ژوند ها ګل دی چې په مینه پالل کېږي
څوک خبر چې ژوند به کله تمامېږي
هرشیبه او هره ورځ ژوندون په کار دی
د ژوندون په شیبو کله باور کېږي
کوه لوبې او ګلانو سره مینه
بې له مینې تازه ګل هم مړاوی کېږي
ژوند هغه دی چې نېکمرغه ځان احساس کړې
غوراوی کوه چې چارې پرې سمېږي
تل به ښه یې که دې مینې ته خپل پام کړ
سړی تل په سمې لاره کې ځلېږې

انجنیر زلمی نصرت

۲۷.۰۲.۲۰۲۴

دنمارک ـ وایله

 

نوی روح به را پیدا شي

گلورینه به فضا شي

رمز د ژوند به شي بر سيره

ماته، ماته که چوپتیا شي

سر راپورته به شنیلي کړي

سپینو واورو له بستره

غوټۍ هم په ټوکیدا شي

د ویدو څانگو له تنه

 

کوم د خاورې ارز چې گورم

بیا د خپلو طرز چې گورم

هرڅه، هرڅه خدای راکړي

خو طرزونه مو خپل نه دي

ترږمیو کې اوسیږو

هیبتونو یوو وهلي

 

که فکرونه مو را خپل کړو

تبعیض لرې له ذهنو شي

پرده پورته شي له سترگو

کارغان ورک شي له بڼو نه

 

مات که ور د پنجرو شي

زاڼې والوزي فضا ته

هسکو، هسکو، لوړو غرو ته

په لوړ غږ به داسې وایې:

 

وحشتو سره مو سر و

هیبتونو وو وژلي

نه تور دیو و، نه ښامار و

په خيالي لومو کې بند وو

ځان خبر کړه له دې دامه

ځان دې خلاص کړه له اوهامه.

پای

ستا د مخ لیده چې نه وي، را نه  تاو غم د دنیا شی

ای د زړه  لمره را خېژه چې تیارې د زړه رڼا شی

چې زه وینم تا خوشحاله، د خوښۍ باران په ما شی

رقیبان په اور سوزېږي، چې ستا نیم  نظر په ما شي

 ما نه هیر غم د دنیا شي، چې ستا شونډو کې موسکا شي

کله ځانته بې تا پروت یم، ټول غمونه بار په ما شي 

ستا د مخ لیده چې نه وي 

 رانه تاو غم د دنیا شي

ځورېدلی یم په عشق کې، د دردو  علت مې ته یې

 لکه غر درته ولاړ  یم، د اسمان تندر که ته یې

د توفان توره تیاره کې، د ژوندون برېښنا مې ته یې

که رڼا په ژوند کې نه شته، د امید ځلا مې ته یې

رسېدل تاته ډېر ګران دي، د آسمان ستوری مې یې

په تیارو کې ژوند به څه وي، ژوند بې خونده بې مانا شي

ستا د مخ لیده چې نه وي  

رانه تاو غم د دنیا شی

 بې له تا په دې دنیا کې، یو ستا درد زما جانان دی

سر کې تل زما یو خیال دی، د ښایسته ښکلي جهان دی

کله وځې مې له خیاله، ستا په خیال زړه مې روښان دی

سر به ورکړم ستا دپاره، سرښندنه مې ارمان دی

واخله زما د مینې لپې، دا سوغات کله ارزان دی

دا زما د عشق لارښود دی، زړه به خلاص له ډېر سودا شي

ستا د مخ لیده چې نه وي

رانه تاو غم د دنیا شي

د پتنګ په شان سوزېږم، دا د مینې روڼ نښان دی

ځکه زړه مې تل ژوندی دی، چې دا اور مې روح روان دی

مینه داسې جرقه ده، لکه وريځو کې باران دی

چې د عشق سوز په کې نه وي، داسې ژوند لکه حیوان دی

چې کوم کور کې مينه نه وي، داسې کور لکه زندان دی

دا چې تل په مینه سوزم ، دا پیرزو د عشق پر ما شي

ستا د مخ لیده چې نه وي 

 رانه تاو غم د دنیا شی

ته یو ګل یې ټوکېدلی، زما د روح په کرونده کې

غوړېدلی یې له مینې، په بې مينې زمانه کې

تا به خړوب کړمه په مینه، د خپل زړه په میخانه کې

دغه څاڅکي زما د زړه دي، څڅېدلې پیمانه کې

تا نه تاو تېره اغزي دي، د فکرونو جیل خانه  کې

د زړه ګوتې مې زخمي دي، د اند هیلې مې پرهار شي

ستا مخ لیده چې نه وي

رانه تاو غم ددنیا شيد

اواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى 

تور تـوپان دی توره شپه ده لارښود نـه شــته
د کــاروان لاره اوږده ده لارښـــود نـه شـــته
سـتـا د مـخ د ګـل غـوټـۍ شـوې پـاڼـې پـاڼـۍ
روح روان سلګۍ په خوله ده لارښود نه شته
د ځــوانـۍ غـــرور مـې لا پــه څــپـو راشـي
دایـمـان جـذبـه تـوده ده لارښـــود نـه شــتــه
چـې مـخ واړووم څـلـور لــورو تــه ګـــورم
د ارمان آرمان نـاره ده لا رښـــود نـه شــتـه
دا مـې خـپـلـه پـــه ځـان کــړې ده جـانـانــه
ځـانځـانـۍ دا نـتـیـجـه ده لارښـود نـه شــتـه
نـه دې ګل شــوم نـه مې ګل راوړلـو تـا لـه
د درمان اثـره مې مـړه ده لارښـود نه شـته
لاس پـه لاس د جانان ټینګ کړه خدمتګاره
چې د پانډ په سر دې شپه ده لاښود نه شته

زیاتې مقالې …