حشمت الله شهیدي:

زموږ اصلي موخه، د کریکټ په نړیوال سټېج کې دریدل دي

 

ولي الله ملکزی (سکرمنټو/ کلیفورنیا)

د افغان کریکټ د ملي، سوبمن او ویاړمن ټیم کپتان، حشمت الله شهیدي له پاکستان څخه د تازه راغلو کډوالو د لومړنیو بشري مرستو د راټولو په خاطر کلیفورنیا ته راغلی دی. نوموړي تیره اونۍ د سټاکټن او لاس انجلس په لویو ښارونو او د اریزونا په ایالت کې د میشتو افغانانو سره ولیدل او په کافي اندازه مرستې یې را غونډې کړې.

پرون ماښام د سکرمنټو په ښار کې نژدې پنځه سوه تنو افغانانو دا الهام بښونکې ځوان کپتان د ملي سرود په غږولو او د ګلانو په شیندلو سره بدرګه کړ. ګڼو مینه والو د پوډیم د پاسه د هرکلي ویناوې او د همکارۍ ژمنې وکړې او د یوې ګړۍ په ترڅ کې، ۱۶ زره ډالره بسپنه راټوله شوه. د غونډې په پای کې، ما د کلتوري ټولنې د اجرائیه بورډ د غړو په شتون کې د حشمت الله شهیدي سره د هغه د سفر د انګیزې، شخصي ژوند او د ټیم د راتلونکې اړوند یوه مرکه وکړه چې ستاسې خدمت ته یې وړاندې کوم.

امریکا ته پخپله راغلې یې، که چا رابللې یې؟

(زما سفر، زما د خپلې ارادې او تصمیم له مخې دې او کومه رسمي بڼه نه لري؛ البته په دې وروستیو کې هیواد ته د راستنو شوو کډوالو سره د مرستو د برابرولو او د هغوئ د پیغام د رسولو په خاطر راغلی یم. زه دلته د مسافرو هیوادوالو سره د لیدنو کتنو څخه ډیر خوښ، له پایلو څخه یې راضي او د خپلو وطندارانو په سترګو کې له وطن سره د مینې څرک وینم. د دوئ مینه او ملاتړ ما هڅوي چې لاډیر څه وکړم او د سپورتي فعالیتونو ترڅنګ د بشري مرستو په راغونډولو کې خپلې منډې ترړې لا ګړندۍ او پراخه کړم).

ژوند د هیلو یوه نه ختمیدونکې لړۍ او یو ستومانه سفر دی؛ د چا لپاره تلپاتې خوښي او د چا لپاره همیشنی غم وي. نو ته راته ووایه چې ستا د ژوند ترټولو نه هیریدونکې ښې شیبې او همدارنګه تر ټولو بده او ناخوالې پیښه کومه ده؟

(رښتیا هم چې ژوند د مجادلې او لوړو او ژورو دوهم نوم دی. زما په ژوند کې ترټولو بده او ناخوالې خاطره، زما د مور او پلار مړینه ده. بله بده خاطره مې د استرالیا په وړاندې، د ډیر فوق العاده پرفارمنس سره سره زموږ پاتې راتلل دي. البته زما د ژوند نه هیریدونکې او احساساتي شیبه د پاکستان د ځواکمن ټیم په وړاندې بریا او هغوئ ته د ماتې ورکول دي).

د لسګونو مشهورو سپورتي لوبو له منځ څخه دې ولې کریکټ غوره کړ او دې مقام ته څرنګه ورسیدلې؟

(زه ډیر کوچنې ووم چې زما مشرانو وروڼو او د کورنۍ دوستانو به لوبه کوله او زه به یې نندارې ته ناست ووم؛ سوکه سوکه مې تلوسه زیاتیدله او د یو بی تعبیره خوب په ډول مې دغه لوبه پیل کړه. هغه مهال هیڅ امکانات نه وو، په هیواد کې د کریکټ لپاره کوم رسمي ادرس او دفتر هم نه وو. خو زما شوق، له وطن سره بیدریغه مینه او د وطنوالو د خوشحالولو احساس ټول هغه لاملونه وو چې زه یې دې ډګر ته دننه کړم. د مقام په اړه به همدومره ووایم چې د الله تعالی توفیق، د کورنۍ تشویق، د روزونکو پالنه او زما بې حده زحمت نن زه دې ځای ته را رسولې یم. حقیقت خو دا دې چې ما خپل ځان او خپل وخت کریکټ ته وقف کړی او له دې لوبې سره زما مینه هیڅ حد او سرحد نه لري).

ځینې خلک انګیري چې ګوندې کریکټ د یو سمت او د یوې ژبې د خلکو لوبه ده؛ نو آیا خبره همداسې ده که فکر کوې دا د یوې کرکجنې کړۍ یوعیبجن تور دی؟

(بالکل، دا یو چورلټه تور او بې بسنټه بهتان دی. همدا اوس زموږ په ټیم کې د هیواد د شمال، جنوب، لویدیځ او ختیزو ولایتونو تکړه لوبغاړي حضور لري. بله دا چې د کریکټ بورډ په ټولو ۳۴ ولایتونو کې دفترونه، ټیمونه او روزونکي لري. دلته د هر لوبغاړي چاڼ او غوراوې د هغه د وړتیا، سابقې، فعالیت او اهلیت له مخې ترسره کیږي. د ټیم د غړیتوب لپاره د هرچا د شالید له ارزولو وروسته، د منلو او ردولو پریکړه کیږي. زموږ ټیم په ټوله معنا یو ملي، هیواد شموله او بې پرې مسلکي ټیم دی).

له نن څخه پنځه کاله وروسته به د افغانستان د کریکټ ټیم د نړیوالو ټیمونو په کتار کې د زینې په کوم پاټکي او پَوړۍ ولاړ وي؟

(کوم فعالیت او وړتیا چې موږ د نړیوال کپ په دې سیالیو کې ښودلې، قوي لوبډلې مو ماتې کړې او حتی د هغو په وړاندې هم چې موږ یې مات کړي یو، تر آخري بال (پینډوس) پورې مو ورسره ډغره ووهله. نو د همدې ظرفیت له مخې، ویلای شم چې ان شاء الله پنځه کاله وروسته به موږ د دې جوګه یو چې فاینل یا سیمي فاینل پوزیشن ته ورسیږو. ولې باید په ډاګه کړم چې زموږ غټ او مهم هدف د کریکټ په نړیوال سټېج کې د افغانستان درول دي. اوس ټول دا مني چې په دې سیالیو کې موږ یو نوم او برم ترلاسه کړ او هرڅوک راباندې حساب کوي چې دا یو عادي او معمولي ټیم نه دی. زما پوره باور دې هره ډله چې په راتلونکې کې به له موږ سره مخ کیږي، نو حتما به دا اندیښنه ورسره مل وي چې دوئ له چا سره لوبیږي؟).

