د حکمتیار پر کور چاپه نه ده وهل شوې، خو کور د کابل بل ځای ته وړي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


بي‌بي‌سي پښتو پاڼې ته لږ تر لږه درېیو سرچینو هغه رپوټونه ناسم بللي چې په کې ویل شوي وو،‌ په کابل کې طالب ځواکونو د ګلبدین حکمتیار پر کور چاپه وهلې.‌

د حزب اسلامي د دوو سرچینو په وینا چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو حکومت له ښاغلي حکمتیار نه غوښتنه کوله چې دارالامان سیمه کې له هغو کورونو ووځي چې تېر پرځېدلي جمهوریت ورکړي‌ وو.‌

د طالبانو حکومت کې د دولتي ځمکو د تصفیې کمیسیون چې مشري یې د طالبانو عدلیې وزیر کوي، له تېرو څو میاشتو راهیسې له ګلبدین حکمتیار سره په خبرو بوخت و چې‌ دغه کورونه خالي‌ کړي.‌

دغه کمیسیون وايي‌،‌ هغه کورونه چې ښاغلی حکمتیار په کې له خپلو ساتونکو سره اوسېږي‌ او دفتري چاري په کې مخ ته وړي، د دفاع وزارت اړوند دی او باید نوموړي ترې ووځي.

د طالبانو دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

د حزب اسلامي‌‌ په دفتر کې یوې سرچینې وویل، "له بده مرغه په دې برخه کې له ډېر وخت بحث روان دی، خو بحثونو نتیجه ور نه کړه، اوس تفاهم پر دې وشو چې حکمتیار صیب ته په شهر نو کې نوی کور ورکړل شي. نن ماښام (یکشنبه) نوي کور ته سامانونو انتقال پیل شوی دی."

ګلبدین حکمتیار ته دغې نژدې سرچینې زیاته کړه چې سبا دوشنبه "سهار اته یا نهه بجې به دا دفتر کاملا دولت ته [د طالبانو حکومت] ته سپارل کېږي."

دې سرچینې هغه رپوټونه ناسم وبلل چې په کې ویل شوي وو، طالبانو د ښاغلي حکمتیار پر کور چاپه وهلې ده.‌ "نه طالبان وجود لري، نه محاصره شته، نه مشکل شته، تفاهم پر دې شوی چې له دې ځایه به هلته انتقالېږي."

ګلبدین حکمتیار له اوږدو مذاکراتو او له یوه جوړجاړي وروسته د جمهوریت د ملي یووالي حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه. نوموړی د ۲۰۱۷ په مې کې کابل ته ستون شو او په دارالامان سیمه کې د اوسېدو لپاره ځینې کورونه ورکړل شول.‌

ښاغلي‌ حکمتیار سره د سولې تړون له مخې، هغه ته ځینې امتیازات هم منل شوي وو خو د نوموړي د ګوند چارواکو ډېر وخت شکایت کاوه چې ورسره شوې ژمنې نه دي پلې شوې.‌

نوموړي کابل ته له ستنېدو سره سم پر طالبانو چې هغه وخت یې جګړه کوله، ځینې وخت توندې نیوکې هم کولې، خو دا وروستیو کې پرتله‌ییز ډول یو څه نرم ښکاري.‌

ګلبدین حکمتیار یو له هغو څو مهمو سیاسي مشرانو دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په کابل کې پاتې شوی دی.‌

اوس چې نوموړی سبا ‏(دوشنبه) په کابل کې خپل نوي کور ته ځي، روښانه نه ده چې له هغې وروسته به څه پرېکړه کوي.‌