د طالبانو حکومت د څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د انرژۍ او ساختماني پروژو تړونونه لاسلیک کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو او د خصوصي سکټور ځينو استازو تر منځ د برېښنا د تولید او ساختماني چارو څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شوي چې د طالب چارواکو په وینا څلور میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي.

د دغو پروژو تړونونو ته جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم برخه لرله.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، "د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول."

دغه پروژې پلازمېنه کابل، هرات او هلمند کې پلان شوې دي.

طالبان چې له اقتصادي بندیزونو سره مخ او حکومت یې لا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، د میلیاردونو افغانیو په ارزښت دغو پروژو ته په مهم نظر ګوري.

طالبانو له ټولو محدودیتونو سره سره په څو نورو لویو او وړو پرژو د بېلګې په ډول د قوشتیپې په کانال، لویو لارو، او همداراز ځینو بندونو کار شروع کړی او ویل کېږي چې ګڼو خلکو ته په ې د کار زمینې برابرې شوې دي.‌

طالب چارواکي شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کاسا زر پروژې چارو بیا پيلیدو په موخه هم د سیمې له هېوادونو سره سلا شوي خو مالومه نه ده چې کله به عملي پيل شي.‌ دا پروژه د پرځیدلي جمهوریت پرمهال هم پیلېدو ته نژدې وه،‌ خو د امنیتي ستونزو له امله پاتې شوه.‌

له اوږده ځنډ وروسته د روانې مارچ میاشتې په پیل کې د ترکیې په استانبول ښار کې له قرغیزستاني، پاکستاني، تاجکستاني چارواکو او نړیوال بانک استازو سره له دوه ورځنیو خبرو وروسته طالبانو اعلان وکړ چې له ګډونوالو سره د کاسا زر پروژې د عملي کار په پیل هوکړې ته رسېدلي.

'کاسا زر' له قرغیزستانه د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد تر ټولو ستره پروژه بلل کېږي.

د انرژۍ 'کاسا زر' پروژې په اړه مهمه ناسته؛ طالبان وايي "د نړیوال بانک په ملاتړ یې کارونه بېرته پیلېږي"

په نویو لاسلیک شویو پروژو کې د کابل سروبي کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، هرات کې د دوه سب سټېشنونو جوړولو تر څنګ د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځولو، کابل کوټه سنګي (میرویس میدان) او هلمند کې د سوداګریز مرکز او استوګنې اپارتمانونو جوړولو پروژې شاملې دي.

طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، "پر دې ټولو پروژو شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ پانګونه کیږي، چې په عملي کېدو سره به یې د هېواد د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی راشي."

ویل کېږي چې د دغو پروژو کارونه ژر پیل شي، په پلان کې ده چې ځینې یې د یوه کال او ځینې نورې تر دوه کالونو بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

دا پروژې د مهمو ملي پراختیايي پروژو څخه بلل کېږي چې د تمویلونکو شرکت په مرسته له جوړېدو وروسته به یې د قرارداد له مخې په اوږده مهال کې اړونده ادارې پیسې بېرته ورکوي.

تمه ده چې د دغو پرژو له عملي کار پیل سره به سلګونو افغانانو ته کاري فرصتونه برابر د پروژو له تطبیق سره به لسګونو زرو خلکو ته ګټه ورسېږي.

د دې تر څنګ د افغانستان برېښنا شرکت ویلي د انرژۍ اړوند د دوه ډيزان شویو پروژو له عملي کېدو سره غواړي " په کور د ننه د برېښنا د اړتیا یوه اندازه پوره او له دې درکه لا ډېره کورنۍ او بهرنۍ پانګې راجلب کړي."

خو ځینې په دې باور دي چې په افغانستان کې خلک د اوږدمهالي سیاسي ثبات د نشتوالي له امله پانګوال پانګونې ته زړه نه ښه کوي.‌ ځکه له یوې خوا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او له بل پلوه دغه هېواد ته د بانکونو له لارې د پیسو لېږد را لېږد هم له ننګونو ډک دی.‌