چشم بد دور، ته یو ۲۹ کلن ګلالی ځوان یې او د شهرت انګازې دې ډیر لیرې تللې دي. زموږ په ټولنېز عُرف کې چې یوه کورنۍ کوم منلې ځای او حیثیت ولري نو خلک ورسره د خپلوۍ او واده بهانې لټوي. نو آیا ته له داسې کوم حالت سره مخ شوې یې او د بل واده دا ګونګسې له کومه ځایه دي؟

(باید په خوښۍ سره ووایم چې ما نهه کاله وړاندې په تنکۍ ځوانۍ کې واده کړیدی؛ الحمد لله دوه زامن او یوه لور لرم او دا ګونګسې په کلکه ردوم چې ګوندې زه به بل واده وکړم. زه په خپل کورني ژوند راضي او بیخي قانع یم).

د یو بریالي او ویاړمند ځوان په صفت چې د کریکټ د نړۍ په مهمو لوبغاړو کې شمیرل کیږې، ته خپلو همزولو ځوانانو ته څه ویل غواړې؟

(ګوره؛ الله تعالی ټولو انسانانو ته راز راز وړتیاوې او صلاحیتونه ورکړیدي، دوئ باید هغه په کار واچوي او هیڅکله مایوسه او نهیلي نه شي. ژوند یوه جګړه ده او برې د هغه چا نصیب کیږي چې د مقابلې هنر زده کړي او د صبر لمن پرینږدي. زما یقین دی چې هر مزل یو منزل لري او د انسان ستر دښمن ډار او مایوسۍ ته تسلیمیدل دی. که ولیدل شي چې په یوې ټولنې کې یو تن ډیر کامیاب او ښه ځلیږي، نو باید ومنل شي چې دغه بریا به وړیا او میراثي نه وي، بلکې هغه یا هغې به ډیرې شپې رڼې کړې وي، خواري به یې کړي وي او دغه ځای ته به رسیدلي وي. په الله تعالی متوکل واوسي او پام چې حوصله ونه بایلي).

——————————————————————

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري

ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

 

 

 

 

 

زلمی نصرت

نن د دسمبر پنځمه نیټه د خاورې او اوبو یعنی د ژوند، د ښکلا، د بقا، د رڼا او د دنيا ورځ ده، چې بې له هغه ژوند او دنیا خپل مانا، ماهیت او مفهوم له لاسه ورکوي.

هغه اولسونه، چې د خپلې خاورې او اوبو په مانا او اهمیت پوهیږي، با هوشه، خوشبخته،خپلواک، بینا، دانا او با مانا اولوسونه دي.

نو راځي، چې د خپلې خاورې او اوبو سره مينه ولرو،احترام يې وکړو او د قدر په سترگو ورته وگورو او ووایو، چې ژوند ښکلی دی.

سید عبید الله نادر 

څلور کاله د مخه په کال ۲۰۱۹ کې د دسمبر په څلورمه د افغنانو او عالم بشریت ستر خدمتګار او خواږۍ ډاکتر تیتسوناکامورا د جلال آباد په ښار کې د خپلو پنځو تنو ساتونکو سره د یو ډله تور ضمیرو او خیرن ضمیر او باطن خاوندانو د ګاونډی  استخباراتی کړیو له خوا ووژل شو ،د ده او د ده د ټولو ساتونکو اروا دي ښاده وي دا مضمومن ما د زړه له درده د ده په غمرازی کې په کال ۲۰۱۹ کې لیکلی وو،چې د ده له مرګه وروسته تر ننه پوري په ډیرو خپرونو کې خپورشوی، ځکه چې یو ادبی مضمون ته هم ورته وو،د ده روح دي د ټولو ساتونکو سره ښاد وي

 

 

ناکامورا ووژل شو

خو نوم یې د انسانیت ته د خدمت په کتاب کې ثبت شو

عبادت نه یواځي تســـــــبیح وییل دي

په اوږو د ټول عالم بارونه وړل دي

ناکامورا د ډیر لیري وطن او ملک څخه یعني د جاپان څخه مساپر،د پښتنو وطن ته خدمت د پاره راغلی وو ،که څه هم د دې وطن د خلکو په ژبه بلد نه وو ،خو دخپل د صادقانه خدمتونو د تر سره کولو په واسطه یې د زمان په ډیر کم وخت کې، د خلکو په زړونو کې لار پیدا کړه ،او ډیر محبوب شو ،

په ښه خوی باندی تسخیر شي تمام زړونه

له بد خوی څخــــــــــه پیدا شي ، نفرتونه

د سمسورتیا او بیا رغاونۍ یې ډیری افساني پریښودې ، چې نمونۍ یې ژوندی پرتي دي .نور خلک یې هم ډیر د کار د پاره وهڅول ،ده به په کراتو او بار بار د همت د درس ورکولو په خاطر و نورو ته ، بوجي ګاني به یې په خپل شاه واړولي او وړلي به یې په داسي حال کې چې ده ، د یو رییس په صفت کار کوو،او د خپلي موسسي رییس وو ،د ده په زرګونو تصویرونه چې په فیسبوکونواو میډیا کې خپاره شوي ،دی خړ پړ ګرد وهلی د کار په جامو کې ښیي ،تجملي لباسونو نه بیزاره ښکاریده ،ده چې کومی مټی او پیڅي د کار د پاره بډ وهلي وي ، ډیر خلک یې تنبه او بیداره کړل ، ډیرو ته یې د خودۍ ټکان ورکړ ، دده په راتګ ډیر ځایونه ګلستان شول ،یو یو اغزی به یې د لارې څخه لیری کاوه او پرځای به یې ګلونه کرل ،زما د دي شعر په مصداق:

اغزن ماحول په ګلستان د معرفت شو بدل

د مصلحت قـــــــدم چې هلته د دانا ورسید

د زمان په ډیر کم فرصت کې ،د ده صادقانه  خدمتونه هم نه یواځي زمونږ خلکو ته بلکه ټوله نړۍ ته محسوس شول ،او دي خپل ځان و عالم بشریت ته د یو ریښتني خدمتګار په توګه وښوده ،او ښکاره یې کړ ،په دي ټول پوهیدل چې داکټرتیتسوناکامورا د دي وطن یو صادقه زړه سوانده خدمتګار دی ، نو له همدې وجهي خلکو ته ډیر ګران وو ، او خلکو ډیر نازاوه او خلکو به ورته له ډیره نازه کاکا مراد وییلي، د خلکو په زړونو کې یې دومره ځای نیولی وو چې  ،

