ډاکټر عبداللطیف کاکړ
اداري فساد په تېرو کلونو کې د سرطان ناروغۍ په څېر نږدې ټولو ادارو ته سرایت وکړ او د فلج کېدو تر حده یې ورسولې، ځکه د ادارو له لوري برابر شوي خدماتو نه د خلکو اړتیاوې ځوابولې او نه هم د هغوی قناعت او رضایت حاصل شو.
په تېرو کلونو کې د دولتي ادارو او وزارتونو په اړه د خلکو شکایتونه ورځ تر بلې زیات شول او عمده دلیل یې همدغه اداري فساد وو، ځکه مسوولین د خدماتو او اسانتیاو برابرولو پرځای په خپلو شخصي معاملو او ګټو بوخت وو