انجنیر زلمی نصرت 

نه ساقي زما په کار دی

نه ساغر زما په کار دی

 

زه چې مست یم له ازله

بس وزر زما په کار دی

 

ځم د ښار له پیښو لرې

بل گذر زما په کار دی

 

چې پر سر یې پرواز وکړم

داسې غر زما په کار دی

 

غواړم وگورم اسمان ته

سیل د لمر زما په کار دی

 

د لایق له ترانو نه

نن چونغز زما په کار دی

 

چې تیارې شپې مې رڼا کړي

دا دلبر زما په کار دی

 

زه به هم ځمه نصرته

خپل گودر زما په کار دی

 

۱۶.۰۴.۲۰۲۴

 دنمارک

وایله

 

چې یـو گیر پـه خپلو لـومـو

د بـل دام تـه څـه حاجـت دی

 

د یو بل په خون چې رنگ یو

خون آشام ته څـه حاجت دی

 

۰۹.۰۴.۲۰۲۴

که د برلین حصار را لویږي

اوبه په ډانگ که نه بیلیږي

لر به له بر سره یو کیږي

د ډیورنډ لین به هم نړیږي

حالات چې گورم د یو والي لور ته ځینه

 

زلمی نصرت

دنمارک ـ وایله

 

۰۵.۰۴.۲۰۲۴

عبدالملک پرهیز

 له خوندو، خوند اخیستل, ولې ګناه ده؟
دې ښکلاوته کتل، ولې ګناه ده؟
ولې هر څه چې راښکون لري، ګناه ده؟
ولې  زړه ته چې قرار راوړي، ګناه ده؟
 چې خوږې دي د یار شونډې څه ګناه ده ؟
 چې ښایسته دي د یارسترګې،څه ګناه ده؟
""""""
چې پر ولو یې ول ول زلفې  تار تار دي
دا زما زړه ته دامونه خپور په  لار دی
غرڅنۍ یې له ښایسته سترګو شرمېږي
دښت ګلان یې له یوې موسکا نه ځار دي
د آسمان ستوري هر شپه کړي سترګکونه
ستوري واړه یې خالونه د رخسار دي 
تلوسې د سپوږمۍ وینمه بیمارې
په کنډو او پر بلۍ څوک انتظار دي
شوې ړندې د تعصب سترګې له  رښتیا نه
پلوشې د لمر خورې په هر سهار دي
"""""""
ولې دا تیاره  فکرونه  ګناه نه ده؟
ولې لار د تعصبونو ګناه نه ده؟
د لطیف هنر ښکلا چې لیدی نه شي
ولې دا بدرنګ اندونه ګناه نه ده
؟
څوک چې خلک د تورتمونو لور ته بیایي 
ولې تلل د تورتمونو، ګناه نه ده؟
""""""""
موږه  خدای ښکلی پیداکړو درست عالم کې
ولې کرکه له ښکلاوو ګناه نه ده؟
خلک ګلان کري چې سیمه یي ګلزار شی
د اغزو پالل بیا ولې ګناه نه ده؟
د اشرف لقب په پوهه د انسان شو
ناپوهي پالل بیا ولې ګناه نه ده؟
"""""""""
موږ یې جوړ د ښایستونو له جوهر کړو
بیا سمبال یې موږ په  علم او په هنر کړو
موږ یې جوړ په صفتونو د انسان کړو
ولې چارې د حیوان او بد کردار کړو
انځورګر د  ټول ښکلاوو یو الله دی
ولې موږ له ښکلاګانو دومره عار کړو
د انسان د سوکالۍ پراخ ورشوګانې
ولې ډک موږ له کړاو او له شرار کړو؟
ته هینداره یې د خدای د انځورونو
ولې دا سيینه هینداره لکه دار کړو؟
""""""":
د هیندارې صفا ساته له ګردونو
په هینداره ځلېدل ولې ګناه ده؟

دا هینداره له رښتیاو تل ښایسته ده
ولې هر څه چې ښکلا لري ګناه ده؟

زیاتې مقالې …