د عرفی د دي شعر په مصداق :

چنان با نیک و بد خو کن که بعد مردنت عرفی

مسلمانت به زمــــزم شوید و هندو بســــــوزاند

د ده بی ترسه خدمت په دي لاره کې د اوږدو کلنو په دوران کې، په داسي نا مساعده شرایطوکې داسي وښوده ، چې غواړي لارې رڼا کړي خو که په ده هرڅه وشوه ، دی پرې پروا نه لري ،د صاحب شاه صابر د دي شعر په مصداق چې وایي :

مونږ د ځان نه یو ، په ځان نه یو ، صابره

مونږ دې وسوځـــو ،خو لارې دي رڼا شي

د خدمتونو ښکاره نښه یې دا هم ده ،چې یو ځلي د افغانستان جمهور رییس ښاغلي اشرف غني ځان ته وباله ، او ډیر یې تقدیر کړ ،او دا د ده دوژلو څخه لږه موده دمخه وشوه ،او د ده د احترام د پاره ده ته  لورینې په خاطر ده ته یې د افغاني تابعیت   ورکړ ، کاشکي د دي کار سره د هماغي ورځي څخه د ده امنیت نور هم ټینګ  نیول شوی وای ، خو زمونږ حکومت او چارواکو په ډیر تأسف سره باید ووایم ، چې هیڅ راز پاملرنه یې ونه کړه ، همدا وو چې  څو ورځي وروسته د داکتر اشرف غنی د قدردانیو څخه د ده د خدمتونو څخه د خپل زړه سوانده او مهربانه پنځه تنه ساتونکو سره په جلال آباد کې د وطن د آبادۍ آو سمسورتیا د دښمنانو له خوا ووژل شو ،د ده دا پلان وو چې د کنړ د سند اوبه مهار کړي ، او تر یو څه حده بریالی شوي هم وو ، خلک پرې ډیر نازیدل او ویاړ یې کاوه ،خو له بده مرغه د بی قدرۍ او بی ارزۍ دنیاګۍ ته راغلی وو ،

بی ارزۍ نه دا ماحـــول راته سور اور شو

لکه پروت چې په مجمر ، د سور انګار یم

نادر

 دي کار مونږ د جاپان سوله دوسته خلکو د پاره و شرمولو، د جلال آباد امنیت هم ډیر زیات خراب وښودل شو ، او د ټولو خلکو اندیښنه زیاته شوه ، چې په رڼا ورځ کې داسي یو سړی لکه غر راوپرځوی ، د دي دومره عظیم خدمتونو سره ، نور عادی خلکو خو هیڅ د ژوند  تضمین نشته دی ، په پوره ګمان سره چې داکټر تیتسو نا کامورا د کنړ د سیند د اوبو په خاطر وژل شوي ، ځکه هغه نه غوښتل چې دا اوبه ضایع شي ، او د هغه کوشش دا وو ، چې دا اوبه مهار کړي ،او په دي ورځو او وروستیو کلنو کې ،د پاکستان (آی ،اس آی) دا هڅي وي ، چې زمونږ د بندونو د جوړولو خنډ وګرځي ،او یا بندونو د جوړولو د پاره خنډ جوړ کړي ،او دا کار زمونږ ګاونډی ایران هم کاوه ، او کوي یې ، د ده وژل یې د داسو کسانو په واسطه تر سره کړل ، چې د هغو ماغزه یې مینځلي وو ،دوی دومره د ځان نه غافل خلک  ول ، چې د ناکامورا تر مرګ وروسته د دي لوی عالم او دنیا غبرګون ته به هم نه وي کتلي ، چې یواځي خو په دي فیسبوکونو کې څه حال دی ، چې سړی حیران شي نوره میډیا خو پریږده ،آیا چې دا بی ضمیره به ورته حیران شوي نه  وي، او که نه ،  ، د داسي بی ضمیره او تور وجدان خاوندانو باندی دوي دا وژني تر سره کوي ، ولي که د لږ وجدان او ضمیر خاوند وي ، چې د خلکو دا غبرګږن ته وګوري نو پښیمانه به شي ، دوي ته اوس دا هم جهاد ښکاري ، چې ما جهاد کړی ،علامه اقبال چې د شاعری او فلسفي افکارو په څنګ کې یو لوی عالم د دین هم دی ، نو داسي فرمایي :

دین کافر فکر تدبیرو جهاد

دین ملا فی سبیل الله فساد

خدای تعالی دي دي آدم رویه غولانو ته د حضرت بیدل په وینا یعني دي ، بی حاصلانو ته چې هیڅ ترې نه حضول کیږي ، یا پو هه ورکړي او یا نا څاپه او ناګاهه مرګ لکه چې په دي بیت کې وایي :

پرُاست آفاق از غولان آدم رو ، چه ساز است این

به این بی حــاصلان یا دانشــي ، یا مرګ ناګاهی

بیدل

 ، په آخره کې ناکامورا ته دا وییل غواړم ، آرام بیده سه ستا خړ پړ ګرد وهلی صورت به هیڅ وخت او هیڅکله د دردمنو د زړونو نه و نه وځي ،ستا ځای د دردمنو په زړونو کې دی ،

