پنجشېر له آره پنتهېر( پېنځه نهره) دی
کره پايبڼه
پوهاند دوکتور زيار
اکسفورډ۱۸ اکتوبر۲۱
نه (پېنځه پيران يا زمريان)،
او استوگن يې (پراچيان) دي، نه(تاجيکان)!!؟
يو ژب- توکميز سپيناوی
لمړی- ژبه
له پراچۍ تر پارسۍ
دا څه هېښنده نه وه چې شپېته کاله وړاندې د (افغانستان ژبپوهنې اطلس) پروژې په پيلامه کې تر هغې روسته چې د (افغانستان د ژبو پلار) استاد مورگنستيرن په مشرتابه د اروپايي آر يانپوهانو پېنځه کسيزې ډ لې تر يو ښونيز سېمينار روسته د ژبواو ادبياتو پوهنځي موږ د روستي کال څو روزلي زد ياندان (محصلان) يې د کارونيز( تطبيقي) کار لپاره نجراو ته بوتلو.