مینه یوازې یو احساس دی او که د انسان بدن په رښتیا تر اغېزې لاندې راولي؟

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


څېړونکو هڅه کړې چې د انسان د بدن او ورسره تړلو احساساتو یوه داسې بڼه یا نقشه جوړه کړي، چې د مینې بېلابېل اړخونه او پر بدن او ذهن یې د اغېزو کرښې په ډاګه کوي.

د فنلنډ د الټو پوهنتون څېړونکو د یادې څېړنیزې بڼې انځورولو لپاره له هغو معلوماتو کار اخیستی چې له سلګونو وګړو سره د سروې، پوښتنو پایله کې ترلاسه شوي دي.

له دې کسانو سره د سروې پر مهال خبرو اترو کې د ۲۷ ډوله مینو په اړه معلومات تر لاسه شوي دي.

د مینې په ډولونو کې رومانتيکه مینه، جنسي مینه، د والدینو، ملګرو، پردیو، طبیعت، خدای او یا ځان سره مینه شامله ده.

له یادو کسانو څخه دا هم پوښتل شوي، چې ایا دوی په خپل بدن کې بېلابېل ډوله مینه احساسوي او د اغېز قوت یې پر خپل فزیکی بدن او ذهن څومره احساس وي؟

پایلو وښودله، چې د مینې بېلابېل ډولونه وجود لري او له کمزورې مینې څخه تر پیاوړې مینې پورې دا را څرګندېږي.

دا څېړنه په یوه ساینسي مجله (فلسفي روان پوهنه) کې خپره شوې ده.

د مینې ځواک
څېړونکي وايي، چې د مینې ځواک پر ټول بدن باندې احساسولی شئ. دا د هغو ځوانو مېرمنو په ځوابونو کې په ډاګه شوې چې لوړې زدکړې یې درلودې او په یاده سروې کې یې برخه اخیستې وه.

فیلسوف پارټیلي ریني، چې د یادې څېړنې په برابرولو کې یې مهم رول درلود په دې هکله وايي:

"که څه هم دا د حیرانتیا خبره نه ده، خو ښه د غور خبره ده، چې نژدې اړیکه لرونکو کسانو سره د مینې ډول یو وي یعنی یو ډول مینه کېږي او ځواکمنتیا یې د نورو مینو پرتله ډېره په شدت سره احساسېږي."

د سروې له ګډونوالو وپوښتل شول، چې د انسان د بدن هغه برخه رنګ کړي چې د مینې احساس ورکوي. او دا احساس څومره ورته خوندور دی هغه که په فزیکي بدن وي او یا که ذهن کې وي، او بله دا چې دا له لمس کولو سره څه تړاو لري؟

په پای کې له دوی څخه وغوښتل شول چې د مینو ترمنځ د نژدې والي درجه بندي وکړي.


فیلسوف پارټیلي ریني وايي:

"د مینې په ډولونو کې هغه یې چې په یوه خاص ډول یو بل سره نژدې وي دې مینې له جنسي او رومانټیک اړخه سر را پورته کړی وي."

څېړونکي وايي، چې د مينې ټول ډولونه په سر کې زيات احساسېږي، خو ځواکمنتیا يې د بدن په بېلابېلو برخو کې توپير لري.

ځینې یې اغیز په سینه کې احساسوي، په داسې حال کې چې نور یې بیا په ټول بدن کې احساسولی شي.

له زړه تر ذهنه یې اغیز

ریني وايي:"دا په زړه پوري وه، چې د احساساتو بدني او رواني ځواکمنتیا او د دې خوندور احساس تر منځ قوي اړیکه ومومئ"

"هرڅومره چې ستاسو بدن کې مینه زیاته احساسېږي هغومره په ذهني ‌ډول هم احساسېږي او دا ډېر په زړه پورې او زړه را ښکونکی وي. "

د ریني په وینا:"کله چې موږ د ډېرې ځواکمنې یا شدیدې مینې پرتله لږ ځواکمنه مینه تجربه کوو، په سینه که مو هم جوش یې کمزوری وي."

دا ځکه چې له پردیو سره مینه کولو کې د فکر کولو پروسه شامله ده. او دا هم کیدای شي ځکه په سر کې وار له مخکې یو خوندور احساس شتون لري.

ریني وايي: "په دې برخه کې باید نورې څیړنې وشي. "

دوی زیاتوي، چې "کلتوري توپیرونه هم په مینه کې مهم رول لوبوي."

د ریني په وینا، که دا څېړنه په ډیره مذهبي ډله کې شوې وای، نو د خدای سره مینه به ډیره شدیده وه.

همدارنګه که چېرې د والدینو او اولاد ترمنځ اړیکه وي له ماشومانو سره ځواکمنه مینه احساسیږي.