د مذهب بنیاد پرستو ، د انسان خونریزی بند کړئ

لوی مذهب انســــــانیت دی ، محبت لویه سجده ده

زرین پریشان

سید عبید الله نادر  

د عوامو په اصطلاح برنده ځواني می وه د ۲۸ یا ۲۹ کالو په منګ به وم ،چې د کمونستانو او کمونستی پلوه رژیم د راتګ سره سم د نورو مهاجرینو په ډله کې ، پیښور پاکستان ته مهاجر شوی وم ،یو دوست می چې فقیر نومیده په باجوړ کې اوسیده او ډیر ښه سړی وو ، او د باجوړ په بازار کې یې یو تنګ د لرګیو دکان درلوده ،نو یوه ورځ په دکان کې ناست وو چې په آ مخامخ دکان کې ، یو سړی راپریوت او چغی یې شروع کړی ،او لتې یې وهلی اوبغارې کولي ،درې یا څلور کسه د دوکاندار په شمول دکان کې ناست ول ،او په دکان کې ډیر ځای نه وو ،نو خلکو ویل : چې پیریان پرې ناست دي ،نو په څلورو ناستو کسانو په همدې دکان کې یو تن يې بیا د پیریانو د ایستلو او یا پیریانو پاڅولو متخصص وو ،نو ده شروع وکړله چې ترې پیریان پاڅوی ،هغه دَم او دعا شروع کړله ،چې د سړي څخه پیریان پاڅوی ،ډیر ځله يې خپلي شونډی و خوځلوی او څه یې وویل : او پیریانو باندی یې غږونه وکړل، چې د دي سړی نه لاس واخلي او ووځي ،دکان مخي ته د دي منظرې د سیل د پاره ډیر خلک راټول شوي وو ،زمونږ ملګري فقیر چې د همدې علاقی وو ، او ما سره ،د دکان مخی ته ولاړ وو ،او مسکا یې په شوندو کې درلوده ،او د شک په سترګو یې کاته او ولاړ وو ،نو د پیریانو ایستلو ولا  سړي، څو ځلی په پیریانو چغی کړی ،پیریانو والا سړی به خپل آوازونه نرې کړل او د پیریانو له خوا به یې خبری کولي ،ولاړ خلک به نور هم ورته حیران شول ،داسی به یې وښوده چې پیریان خبری کوی ،او د هوش خاوند ته دا جوته وه چې دوی دواړه د دکادار په شمول په دې مکارۍ کې شریک دي ،ځکه چې په دې تنګ دکان کې په څلورو کسو کې بیا څنګه وار د واره یو تن په کې د پیریانو د ایستلو متخصص پیدا شو ، خو خیر زه او فقیر دکان ته راغلو ،فقیر پشاوری چای غوښتی وو ، چای والا چای کېښود او خپله لاړ فقیر په خندا په داسي حال کې چې ماته یې چای اچولو ، نو له ما څخه یې و پو ښتل ،چې ته په دي کې څه وايي ،ما وویل : چې په څلورو کسانو کې څنګه کیدای شي ،چې په دومره تنګ دکان کې یو تن دي د پیریانو د ایستلو متخصص یا پیر وي ،په دې خبره فقیر ډیر زیات وخندل ،او په تیره چې ما وویل چې په دې کې دکان دار ، پیریانی هلک او او د پیریانو متخصص شریک دي ، خو دوی دغه شډل او زړه پاکې پښتانه غولوی ، فقیر وویل : زما په ګومان ،دوی وکتل چې یو شمیر ډیر تعلیم یافته او پوی خلک نن دې بازار ته راکوز شوي ، چې د لباسونو څخه یې هم ښکاري ، نو د دوی په مخ کې داسي یوه نظاره ښودل به دوی ته د اعلان حثیت ولري ، ځکه تاسی غوندی خلک به بیا پیښاور کې خلکو کیسې کوئ او دوی ته بیریدونکی یا مشتریان راجلبوئ ،او یا به ستاسو له کیسو نه راجلب شي، کیدای شي یو مقصد د دوی هم همدا وي ،

 

 سید عبید الله نادر

ته مه مړاوي کیږه! ته وغوړیږه! لکه د بهار ګل ،ته وځلیږه لکه د روڼې چینې اوبه ،ته ماته کړه دا دغم تیاره خونه او راووځه مخ په لور د رڼایي ،او د خپل همزولو او همجنسانو په سینه کې هم د معرفت نور وځلوه ،لږ د هوسونو او ارمانونو سا کش کړه ،او د آزادۍ په لید لو ،لږ خپل روح او روان تازه کړه ،او دي مړاوي زړونه ته روښنايی وبخښه تر څو به په تا د تیاره  ذهنیتونو خاوندان  حکو مت کوي ،لږ ځان وښوروه په تاکي هر څه شته مه ناهیلي کیږه ،ډیر فرصتونه ستا په انتظار دي ،خپل ګامونه ډیر چتک کړه ،ځکه زمان درنه تیریږي ،

  

عبدالملک پرهیز

کله چې خپل تیر ژوند ته نظر اچوم، ما ډېر کله داسې فکر کاوه چې زه له یو ښه څیز یا کار څخه منع کېږم، خو په واقعیت کې د هماغه ښه څیز په لور زما لار ښوونه کېدله..

کله چې موږ وینو  زموږ  په  ژوند کې څیزونه په ناسمه توګه پرمخ ځي، موږ ته ډیری وختونه داسې احساس پیدا کېږي چې دا د نړۍ پای دی ځکه موږ نه شو کولی پرته له هغه څه چې زموږ د سترګو تر وړاندې دي ووینو. یوازې هغه وخت کله چې موږ له طوفان څخه وروسته ژوندي پاتې شو، وینو او پوهیږو چې دغه "ماتې ټوټې"  هغه برخې دي چې زموږ د برخلیک ښکلی انځور جوړوي.

د ریچل براتن په وینا کله کله باید هرڅه ګډوډ شي​​، شیان د نوموړي په خبره، د هغه څیزونو نه تر لاسه کول چې موږ یې غواړو کېدی شي یوې سترې هیلې او ارمان ته د رسېدو په لاره کې لومړی ګام اوسي.

خنډونه او نه منل  یو ستر څیز یا هدف ته د رسېدو دپاره زینې او باړکي دي، خو موږ باید خپل لید ته بدلون ورکړو او رد ځانته وانخلو. ددې پر ځای د خپل رد تګ لوري ته بدلون ورکړو او ترې د کوم ښه کار دپاره ګټه واخلو. ایا دا به اسانه وي؟ دوزخ نه، خو په پای کې ارزښت لري ځکه موږ هیڅکله ځانته نه خوشې کېږو، بلکې موږ ته لارښوونه کېږي.   

