زما لمره

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ستا د مخ لیده چې نه وي، را نه  تاو غم د دنیا شی

ای د زړه  لمره را خېژه چې تیارې د زړه رڼا شی

چې زه وینم تا خوشحاله، د خوښۍ باران په ما شی

رقیبان په اور سوزېږي، چې ستا نیم  نظر په ما شي

 ما نه هیر غم د دنیا شي، چې ستا شونډو کې موسکا شي

کله ځانته بې تا پروت یم، ټول غمونه بار په ما شي 

ستا د مخ لیده چې نه وي 

 رانه تاو غم د دنیا شي

ځورېدلی یم په عشق کې، د دردو  علت مې ته یې

 لکه غر درته ولاړ  یم، د اسمان تندر که ته یې

د توفان توره تیاره کې، د ژوندون برېښنا مې ته یې

که رڼا په ژوند کې نه شته، د امید ځلا مې ته یې

رسېدل تاته ډېر ګران دي، د آسمان ستوری مې یې

په تیارو کې ژوند به څه وي، ژوند بې خونده بې مانا شي

ستا د مخ لیده چې نه وي  

رانه تاو غم د دنیا شی

 بې له تا په دې دنیا کې، یو ستا درد زما جانان دی

سر کې تل زما یو خیال دی، د ښایسته ښکلي جهان دی

کله وځې مې له خیاله، ستا په خیال زړه مې روښان دی

سر به ورکړم ستا دپاره، سرښندنه مې ارمان دی

واخله زما د مینې لپې، دا سوغات کله ارزان دی

دا زما د عشق لارښود دی، زړه به خلاص له ډېر سودا شي

ستا د مخ لیده چې نه وي

رانه تاو غم د دنیا شي

د پتنګ په شان سوزېږم، دا د مینې روڼ نښان دی

ځکه زړه مې تل ژوندی دی، چې دا اور مې روح روان دی

مینه داسې جرقه ده، لکه وريځو کې باران دی

چې د عشق سوز په کې نه وي، داسې ژوند لکه حیوان دی

چې کوم کور کې مينه نه وي، داسې کور لکه زندان دی

دا چې تل په مینه سوزم ، دا پیرزو د عشق پر ما شي

ستا د مخ لیده چې نه وي 

 رانه تاو غم د دنیا شی

ته یو ګل یې ټوکېدلی، زما د روح په کرونده کې

غوړېدلی یې له مینې، په بې مينې زمانه کې

تا به خړوب کړمه په مینه، د خپل زړه په میخانه کې

دغه څاڅکي زما د زړه دي، څڅېدلې پیمانه کې

تا نه تاو تېره اغزي دي، د فکرونو جیل خانه  کې

د زړه ګوتې مې زخمي دي، د اند هیلې مې پرهار شي

ستا مخ لیده چې نه وي

رانه تاو غم ددنیا شيد