدیه/ ډالۍ" ده، همدا وو چې اندېښنه یې ختمه شوه.

مچیو د یوې نجلۍ ژوند بدل کړ

تامیرات زیاتوي "کله چې نور خلک د مچیو له صندوقونو شات راوباسي، نو دا کار په شپه کې کوي، خو زه باوري یم کوم څه چې له ما سره دي دا خدای راکړی استعداد دی".

دی وايي: "مچۍ لکه انسانان داسې دي چې څوک ورنژدې شي، څه چې ورته وایي غوږ ورته نیسي او امر یې مني".

دا دا هم وايي کله یې چې په تېروتنه له خپل مخ نه مچۍ لیرې کړې، "د ټپي او مړو شویو مچیو زهر مې لا هم پر مخ سرېښ وو".

ځوان تامیرات وايي، وروسته پوه شو چې مچۍ څرنګه وروزي او د نورو مچیو لپاره (خمیره) جوړه کړي.

دی زیاتوي "دغه وړتیا زما د هېواد په نامه اعلانېدلی شي، غواړم زما د هېواد نوم پکې یاد شي."

څېړنې ښيي که مچۍ یو څوک وچیچي، نو د داسې تسمم (زهرجنېدو) لامل یې ګرځي چې ښايي ورسره شل شي یا ان ومري.