 


زلمی نصرت
له پاکستانه د افغان کډوالو غیر قانوني جبري، ناڅاپي اوکتلوي اخراج  غمنامه مې ولیده، چې لړۍ يې لا ادامه لري.
 دهغوئ سره د پاکستان د پوځي ادارې سپک، غیر اسلامي، غیرانساني، غیر اخلاقي د تهدید، تخویف او تحقیر سره، چلند مې هم ولید.
 همدارنگه کله، چې د هغوئ مظلومانه د بې وسۍ او له ځانه د هغوئ د ورک حالات ژړا او له اوښکو ډکې سترگې مې هم ولیدې.
 نو زما له سترگو هم د بې وسۍ اوښکې یوار بیا راغلې او
د ساړه جنگ او د غربیانو د بمونو غورځولو تیر فصل د بې وسو او بې گناه ولسې خلکو پر جونگړو او کورونو باندې زما په زړه  او ذهن باندې فشار لا زیات کړ او له ډیره درده مې هډوکي په سوزیدو شول، چې څنگه په هغه وخت کې هم خلک په سرو سترگو له خپلو کورنو نه په تش لاس هجرت ته جبرآ مجبوره کیدل.
زړه مې تنگ او ساه مې بنده، بنده شوه.
د زړه د تسل لپاره مي فکر وکړ، چې خپل  د زړه دغه درد او د هډوکو سوز د چا سره شریک کړم، چې لږ تر لږه دا زما چیغه خو واوري؟
سوچ کې ډوب شوم، چې خپل دا احساس چاته ووایم، چې زړه مې لږ شانتې سکون او ارام و مومي؟
شا وخوا ته مې وکتل،  ملگرو ته مې وکتل، دوستانو ته مې وکتل  په اروپا کې میشت نورو مهاجرو ته مې وکتل.
خو زړه مې راته وویل، چې نه دا غلطي مه کوه، پام کوه،دې حالت نه د هغوې ځنې، ځنې، ډول، ډول برداشت لري او اکثرو ته دا مجبور او خوار  کډوال پردې ښکاري،دا ځکه، چې اکثریت یې پښتانه دي!.
هوش مې له سره والوت او درد مې لا زیات شو،چې بې له کړيکې مې بله چاره نه لرله.
له ډیرو چرتونو او سوچونو نه وروسته  مې چاره وموندله، چې چا ته خپل د زړه حال ووایم، چې ښه غوږ ورته نیسي او زما د کړيکو  او ژړاگانو راز بې له ریا، بدلون او تزویر  په خپله سینه او زړه کې خوندي او امانت ساتې.
نو ځکه هغوي ته ورغلم او زړه مې ورته  تش کړ او هغوئ هم په خورا سړه سینه او په ځیر هرڅه واوریدل.
کله چې بیرته کور ته راتلم،  او د گور ځنگل تر څنگ په لاره  تیریدم په زړه کې مې د آرامتیا احساس را ژوندی شو او هیله مند شوم، چې ممکن د ځنگله له مرغانو نه يو نه، یو خو به زما دا  احساس راستنیدونکو مهاجرو هیوادوالو ته ورسوي؟.
انجنیر زلمي نصرت
۰۶.۱۱.۲۰۲۳

ولي الله ملکزی 

د پښتنو میرمنو غوڅ اکثریت، خپل میړه او د ژوند شریک ته څښتن او خاوند وايي؛ ولی په عین حال کې الله (ج) ته هم څښتن تعالی او خاوند تعالی وايي! نو آیا ستونزه په دیني تعبیر کې ده، که د اخلاقي ارزښتونو او رسمونو بوج ډیر دروند دی،‌ کنه د لرغوني یوناني کلتور لمن لا هم زموږ په سیمې کې غوړیدلې ده چې میړه به خالق مجازي ګڼل کیده؟

د فارسي ژبې څلور معتبر قاموسونه؛ فرهنګ عمید، فرهنگ ضیاء، فرهنگ معین او د آبادیس لغات نامه ټول لیکي چې خُدا، خداوند او خاوند مترادف الفاظ او مصدر یې یو دی. دا درې واړه مقدس نومونه؛ د مالک، صاحب، د هستۍ واکمن، د نعمتونو واکدار، آفریدگار، ایزد او یزدان په معنا دي چې د خالق تعالی د ذات لپاره استعمالیږي. له اسلام ډیر وړاندې، د ساسانیانو په زړو متونو او اشعارو کې د خاوند او خداوند کلمې د پروردګار او ارباب د مقامونو لپاره کارول شویدي. د څلورمې هجري صدۍ نومیالی شاعر، فردوسي خپله شاهنامه په دې بیت سره پیل کوي:

به نام خداوند جان و خرد - کزین برتر اندیشه برنگذرد

د جاهلیت په مهال د مکې مشرکینو د مَناة، العُزّى، اللَّات او هُبَل په څیر مشهورو بتانو ته د خدایانو په سترګه کتل او د هغو تعظیم به یې کولو. مګر د الله له نوم سره هم پوره بلد او په ځانګړې سپیڅلیتا ورته قایل وو. خو کله چې د هجرت په شپږم کال (۶۲۸م) عبدالله بن حذافة (رض) د رسول علیه السلام لیک د پارس شاهنشاه، خسرو پرویز (کسری) ته وسپارولو، نو د دربار ترجمان د الله نوم د لومړي ځل لپاره په خدای سره وژباړلو. څرنګه چې غزنویانو، صفویانو او بیا مغلو زموږ سیمه د څو پیړیو لپاره د خپل زمبر لاندې ساتلې وه؛ نو دغو سلاطینو به د الله په ځای د خدای، خداوند او خاوند کلمې کارولې. همدا وجه ده چې د هند د لویې وچې، افغانستان، ایران، کردستان او حتی د مرکزي آسیا ولسونه په همدغه خُم کې رنګ شول او د خدای او خاوند کلمې د وګړو په ژبه جاري شوې.

له بله پلوه، زردشتیانو به د آسمانونو، مځکې، مهربانۍ او رڼا د خدای لپاره د اَهورا مَزدا کلمه کاروله. ښايي له همدې امله Atheist یعنې هغه څوک چې په الله باور نه لري، بی‌ خدا او عقیدتمند خلک اَهلُ الله بلل کیږي. د انګریزۍ په معتبرې ډکشنرۍ، اکسفورډ کې میړه په Husband خاوند په Owner او خداوند په Lord سره ترجمه شویدی. د مسیحیت په لومړنیو پیړیو کې، رومي امپراتورانو به خپل رعیت دیته اړویستلو چې دوئ ته د خاوند او ارباب لقب وکاروي. ولی متدینو مسحیانو د واکمنانو هر ډول زور او زیاتي ته غاړه ایښودله خو چمتو نه وو چې له حضرت مسیح پرته بل چا ته خاوند او ارباب ووايي. ځکه دوئ باور درلود چې حضرت مسیح د الوهیت درجه لري (العیاذ بالله) او امپراتوران ولي نعمت دي، مګر د عبادت مستحق نه دي.

