دامونه، هیبتونه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجنیر زلمی نصرت

۲۷.۰۲.۲۰۲۴

دنمارک ـ وایله

 

نوی روح به را پیدا شي

گلورینه به فضا شي

رمز د ژوند به شي بر سيره

ماته، ماته که چوپتیا شي

سر راپورته به شنیلي کړي

سپینو واورو له بستره

غوټۍ هم په ټوکیدا شي

د ویدو څانگو له تنه

 

کوم د خاورې ارز چې گورم

بیا د خپلو طرز چې گورم

هرڅه، هرڅه خدای راکړي

خو طرزونه مو خپل نه دي

ترږمیو کې اوسیږو

هیبتونو یوو وهلي

 

که فکرونه مو را خپل کړو

تبعیض لرې له ذهنو شي

پرده پورته شي له سترگو

کارغان ورک شي له بڼو نه

 

مات که ور د پنجرو شي

زاڼې والوزي فضا ته

هسکو، هسکو، لوړو غرو ته

په لوړ غږ به داسې وایې:

 

وحشتو سره مو سر و

هیبتونو وو وژلي

نه تور دیو و، نه ښامار و

په خيالي لومو کې بند وو

ځان خبر کړه له دې دامه

ځان دې خلاص کړه له اوهامه.

پای