ځمکې ته راوړل شوې فضايي بېلګه به د لمریز نظام رازونه افشا کړي - ناسا

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ددې بیړۍ کپسول  د شنبې په سهار له ځمکې ۱۰۷ زره کیلومتره لوړ د ځمکې پر لور خوشې شو او له ۴۳۲ کیلومتر پر ساعت سرعت او شاوخوا ۲۷۶۰ درجې سانتي ګراد حرارت سره، د ځمکې اتموسفیر ته داخل شو.
ددې بیړۍ کپسول  د شنبې په سهار له ځمکې ۱۰۷ زره کیلومتره لوړ د ځمکې پر لور خوشې شو او له ۴۳۲ کیلومتر پر ساعت سرعت او شاوخوا ۲۷۶۰ درجې سانتي ګراد حرارت سره، د ځمکې اتموسفیر ته داخل شو.

د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) یوه بیړۍ په فضا کې له اوو کلونو تیرولو وروسته د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۳ (تلې دوهمه) د امریکا د یوتا ایالت په یوه دښته کې پر ځمکه کښیناسته او له ځان سره یې د فضايي موادو یوه ټوټه هم راوړې ده.

د ناسا ساینسپوهان هیله من دي چې د فضايي موادو دا تر ټولو لویه ټوټه چې تر اوسه ځمکې ته راوړل شوې، د ځمکې او لمریز نظام د جوړښت په اړه به داسې معلومات روښانه کړي چې تراوسه ورباندې انسانان نه پوهیږي.

د "اوسیریس ریکس" په نامه د ناسا دغې فضايي بیړۍ ټول ۶.۲۱ میلیارد کیلومتره مزل وهلی. ددې ادارې رئیس بیل نیلسن وايي، په بیړۍ کې راوړل شوې فضايي نمونه به د لمریز نظام د پیل په اړه جزئیات روښانه کړي او دا به څرګند کړي چې پر ځمکه باندې ژوند څنګه شونی شوی دی.

د ناسا دا بیړۍ په ۲۰۱۶ کې له پرواز وروسته د "بینو" په نوم شهاب باندې کښېناسته او له هغه ځای څخه یې شاوخوا ۲۵۰ ګرامه ډبره له ځان سره ځمکې ته راوړې ده.

د ناسا ساینس پوهې ایمي سایمن وویل چې سپوږمۍ ته د انسانانو له لیږدولو وروسته، له فضا څخه د اسماني ذرو د بیلګو ځمکې ته راوړل د ناسا د تاریخ تر ټولو ستر ماموریت دی.

ددې بیړۍ کپسول د شنبې په سهار له ځمکې ۱۰۷ زره کیلومتره لوړ د ځمکې پر لور خوشې شو او له ۴۳۲ کیلومتر پر ساعت سرعت او شاوخوا ۲۷۶۰ درجې سانتي ګراد حرارت سره، د ځمکې اتموسفیر ته داخل شو.

خو د دې کپسول سرعت د پراشوټ په واسطه کم شو او پرته له کوم زیان څخه پر ځمکه کښېناست.

د ناسا دا بیړۍ اوس د یو بل ماموریت دپاره د "اپوفیس" په نوم شهاب ته لېږل شوې ده. ساينس پوهان وايي، دا شهاب به په ۲۰۲۹ کال کې له ځمکې ۳۲ زره کيلومتره واټن کې تیر شي.

ټاکل شوې چې ناسا به ځمکې ته د راوړل شوې فضايي بیلګې د څیړنو لومړنۍ پایلې د اکتوبر په ۱۱ اعلان کړي.