همدا شان، خاوند، خداوند او بادار ته په عربي ژبې کې رب ویل کیږي؛ د بیلګې په توګه، رَبُ الکَعبة / رَبُ البیت. د یوسف په سورت کې داسې راغلې: (إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ - هغه زما بادار دی او زه یې ډیر ښه پاللې او ساتلې یم). په اردو ژبې کې چې د هندویزم د کاسټ (پنځو طبقو) له فرهنک څخه اغیزمنه ژبه ده، د کور خاوند ته مالک او میرمن ته یې مالکنه ویل کیږي. د شریعت له مخې، واده د یو نر او یوې ښځې ترمنځ د خپلمنځي موافقې او ټاکلي ولور/ مهر پربنسټ، د شریک ژوند کولو تړون دی چې په پایله کې جنسي اړیکه مشروعیت مومي، د میراث حق جوتیږي او د اولادونو د روزنې ګډه دنده پیل کیږي.

په قران کریم کې د زَوْج او اَزواج کلمه ۷۱ ځلې په بیلا بیلو تعبیرونو سره راغلې ده. دلته (زوج) جوړې، غبرګ او شریک ته ویل کیږي؛ خو هیڅکله د صاحب او مالک په معنا نه ده راغلی. د النساء سورت کې داسې راځي: (وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ - یا آدم ته او میرمن دې په دې جنت کې و اوسئ). د یاسین په سورت کې دا ډول یادونه شوې: (هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِئُونَ - دوئ او میرمنې به یې د جنت په سیورو کې په بالښتونو ډډه وهلي ناست وي). نو ښکاري چې قران کریم میرمن ته د ګډ ژوند د ملګرې په توګه ګوري او د ملکیت او جایداد خبره هیڅ مطرح نه ده.

افلاطون وايي: (ښځه داسې مخلوق دی چې نه ورسره ژوند کیږي او نه پرته له هغې ژوند ممکن دی). خو حضرت محمد (ص) فرمايي: (إنما النِّساءُ شقائقُ الرِّجالِ - میرمنې د سړو په څیر دي، د هغو سکنۍ دي، هم پله دي او په احکامو او اصولو کې ورسره برابرې دي). د همدې حدیث د څرګند مفهوم او پیغام له مخې، موږ ټول باید د خپلو زړونو تاخچو او د ذهنونو حجرو ته دا اصل وسپارو چې ښځه د نر په څیر انسان دی، پوره انسان، عاقل انسان او برابر انسان. د تعلیم حق لري، د کار حق لري او د خپل میړه د اتتخاب حق یې محفوظ دی؛ بلکې په ځینو مقامونو کې ښځه له نر څخه لوړ مقام لري او حیثیت یې د دین او قانون په تله کې دروند دی.

پوهیږو؛ دا د اوږدې زمانې څخه د را روان کلتور اغیز دی چې زموږ خویندې، لوڼې او میندې د ژوند خپلو شریکانو ته د ډیر درناوي او مینې له وجې د خاوند او څښتن القاب کاروي. دا هم څرګنده ده چې د دې ډول ذهنیت بدلول که ناشوني نه دي، نو آسان هم نه دي.‌ زه نه باغي یم او نه بل څوک بغاوت ته هڅوم، البته که زموږ لوستې کول د بدلون تکل وکړي؛ نو لیړې نه ده چې د میړه اصطلاح به د څښتن او خاوند په قالب برلاسې شي. ځکه چې تصمیم د بري لومړی شرط دی.

 

 

 

 

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د دغه هيواد په فراشبند او فیروز آباد کې یوې غونډې ته ویلي دي چې د «دښمن جاسوسي دستګاوې» فعالې شوې چې د ایراني ټولنې او افغان کډوالو ترمنځ لېرې والی رامنځته کړي.

د ایراني رسنیو د رپوټ له مخې ښاغلي احمدي زیاته کړې: «یو مرموز حرکت په دې وروستیو کې پيل شوی چې غواړي افغان کډوالو او ایراني ټولنې ترمنځ کرکه او کړکیچ رامنځته کړي.»

دغه جګپوړي ایراني چارواکي نه ده په ډاګه کړې چې دا څه ډول یو «مرموز حرکت» دی او هلته میشت افغانان پکې له کوم ډول چلند سره مخ کیږي یا مخ شوي؟

په ایران کې د کډوالو حقونو یوې فعالې آصفه ستانکزۍ دویچه ویله ته وویل: «د ایران د کورنیو چارو وزیر چې کومو خبرو ته اشاره کړې، که چېرې واضح یې ووایو طبعي ده چې یوشمېر هېوادونه له دې امله چې د ایران د اوسني نظام مخالف دي، هغوی د ضعف په هرډول نکتو پسې ګرځي چې غواړي هغه لویې کړي حتی د مهاجرینو موضوع هم یو له دې نکتو څخه ممکن اووسي.»

سره له دې چې د کډوالو ضد دغو «مرموزو حرکتونو» څرنګوالی لاهم ډېر واضح نه دی، خو په دې وروستیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره چلند سخت شوی. ان هلته د کډوالو د شکنجې او آزارولو زړه بوږونکي ویډیوګانې او انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس پر لاس کیږي.

له ترکيې څخه د افغان کډوالو ویستل او د قاچاقي لارو ننګونې


په ایران کې له افغان کډوالو سره د سخت چلند په لړ کې هغوی په زور شړل هغه څه دي چې هره اونۍ یې رپوټونه خپریږي، آن ځیني وخت په دریو ورځو کې په زرګونو افغان کډوالو د اېستلو خبرونه هم خپاره شوي.

همدا پرون د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۱۲) د طالبانو ادارې د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړ چې تر ۳ زرو ډېر کډوال هېواد ته ورستانه شوي دي.

دغه وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د ايران څخه درې زره او ۱۹۳ افغان مهاجر د تلې پر ۱۹مه پخپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.»


په ایران کې د کډوالو د دفاع فعالې آصفه ستانکزۍ وویل، لاهم په تور بازار کې څو میلیونه ناقانونه کډوال شته، چې ژوند کوي او ان کار کوي، خو که چېرې ونېول شي، په زور شړل کیږي.

په دې وروستیو کې پاکستان او ایران د ناقانونه افغان کډوالو په زور شړلو لړۍ تېزه کړې چې له دې آمله د بشري حقونو یوشمېر سازمانونو اندېښنه هم ښودلې ده.

پاکستان خو د اوسېدو له سندونو پرته افغان کډوالو ته دوې اونۍ وړاندې یوه میاشت وخت ټاکلی چې باید دغه هېواد پرېږدي چې اوس په هغه مهلت کې څه باندې دوې اونۍ پاتې دي.

