لابراتوار کې جوړ شوي انساني 'جنین' ساینس پوهان هیله من کړي دي

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ساینس پوهانو د سپرم، هګۍ او القاح پرته د انسان جنین په څیر جوړښتونه رامینځته کړي او تمه لري دا به د میندوارۍ پیچلتیاوې روښانه کړي او له هغو ښځو سره به مرسته وکړي چې د ماشوم په زېږولو کې مشکل لري.

خو د مصنوعي جنین په اړه څېړنو تازه اخلاقي اندیښنې هم راپورته کړي دي.

د دې کال په پیل کې، د نړۍ یو شمېر لابراتوارونو په مصنوعي ډول د انسان جنین ته ورته جوړښتونو د تیارولو په لړ کې د خپلو پرمختګونو راپورونه په رسمي ډول د چاپ او بیاکتنې وړاندې خپاره کړل.

خو د یوې ډلې ساینس پوهانو دا ډول څېړنه تازه د "نیچر" په ژورنال کې خپره شوې ده. په دغه ژورنال کې ټولې څېړنې له بیاکتنې وروسته خپریږي.

دا څېړنه ښيي چې ساینس پوهانو په مصنوعي ډول د انسان د حیاتي (سټیم) حجرو د نښلولو په نتیجه کې د انسان د جنین ابتدايي مرحلې ته ورته داسې جوړښتونه تیار کړي چې خپل ځان پخپله تنظیموي.

ځینو ساینس پوهانو دا پرمختګ مهم بللی چې کولی شي د میندوارۍ د خطرناکو لومړیو مرحلو په اړه د رازونو په افشا کولو کې مرسته وکړي.

په لابراتوار کې د جوړو شويو انساني جنین ماډلونو ددې کار دپاره د روښانه اخلاقي قواعدو د اړتیا په اړه هم بحثونه پارولي دي.

د اسرائیل په ویزمن انسټیټیوټ کې د فلسطیني ساینس پوه جیکب هانا په مشرۍ د څیړونکو ډلې د جنین سټیم حجرو ځواک کارولی، کوم چې کولی شي په هر ډول حجرو بدلې شي.

د زیاتره هېوادونو قوانین ساینس پوهانو ته اجازه ورکوي چې تر ۱۴ ورځني جنین پورې ماډلونه جوړ کړي. له ۱۴ ورځو وروسته په جنین کې د دماغ په څېر د انسان د بدن حیاتي غړي وده کوي.

په لابراتوار کې جوړ شوي د انسان جنین ته ورته جوړښتونه
په اسرائیل کې څیړونکي وايي د دوی کار د نورو څېړونکو سره توپیر لري ځکه چې د دوی له خوا په جوړو شویو ماډلونو کې حجرې د جینیکي ترمیم پر ځای په کیمیاوي ډول تیارې شوي، "پلاسینټا، د ژیړو کڅوړه او امینوټیک غار" لري او ریښتیني انساني جنین ته ډېر ورته والی لري.

د برتانیې د فرانسس کریک انسټیټیوټ څېړونکي جیمز بریسکو وویل، دا ورته والی کولی شي په انسانانو کې د سقط جنین او د میندوارۍ د نورو ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړي.

یو شمېر ساینس پوهانو چې د انساني جنین د ماډلونو په جوړولو کې برخه نلري، ټینګار کړی چې دا ماډلونه باید د انسان جنین ونه ګڼل شي.

د موډلونو په جوړولو کې د بریالیتوب کچه هم ټیټه ده، ځکه چې د سټیم حجرو په سمه توګه تنظیم هر ځل شونی ندی.

خو د انګلستان د ریډینګ پوهنتون د بیولوژي څانګې کارپوه ډاریس ویډرا وايي، بیا هم، "په تېر کال کې د شویو ورته مطالعاتو برعکس، د جنین تازه جوړ شوي ماډلونه ټول هغه حجرات لري چې د انساني جنین په مقدماتي مرحله کې په جنین کې موندل کیږي."

وروستۍ څیړنه ښيي چې "د انسان د جنین ماډلونه خورا پیچلي شوي او د اصلي جنین د جوړېدو د پروسې سره یې ورته والی نور هم زیات شوی دی."

ډاریس ویډرا وايي، دا پرمختګ ښيي چې "د پخوا په پرتله اوس یو قوي تنظیمي چوکاټ ته اړتیا ده."

د بریتانیې د کیمبرج پوهنتون، د حیاتي حجراتو په اساس د انسان د جنین ماډلونو جوړولو دپاره په دغه هېواد کې د کاري چوکاټ رامینځته کولو په هدف پروژه پیل کړې ده.

د برتانیا قانون په لابراتوار کې تر ۱۴ ورځو زیات د انسان جنین جوړول منع کوي خو دا قانون پر وروستیو څېړنو باندې ځکه نه پلی کیږي چې په دغو څېړنو کې حجرات په مصنوعي ډول جوړ شوي دي.

بیا هم، زیاتره څیړونکو په رضاکارانه ډول د خپلو څېړنو دپاره د ۱۴ ورځو حد ټاکلی دی.

د اسرائیل د ویزمن انسټیټیوټ څیړنې هم خپل ماډلونه د ۱۴ ورځو څخه زیات ندي رامینځته کړي او وايي، د انسان یا حيوان رحم ته د دغو ماډلونو د لیږدولو پلان نلري.