د بشري حقونو سازمانونو پر دواړو کوربه هېوادونو غږ کړی دی چې د کډوالو د اجباري اېستلو لړۍ ودروي ځکه دا هېواد وار له مخه له سخت بشري ناورین سره مخامخ دی.

نوشته کریم پوپل

درین تپه آثار آبدات کوشانی ها ، یونیان باختری کشف گردیده است . بدین معنی است که این تپه در ادوار مختلف مورد استفاده دولتها قرار گرفته و نیز قصه های دارد. در قسمت کخ طرف سیاه سنگ قرار دارد.  در وقت زمام داری امیر شیرعلی خان عبدالرحمن خان و امیر حبیب اله خان جشن نوروز یا میله نوروز گرفته میشد. و قبل از کمپنی قرغه میله گدی پران بازی درین محل صورت می گرفت. پس از آنکه   امان اله خان تپه را به نام نرنجان داس کرد بنام تپه نرنجان یاد می گردید. در دوره که نادر خان فوت کرد تپه نادر خان می گفتند. بعد از هفت ثور قبرستان شهیدان شد بنام تپه شهدا مسما شد. ولی نام مرنجان را کسی فراموش کرده که این مرنجان چه است.
تپه مرنجان 
دیوان نرنجان داس یا نرنجان سنگ پدر بی بی رادو جان وزیر مالیه شاه امان بود . نرنجان مستوفی و وزیر موفق در بخش مالیه بود. دیوان نرنجن داس، در ماه جولای سال ۱۹۲۰ میلادی ضمن یک هیئت افغانی به ریاست علامه محمود طرزی، غرض امضای معاهده به رسمیت شناختن استقلال افغانستان از سوی انگلیس ها، به هند بریتانوی سفر کرد . در این سفر دیوان نرنجن داس ٬ یک عضو برجسته این هیئت بود. هیت  با موفقیت واپس به وطن بازگشتن . امان‌الله خان به پاس خدمات نرنجان این تپه و چمنزار کناری آن را به وی بخشید که بعدها این تپه به نام نرنجان خوانده شد و با گذشت زمان نرنجان به مرنجان تبدیل شد.
نادرخان و هاشم خان چون مخالف دولت امان اله خان بودند. تمام داری وجایداد را ملکیت عامه کردند. ازاینکه خانواده نرنجان داس مهاجر به کشور هندوستان گردید دارایی او 
نیزملکیت عامه شد. تنها ساحه که قبر نادرحان است. در ملکیت پدر ظاهر خان درآمد

.
هیات عالرتبه  که برای امضا قرارداد استرداد استقلال به هند اعزام شدند

.

٢٢ ‌نوامبر ١۹٢١ عيسوی، هیأت انگلیس در کابل و با هیأت افغانی معاهده استرداد استقلال افغانستان را عقد کرد
قصه های افسانوی تپه مرنجان برای اطفال
این داستان افسانوی است نه حقیقت.
روایات است که : قبل از ظهور اسلام در کابل، پادشاهی حکومت می‌کرده که تنها یک دختر زیبا داشته است. در دربار این پادشاه، جادوگری به نام «مرنجان» زندگی می‌کرده است. این جادوگر، عاشق دختر پادشاه بود و می‌خواست که با او ازدواج کند، اما به خاطر داشتن چهره زشت و وحشت‌ناک، دختر شاه از ازدواج با او امتناع می‌کرده است. روزی خبر می‌رسد که سپاه اسلام بر کابل حمله کرده و صدها تن را در حومه کابل به قتل رسانیده. آن‌وقت پادشاه از «مرنجان» کمک خواسته و مرنجان گفت، به شرطی کمک می‌کند که دخترش را به ازدواج او در آورد. پادشاه شرط او را قبول کرد. مرنجان در صحنه جنگ رفت و مشت خاکی بر سپاه اسلام پاشید و همه‌ی آن‌ها نابود شدند. سپس آن‌ها را آوردند و در زیر تپه خاکی دفن کردند. بعدها این تپه به نام «مرنجان» نامیده شد..
روایات دیگر ولی افسانوی
در گذشته جادوگری به نام «مرنجان» در این مکان زندگی می‌کرده است. او ثروت و دارایی فراوانی داشت، اما روزی از قضا طلسم جادویی او می‌شکند و تمام دارایی افسانه‌ای او تبدیل به تپه‌ای خاکی می‌شود که اکنون به نام تپه مرنجان شهره است.
موخذ
۱. از یادکرد جنرال عبدالطیف  عبدالطیف پوپل لوی درستز زمان امان اله خان در کتاب خاطرات یک قهرمان
۲.تپه مرنجان کابل مکان تفریحی و تاریخی افغانستان نوشته فرهاد نوری در ویبسایت  ایندیپندد فارسی
https://www.independentpersian.com/node/135991/6
۳. تپه مرنجان از مکان های باستانی و  تفریحی در کابل نوشته طلوع نیوز
https://tolonews.com/fa/afghanistan-178985
۴. تاریخ سخن میگوید می گوید نوشته خیر محمد جوهر در صفه افغان اکادمکی 
https://www.facebook.com/afghanacademy1/photos/a.
۵.تپه مرنجان کابل و ویرانه قبر سلطان محمد طلایی نوشته شاه محمود محمود 
در ویبساید کابل ناتهه
https://www.kabulnath.de/Sal-e-Dowazdaoum/Shoumare-279/schamahmoud%20Mahmoud.html
۶. ویکی پیدیا فارسی تپه مرنجان نوشته کریم پوپل
https://www.kabulnath.de/Sal-e-Dowazdaoum/Shoumare-279/schamahmoud%20Mahmoud.html
۷. او دختر دیوان  بی بی رادو جان نوشته نویسنده کشور ایشور داس در ویبسایت کابل ناتهه
https://kabulnath.de/Salae_Doum/Shoumar-e-45/Ischer%20Dass_BebiRadoJan.html

ولي الله ملکزی 

د دوحې له ښار څخه:

د قطر کوچنې هیواد چې ځمکنې مساحت او نفوس یې زموږ د ارزګان له ولایت څخه یو پوټې کم دی، په نړیوال اقتصادي او سیاسي سټیج کې د سترو شهکارونو ټاټوبې او د سیالانو سیال دی. د قطر د ټول مساحت (۱۱۵۰۰ کیلومتر مربع) یواځې ۷ سلنه خاوره د کرهڼې وړ او پاتې یې شګلنې غونډۍ او تیت پرک سمندري ټاپو ګان دي. خپل نفوس یې ۳ لکه او ۳۲ زره تنه دی؛ خو دلته د ۹۴ هیوادونو مسلکي او کارګره طبقه اوسیږي چې ۲ ملیونو او ۳ لکو ته رسي. د قطر بنسټګر، شيخ محمد بن ثاني نومیده په ۱۸۶۸م کې یې مختلفې قبیلې د خپل مشرتابه او یوې جنډې لاندې راټولې کړې؛ نوموړی د اوسني ۴۳ کلن امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني شپږم نیکه دی. قطر په ۱۹۷۱م کال کې له پیرنګیانو څخه خپلواکي ترلاسه کړه او له ۱۹۸۱م راهیسې د عربي خلیج د شپږو هیوادونو د همکارۍ د شوری مؤسس غړې دی. البته په ۲۰۱۷م کال کې د ځینو عربي هیوادونو د سختې محاصرې/ پریکون سره مخ شو، خو ترکیه یې ترڅنګ ودریدله او د عسکري او تجارتي مرستو هوايي پل یې ورسره جوړ کړ.

د IMF د وروستي راپور له مخې، په داسې حال کې چې د افغانستان د یو کس کلنې دخل / ګټه مازې ۴۲۶ ډالره ده، د یو امریکايي وګړي ۸۰ زره او د هر قطري دخل ۸۴ زره ډالره دی. تیره اونۍ د قطر د مالېې وزیر، علي بن أحمد الكواري وویل چې د دې کال په څلورو لومړنیو میاشتو کې یې پنځه ملیارده ډالره اضافي/ مازاد ګټه ترلاسه کړیده. د Sputnik خبري آژانس وايي؛ په ۲۰۲۲م کې له روسیې او امریکا وروسته، په نړۍ کې د طبیعي غاز دریم ستر صادروونکې هیواد، قطر دی. ۹۷ سلنه خپل خلک یې لیک لوست کولاې شي؛ د هر قطري وګړي دارو درملنه د دولت په غاړه ده، اوبه او بریښنا هم وړیا ده.

قطر په ۱۹۹۳م کال کې په دوو کرایه شوو الوتکو باندې د Qatar Airways په نوم د هوايي لیکې شرکت پرانیست. نن د مسافرو لپاره ۲۵۵ موډرنې او د کارګو ۲۷ الوتکې لري؛ عمله یې ۴۵ زرو تنو ته رسي؛ د ۸۰ هیوادونو ۱۷۰ نړیوالو میدانونو ته الوتنې کوي. دا پنځم کال دې چې د خوندیتوب او ښو خدمتونو له امله د نړۍ د لومړي کتار په شرکتونو کې غوره جائزه ګټي. له سنګاپور وروسته، په دوحې کې د حَمَد نړیوال هوايي ډګر د نړۍ په کچه دوهم ښکلی او مجهز هوايي ډګر دی، تیر کال ۴۰ ملیونه مسافرو د دې میدان له لارې تګ راتګ کړیدی.

د رسنیو په ډګر کې، د الجزیرې نړیوال ټلویزیوني چینل د عربي نړۍ په سر کې راځي؛ د بي بي سي او سي ان ان سره هم پله ګڼل کیږي. الجزیرې د ۱۹۹۶م کال د نومبر په لومړۍ نیټې خپل رسنیز فعالیت پیل کړ؛ په عربي‌ او انګلیسي ژبو ۲۴ ساعته خپرونې کوي؛ ۴ زره تنه مسلکي او روزل شوې پرسونل لري. د دې مهمې خبري سرچینې یو مشر، أحمد سالم اليافعي وايي: په ۲۰۲۲م کال کې ۴۶۹ ملیونه خلکو زموږ خبري او څیړنیز پروګرامونه لیدلي او دا شمیره مخ په بره روانه ده. تیر کال د دوحې ښار د فټبال د نړیوال سیالیو کوربه وو چې له بابته یې یو ملیون او دوه لکه خلکو له دې هیواد څخه لیدنه وکړه او د سیاحت او توریزم په لمن پورې یې نوي پتري او ځونډي غوټه کړل. دغه لوبې چې هر څلور کاله په یو ډاډمن او ځواکمن هیواد کې کیږي، په اسلامي او عربي نړۍ کې هیڅکله هم نه وې ترسره شوې او دا ویاړ د همدې کمکي وطن په برخه شو.

په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه په قطر کې ده؛ العُدَید نومیږي په ۱۹۹۶م کې جوړه شوې او په تیرو دوو کالو کې یې لویدیځې نړۍ ته د لسګونو زرو افغانانو د سفر آسانتیاوې برابرې کړېدي. د ۲۰۱۳م کال د جون په اتلسمې نیټې، د قطر او امریکا د دوه اړخیزې موافقې له مخې طالبانو په دوحې کې خپله لومړنۍ سیاسي نمایندګي پرانیستله. اووه کاله وروسته یې له امریکا سره د سولې تړون لاسیلک کړ؛ ناټو لاړه، د ع او غ جمهوریت د تاریخ ارشیف ته وسپارل شو او طالبانو په لسو ورځو کې ټول وطن د خپل زمبر لاندې راوست. ولې ځینې ناکراره پوښتنې د هر هیواد وال په ذهن کې تیندکونه وهي او لاهم بې ځوابه پاتې دي.

د طالبانو د سیاسي قیادت ځینې مهم غړي چې په دې نهو کلونو کې دوحه کې اوسیږي؛ دلته یې څه ولیدل؟ د دې هیواد د آبادۍ او ښیرازۍ راز په څه که ویني؟ د نجونو تعلیم، ولسي مشروعیت او د ولس قناعت ورته څومره مهم دی؟ له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې ساتل او پالل د دوئ په اجنډا کې څومره ارزښت لري؟ او ترټولو ژوره خبره دا چې طالبان په خپلې سر تاسري واکمنۍ کې د همدغو مثبتو تجربو پلي کولو ته څومره چمتو والی لري؟ دا سمه ده چې تاریخ تل فاتحینو لیکلی، خو باید دا هم په یاد ولرو چې وروستی فاتح پخپله وخت دی او له وخت هیڅ چا هم نه ده ګټلې!

—--------------------------------------------

په مننې سره، ما په دې لنډې څیړنې کې د قطر د الرایة او الشرق له ورځپاڼو، الجزیرې د ټلویزیون، Sputnik خبري آژانس او دائرة المعارف څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري.

ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

  

 

زیاتې مقالې …